سپورټ

د IPL لیګ په اړه رسمې پرېکړه راتلونکې شنبه کیږي

د هند آی پي ایل سیالیو څوارلسم پړاو لیګ ۲۹ سیالۍ د هند په کوربتوب ترسره شوې، خو له هغه وروسته یې یو شمېر لوبغاړي په کورونا اخته شول او ددې لیګ ۳۱ لوبې تر نامعلومې نېټې پورې وځنډېدې. ددې لیګ تر ځنډېدو وروسته اسټرالیا، سریلانکا، انګلستان او متحده عربي اماراتو د هند کرکټ بورډ ته ویلې، تر څو ددې لیګ د پاتې لوبو کوربتوب ورکړي او ډاډ یې هم ورکړی، چې له هر ډول … نور ولولئ
سپورټ

د راشدخان توپ‌اچونې ته مخامخ درېدل، خورا سخت کار دی

یادي څرګندونې د هند کرکټ ملې لوبډلې او د هند په آی پي ایل لیګ کې د ګډونوالې لوبډلې «سنرایزر حیدراباد» تکړه ویکټ ساتونکي وریدهیمان ساها د کریک ټرېکر په نوم یوې هندۍ ورزشي پاڼې سره د مرکې پر مهال وکړې. ساها ویلې، که چیري موږ د کرکټ درې واړه فارمټونو ته وګورو، نو پر هر درې واړه فارمټونو کې د راشدخان توپ‌اچونې ته مخامخ درېدل خورا سخت کار دی. خبریال له هغه څه پوښتلې، … نور ولولئ
افغانستان

د امریکا سفارت او کابل د ساتلو لپاره سلګونه سرتېري پاتې کېږي

امریکا پر کابل د طالبانو د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره سلګونه سرتېري پرېږدي. ځینو بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې امریکا په کابل کې د ترکي ځواکونو په یوه نظامي اډه کې سلګونه سرتېري پرېږدي څو پر کابل د طالبانو د برید په صورت کې ددوی پر وړاندې اقدام وکړي. سرچینه زیاتوي، چې امریکا په دې اړه له ترکي چارواکو سره خبرې کړې دي خو تر دې دمه ترکیې له دغه پرېکړې سره موافقه نه … نور ولولئ
ژوند بڼه

د افغانانو او هندوانو د واده ګډ دودونه

دا چې د هندوستان هیواد د افغانستان له نږدې ګاونډیو هیوادونو څخه شمېرل کېږي او د دې دوه هیوادونو تر منځ له پخوا نه تر اوسه پورې راشه درشه ډېره ده نو ځکه یو له بل څخه اغېزمن دي. هند هغه هیواد دی، چې افغانانو پرې واکمني هم کړې او د هند ډېرې سیمې افغانانو فتحه کړي، نو ځکه له دې هیواد سره زموږ ژبنۍ او کلتوري اړیکې ډېرې دي او یو له بل څخه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د خجالت کېدو لامل څه دی؛ پرې د کامیابیدو لارې چارې

ژباړه: حماد هلال ځیني خلک نورو ته د نږدې کېدو په وخت  یا نور خلک چې کله دوی ته نږدې کېږي، دوی په دوام داره توګه وېره او عجیب احساس پیداکوي، دې  احساس ته خجالت یا شرمندګي وایي. خجالت د وېرې په وړاندې عکس العمل دی او څیړنې ښایې چې د دې لپاره نیورپسیولوژیک (په مغزو کې د یو ځانګړي عصبي لیږد کنټرول لاندې چلند تنظیم شوی)  شتون لري. شرمیدل د مور و پلار روزنې … نور ولولئ
ژوند بڼه

څنګه، د ژوند ملګري لپاره مینه ناک او زړه راښکوونکی اوسو؟

ژباړه: حماد هلال محبوبیت ارثي ندی، نو احتمالاً هغوی کوم څه ترسره کوي، چې د خلکو په زړه کې ځای نیسي. په دې لیکنه کې غواړو له ځینو هغو رازونو پرده پورته کړو او تاسو ته یې زده کړو، څنګه د هغه شخص زړه لاسته راوړئ چې مینه ورسره لرئ. هغه و ازمایئ مقابل لوري وازمایئ او هغه پرېږدئ چې تاسو وازمايي. ممکن چې خلک بې له دوکې او منفاقت هم د یو بل څخه … نور ولولئ
سینما او موسیقي

د بالیووډ نړۍ کې هغه ۲ اداکاران وپېژنئ چې د قران شریف حافظان دي

نن د هندۍ سينما دوه هغه نامتو څېرې در پېژنو، چې په فلمي نړۍ کې  ځانګړى ځای لري، او ورسره د قرآن پاک حافظان هم دي! ۱ـ قادر خان د هندي سينما یو مشهور او نه هېرېدونکې څېره قادر خان وو، چې په خټه پښتون، او خان په ١٩٣٧ کې د اکتوبر په ٢٢مه نېټه یې سترګې کابل کې وغړولې. د قادر خان پلار د قندهار ولایت و، چې هند ته کډه شوی وو او … نور ولولئ
خواړه

ځينې هغه څښاکونه چې د وينې د فشار کچه ښکته راولي

که انسانان د وينې لوړ فشار د ډېر لوړېدو مخنیوی ونه کړي کېدای شي دغه ناروغي د مرګ لامل شي. موږ تر دې دمه د وينې د لوړ فشار او دا چې څه ډول یې د خوړو او څښاکو په واسطه درملنه وکړو ډېرې خبرې اورېدلي دي. خو په نننۍ لیکنه کې تاسو ته درې داسې څښاکونه در پېژنو چې څښل یې د وينې د لوړ فشار نه مخنیوی کوي د لیکنې تر پایه مو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

کله چې مو لور پیدا شي؛ یوه پاکه اراده، احساس او اقدام 

کله چې راتلونکې کې مې لور پیدا شي د نورو په شان یې نه پټوم، د وۍ په ویلو سره یې نه غواړم ژوند پیل کړم. کله چې مې لور پیدا شي، د ماشومتوب نه دومره په غېږه کې نیسم ترڅو هیڅکله اړه نشي چې د نورو غېږه ته لاړه شي. زه نه غواړم یوازې د مور په حیث ورسره اوسم غواړم ملګرې یې اوسم کله چې کومه ستونزه ولري د دې پر ځای چې … نور ولولئ
سپورټ

بنګله دېش د کرکټ سوپر لیګ پړاو کې لومړی مقام خپل کړ

د بنګله دېش کرکټ لوبډلې له سریلانکا څخه د درېیوو یو ورځنیو لوبو لړۍ په ګټلو سره د کرکټ نړیوالې شورا نړیوال جام سوپرلیګ پړاو کې لومړی مقام خپل کړ. د بنګله دېش او سریلانکا ترمنځ درېیوو یو ورځنیو لوبو لړۍ د می په ۲۳ مه په بنګله دېش کې پیل کړې وه. لومړۍ لوبه بنګله دېش په ۳۳ منډو وګټله او دویمه لوبه هم بنګله دېش د می په ۲۵مه په ۱۰۳ منډو وګټله. … نور ولولئ