ټولنیز ژوند

عمران خان: نارینه روبوټونه نه دي، د ښځو لباس د دوی د ځورونې لامل کېږي

  د پاکستان لومړي وزیر “عمران خان” د ښځو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي په اړه ویلي دي چې ” نارینه روبوټونه نه دي ، که چیرې یوه ښځه وړې جامې اغوندي، نو اغیزه خو به خامخا لري. امریکايي تلویزیون ته په یوه مرکه کې د پاکستان لومړي وزیر”عمران خان” ویلي، چې موږ ډېسکو یا د شپې کلبونه نه لرو ، زموږ په بشپړه توګه یوه بېله یا مختلفه ټولنه ده. “عمران خان ” دا … نور ولولئ
سپورټ

حضرت الله ځاځي پي‌اېس‌اېل کې بالران تر پوزې راوستل

  حضرت الله ځاځی چې د پېښورزلمي په ګټه په پاکستان سوپرلیګ لوبو کې لوبېږي، د کراچۍ کېنګز پر وړاندې مهمه او حذف کوونکې لوبه کې یې بالران سخت وټکول او خپله چټکه نیمه سلیزه یې ثبت کړه. نوموړي دا ځل په ۲۳ توپونو نیمه سلیزه ووهله، چې ۳ شپږیزې او ۵ څلوریزې پکې شاملې وې. هغه له لومړي سره له دوه سوو په لوړ سټرایک رېټ ولوبېد او د کراچي کېنګز ټول بالران، لکه … نور ولولئ
سپورټ

نوین‌الحق بلاسټ سیالیو کې مخکښ ویکټ اخیستونکی دی

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې ځوان چټک توپ‌اچونکي نوین‌الحق د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې د ۱۱ ویکټو په اخیستلو سره د یاد لیګ د مخکښو توپ‌اچونکو په قطار کې شتون لري. نوین‌الحق چې د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې د لیسټر شایر لوبډلې سره لوبیږي، په ۶ لوبو کې یې ۱۱ ویکټې اخیستې.   د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې تر دې دمه زیاتې ویکټ اخیستونکې لوبغاړي   ۱ـ سام … نور ولولئ
سپورټ

عمران طاهر؛ ایم ایس ډوني هوښیار لوبډلمشر دی

د سویلي افریقا لوبډلې لېګ برېک بالر عمران طاهر ویلي دي، ډوني پوهېږي، چې د یو بالر لپاره چېرته فیلډر ودروي ترڅو د بونډري یا منډو مخنیوی وکړي. نوموړی زیاتوي چې ډوني یو ښه رهبر دی، هوښیار دی او د لوبې هر اړخ ته یې پام وي. طاهر د څو کلونو راهیسې د هندوستان په سوداګریزو لوبو کې د چینای سوپر کېنګز لوبډلې په ګټه لوبېږي او د ډوني لوبډلمشري یې تجربه کړې ده. د … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: د طالبانو بریدونو ته په کتو به د سرتېرو د ایستلو بهیر ورو شي

امریکا ویلي د طالبانو بریدونو ته په کتو ښايي د سرتېرو د ایستلو بهیر ورو شي. د امریکا ددفاع وزارت ویاند جان کربي په تازه څرګندونو کې ویلي سره له دې چې تر ټاکلې نېټې د سرتېرو د ایستلو په اړه د بایډن پرېکړه پر خپل ځای ده، خو که طالبان جګړې نورې هم شدیدوي نو د سرتېرو د ایستلو بهیر به ورو کړي. د کربي په خبره طالبانو په وروستیو کې خپل بریدونه ډېر … نور ولولئ
افغانستان

عمران خان: افغانستان کې د جګړې په ختمېدو سره زموږ او د امریکا ګټې زیاتېږي

پاکستان یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې د خبرو له لارې د جګړو د ختمېدو ملاتړي دي. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان واشنګټن پوسټ ته ویلي امریکا او پاکستان په افغانستان کې ګډې ګټې لري. د هغه په وینا امریکا هم غواړي افغانستان کې دایمي ثبات، سوله او پرمختګ رامنځ ته شي او پاکستان هم د همدې چارې غوښتونکی دی. د نوموړي په خبره د هغه حکومت کلک ملاتړ کوي چې د … نور ولولئ
افغانستان

کرزی: د بهرنيو ځواکونو نشتون کې هم ښه حالت کې یو، افغان ځواکونه وطن ساتلی شي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي دي چې امریکا افغانستان ته تندروۍ د ختمولو او په جنګ ځپلي هېواد کې د استحکام لپاره راغلې وه خو نږدې د شلو کلونو وروسته په دواړو مقاصدو کې ناکامه شوې ده. د حامد کرزي په خبره، مونږ ټول افغانان خپله ناکامي تسلیموو خو نړیوالې قواوې چې له کوم خاص مقصد لپاره دلته افغانستان ته راغلي وو نو پوښتنه یې وکړه چې دوي اوس مونږه په څه حال … نور ولولئ
افغانستان

محسن داوړ: د کاکړ سر کې ژور ټپ و، ښکاري هغه وژل شوی – چپ نه پاتې کېږو

د پاکستان په پارلمان کې د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وایي، چې عثمان کاکړ پر سر د ژور زخم له امله مړ شوی دی. نوموړی زیاتوي له دې ښکاري چې هغه وژل شوی دی. بلخوا د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند سیاستوال یوسف کاکړ د هغه له مرګ څو شیبې وروسته اعلان وکړ چې خپل کور کې پرې برید شوی و، خو نور جزیات یې ورنکړل، او له پلویانو یې وغوښتل چې له زغم … نور ولولئ
افغانستان

فضل الرحمن: د پاکستان دښمن افغانستان کې دی، پاکستان دې ځان وژغوري

په پاکستان کې د مذهبي او سیاسي ګوند مشر مولانا فضل الرحمن پر پاکستاني چارواکو غږ کړی دی چې د افغانستان په اړه پر خپلو پالیسیو بیا کتنه وکړي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې که چېرته پاکستان دا کار ونه کړي نو داسې وخت راتلونکی دی چې په افغانستان کې به ټول وي خو پاکستان به نه وي. هغه پرون ناوخته په پېښور کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې د … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

هغه کلیمې چې تاسو دروغجن ښيي

ژباړه: حماد هلال د دروغو ویلو نښې په خلکو کې بېلابېلې وي، خو ډېری دروغ ویوونکي خلک یو ډول جملې او کلیمې کاروي او د دې جملو په نظر کې نیولو سره د دروغجنو خلکو پېژندل اسانه کېږي. هغه عبارتونه چې تاسو دروغجن او بې باروه ښايي! د ډېر وخت لپاره دروغ ویل شخصي او کاري اړیکې خرابوي که چېرته ستاسو د چاپيریال خلکو پاملرنه دې ته واوړي، چې تاسو دروغجن یاست، په تاسو به … نور ولولئ