افغانستان

باجوه: تل مو د افغان سولې پروسې ملاتړ کړی

د پاکستاني پوځ مشر قمر جاوید باجوه له ولسمشر غني سره په لیدنه کې ویلي چې دوی تل د افغان دولت او خلکو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ کړی دی. فارس خبري اژانس د پاکستاني پوځ په حواله ویلي چې باجوه دا څرګندونې له ولسمشر غني سره په لیدنه کې کړې دي او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان امن نه یوازې د پاکستان بلکې د ټولې سیمې په ګټه دی او دوی … نور ولولئ
سپورټ

وروسته له ۳ کلونو هندۍ لوبډله سريلانکا ته ځي

د هندوستان کريکټ لوبډله د ۳ يو ورځنيو او ۳ شل اووريزو لوبو لپاره سريلانکا ته ځي. د هندوستان د کريکټ بورډ مشر سورب ګنګولې تېره اونۍ وويله چې لوبډله يې د لوبو لپاره سريلانکا ته ځي او تر هغه وروسته بيا انګلستان سره ټيسټ لوبې کوي. دا لوبي د مينوالو په نه شتون کې د کولمبو په يوه لوبغالې کې چې د پرماداسا په نامه دی ترسره کېږي . د سريلانکا د کريکټ بورډ … نور ولولئ
سپورټ

ازاده مبارزه؛ احمدولي هوتک د خپلي راتلونکې سیالۍ په اړه خبر ورکړ

د افغانستان د ازادي مبارزې تکړه او نامتو لوبغاړی احمدولي هوتک وايي، د روان ۲۰۲۱م کال د راتلونکې مې میاشتې په ۱۴مه نېټه به د اذربایجاني سیال اُرخان وایلیو پر وړاندي ولوبیږي. هوتک پر خپلې رسمې فیسبوک‌پاڼې ویلي، چې سیال یې پياوړی دی او په «TGFC» سازمان کې به ورسره سیالي وکړي. هوتک د یادي لوبې په اړه نور معلومات نه دي ورکړي، چې چېرته به ترسره شي، خو لوبه به یې د یک ټلوېزیون … نور ولولئ
روانې سلامتي

د انسان د بدن پينځه حیرانونکي حقیقتونه

نننۍ نړۍ ډېر پرمختګ کړی دی، او د همدغو پرمختګونو له امله موږ د خپل بدن ټول غړي پېژنو او د خپل بدن په ډېرو ځانګړنو پوهېږو. خو په دې باور ولرئ چې لا تر اوسه هم زموږ په بدن کې ځينې ځانګړنې شته چې موږ د هغو په اړه ډېر نه پوهېږو او يوازې ډېر لږ کسان د انسان د بدن په دغو ځانګړنو پوهېږي. په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته د انسان … نور ولولئ
کرونا

د نوبل جایزې ګټونکي؛ یوازې د کرونا واکسین مو نه شي ژغورلی

دوه پوهان چې د نوبل جایزې ګټونکي هم دي وايي؛ نړۍ تېروتلې ده چې فکر کوي د کورونا واکسین به موږ د کوويډ۱۹ له ناروغۍ څخه ژغوري، په داسې حال کې چې کورونا په هند کې له کنټروله وتلې ده. دغه دوه پوهان، يو یې ډاکټر ابیجیټ بانرجي او بل یې ډاکټر استر دوفلو نومېږي. دوی په دې باور دي چې چارواکي او پوهان باید په دې پوه شي چې د کورونا واکسین نړۍ له … نور ولولئ
افغانستان

خلیلزاد: وروستی تاوتریخوالی وحشتناک و، طالبان دې دایمي اوربند وکړي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی. نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي په افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستۍ کچه وحشتناکه او بوږنوونکې وه چې زیان یې عامو افغانانو ته رسېدلی دی. د هغه په خبره سره له دې چې د درې ورځني اوربند هرکلی کوي، خو افغانان دایمي اوربند غواړي او ښکېلې خواوې باید د خپل ولس غږ واوري. هغه … نور ولولئ
افغانستان

اروپایي ټولنې له افغانانو سره د خواخوږۍ په موخه خپل بیرغ راښکته کړ

خبر نن په ټول هیواد کې د وروستیو خورا خونړیو پيښو له امله ملي ماتم اعلان شوی دی. د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وړمه ورځ یوه ویډیوي پیغام کې وویل چې د پل علم، سید الشهدا او نورو خونړیو پيښو له امله نن سه شنبه په ټول هیواد او د نړۍ هر کونج کې د افغانستان اړوند ادارو کې به ملي ماتم اعلان او بیرغ نیمه ځوړند وي. اروپایي ټولنې هم په دې اړه … نور ولولئ
سپورټ

د نړۍ په لوبډلو کې مسلمان کرېکېټران او اغېز یې

د کرکټ په لوبغالو او لوبډلو کې ډېری مسلمان لوبغاړي هم ګډونوال دي او دغو مسلمانو لوبغاړو د کرکټ لوبو ته زینت وربښلی دی. یو خو هغه هېوادونه دي، چې مسلمان دي او لوبغاړي یې هم مسلمانان دي، لکه افغانستان، پاکستان، عرب، بنګله دېش. خو ځېنې کفري هېوادونه بیا هم په خپلو لوبډلو کې مسلمان پیاوړي لوبغاړي لري او لوبوي یې. د انګلستان، اسټرالیا، سویلي افریقا، هند، ویسټ انډیز لوبډلې په خپل ترکیب کې مسلمان … نور ولولئ
سپورټ

د اپرېل میاشتې غوره کرېکېټران څوک اعلان شول؟

  د کرکټ نړیوالې شورا د مې په لسمه د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د تېرې اپرېل میاشتې غوره کرکټ لوبغاړي د پاکستانۍ لوبډلې لوبډلمشر بابراعظم او د اسټرالیا پیاوړې لوبغاړې الیسا هیلي وپېژندل شول. بابراعظم په تېره میاشت کې د افریقا پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو کې ۲۲۸ منډې کړې وې، چې یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۱۰۳ وې. په افریقا پر وړاندې څلورو شل اوریزو لوبو کې یې ۳۰۵ … نور ولولئ
افغانستان

ارګ: د ملکیانو وژنه؛ یوازې په اختر نه، نورو ورځو کې هم جواز نه لري

ارګ وایي، چې د طالبانو له لوري د اختر په درېیو ورځو کې له اعلان شوي اوربنده خبر دي خو وایي چې د دوی او افغان ولس ټینګار پر دایمي او واقعي اوربند دی. د ارګ له لوري په همدې تړاو خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، تاوتریخوالی، د ملکي وګړو قتل او وژنه، د زیربناوو او عامه ځایونو ویجاړول نه یواځې د اختر، بلکې په نورو ورځو کې هم شرعي جواز نه لري. خبرپاڼې زیاته … نور ولولئ