سپورټ

د پاکستان سوپرلیګ د پاتې لوبو ترسره کېدو ځای وټاکل شو

د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو سیالۍ، چې د کورونا وبا له امله ځنډول شوي، د پاکستان پر ځای د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې ترسره کیږي. د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو ۱۴ لوبې د پاکستان په کراچي ښار کې ترسره شوې، خو په کورونا ویروس د یو شمېر لوبغاړو تر اخته کېدو وروسته د پاکستان کرکټ بورډ پرېکړه وکړه، چې سیالۍ وځنډوي. اوس تازه راپورونه ورکړل شوي، چې ددې لیګ پاتې ۲۰ لوبې … نور ولولئ
افغانستان

بلېنکن او قریشي پر افغان سوله غږېدلي

د راپورونو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره تلیفوني خبرې کړې دي. په دې تلیفوني خبرو کې پاکستان یو ځل بیا ټینګار کړی چې له افغان سولې سره بشپړې همکارۍ ته تیار دي او هڅه کوي په دغه پروسه کې رغنده رول ولوبوي. قریشي ویلي دوی ددې ملاتړي دي چې طالبان دایمي اوربند ته تیار شي او روانه جګړه د خبرو … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

ولې ځينې نوي زېږېدلي ماشومان وېښتان لري او ځينې یې نه لري!؟

پخوانيو خلکو په دې عقیده درلوده چې د اومېندوارۍ پر مهال که د اومېندوارې ښځې معده اسيدي يا تېزابي شي نو د ماشوم پر سر به یې تر زېږون وروسته ډېر وېښتان وي. په ۲۰۰۶ کال کې څېړونکو په دې اړه څېړنې وکړې، دغو څېړونکو ۲۸ اومېندوارې مېرمنې چې د اومېندوارۍ پر مهال یې معدې سوځېدې، د څېړنو په پایله کې دا ښکاره شوه چې تر زېږون وروسته د ۲۸ ماشومانو له ډلې د ۲۳ … نور ولولئ
افغانستان

دفاع وزارت: په درې ورځني اوربند کې ۵۱ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

دفاع وزرات وایي چې وسله والو طالبانو د هېواد په ډېریو ولایتونو کې د اختر درې ورځنی اوربند نقض کړی او په یو شمېر سیمو کې یې پر امنیتي ځواکونو بریدونه کړي دي. د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي، چې د اختر په درېو ورځو کې د وسله والو طالبانو له لوري۲۱ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۳۳ نور ټپيان شوي دي. دفاع وزارت همداراز د طالبانو د بریدونو پر وړاندې د … نور ولولئ
سپورټ

وریندر سېواګ: له شکه پرته راشدخان د IPL غوره توپ‌اچونکی دی

د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبغاړي او د هند آی پي ایل سیالیو کې د پنجاب کینګز لوبډلې روزونکي وریندر سېواګ ویلې، له شکه پرته راشدخان ارمان د آی پي ایل لیګ تر ټولو غوره توپ‌اچونکی دی. کریک بز ویبپاڼې پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې ویډیو خپره کړې، چې پکې خبریال د یو شمېر پخوانیو لوبغاړو، روزونکو او د لوبو کمینټریټرانو څخه د راشدخان د وړتیاوو پوښتنه کوي، چې وریندر سېواګ یې په اړه … نور ولولئ
افغانستان

په ګڼو ولایتونو کې تر اوربند وروسته د طالبانو او افغان پوځ ترمنځ نښتې شوې

د اوربند له پای ته رسېدو سره سم د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د طالبانو او افغان پوځ ترمنځ نښتې پیل شوې دي. د راپورونو له مخې په هلمند، کندوز او ځینو نورو سیمو کې طالبانو تهاجمي بریدونه پيل کړي چې د افغان ځواکونو له غبرګون سره مخ شوي او دواړو لورو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده. ملي دفاع وزارت هم ددغه بریدونو د تایید تر څنګ پر طالبانو تور پورې کوي چې … نور ولولئ
سپورټ

شعیب ملک: پاکستاني لوبغاړي د اړیکو په اساس غوره کیږي

د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه توپوهونکي شعیب ملک په خپلو تازه څرګندونو کې د پاکستان پر کرکټ بورډ تورونه لګولي، چې ګواګي؛ دا بورډ ملي لوبډلې ته لوبغاړي د اړیکو په اساس غوره کوي.   د «CRICKET NEXT» د راپور له مخې شعیب ملک ویلي، لوبغاړي باید د هغوی د وړتیاوو په اساس غوره شي، خو پاکستان کرکټ بورډ یې اجرااًتو او وړتیاوو ته نه ګوري، خو د اړیکو په اساس یې ټاکي. … نور ولولئ
سپورټ

ټیسټ لوبډله کې پر نه اخیستل کېدو بنوېشور کُمار غبرګون ښوودلی

هند کرکټ ملې لوبډله د سریلانکا سره د دریو یو ورځنو او دریو بیا شل اوریزه لوبو ترڅنګ، د ټیسټ لوبو اتلولیو پایلوبه د نیوزیلینډ سره په انګلستان کې او د انګلستان سره په انګلستان کې ټیسټ لوبې لري، چې یادو دوو سفرونو ته هند کرکټ بورډ څو ورځې مخکې دوې جلا ـ جلا لوبډلې اعلان کړې.   د سریلانکا پر وړاندې درې یو ورځنیو او شل اوریزه لوبو ته اعلان شوې لوبډله   شکرداوان، … نور ولولئ
سپورټ

وهاب ریاض: هیڅ لیګ باید IPL سره پرتله نشي

د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې تېز توپ‌اچونکي وهاب ریاض په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې د هند آی پي ایل سیالۍ باید د هیڅ لیګ سره پرتله نشي؛ ځکه دا لیګ د نورو سره هیڅ د پرتلې وړ نه دی. وهاب ریاض زیاته کړې، آی پي ایل هغه لیګ دی، چې د نړۍ تکړه لوبغاړي پکښي لوبیږي، نو آی پي ایل د پاکستان سوپرلیګ ترڅنګ د هیڅ لیګ سره نشو پرته کولای او … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني: قومي مشران دې طالبان مجبور کړي، چې په لویه جرګه کې ګډون وکړي

ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی دی چې په پوره جرات جګړه ودروي او د سولې خبرو ته را مخ ته شي. ولسمشر تېره ورځ ناوخته په ارګ کې له قومي مشرانو او مخورو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې حکومت د جګړې ختمولو ته ژمن دی خو طالبانو تر اوسه سولې ته خپله ژمنتیا نه ده ثابته کړې. د نوموړي په خبره که طالبان په رښتیا د سولې غوښتونکي وي … نور ولولئ