خوندیتوب

په روژه کې د یخو اوبو څښلو زیانونه؛د هاضمي او دفاعي سیسټم زیانمنوي

  یخې اوبه، په ځانګړي ډول روژه کې د تندې ماتولو تر ټولو غوره وسیله ګڼل کېږي،خو ایا کله مو هم فکر کړی چې روژه کې د یخو اوبو څښل، ستاسې بدن او روغتیا ته بې شمېره زیانونه لري؟ دلته مو له ځينو هغو لاملونو سره چې له امله يي باید روژه کې یخې اوبه ونه څښل شي، اشنا کوو: ۱. د هاضمې سیستم اغېزمنوي روژه کې د يخو اوبه څښل د وینې رګونو تنګولو … نور ولولئ
سپورټ

جلال اباد کې د رمضان جام سیالۍ جریان لري

د روژې په یوولسمه د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه سراج العمارت بڼ کې د رمضان جام سیالۍ پیل شوي دي. دا لوبې د مسلمیار ګروپ د یونیم میلیون افغانیو په مالي لګښت تمویل شوي دي، چې د جلال اباد ښار د اته مخکښو کرکټ کلبونو ترمنځ جریان لري. هره لوبډله اتلس لوبغاړي لري، چې هره لوبډله په یوه لوبه کې یوولس لوبغاړي لوبوي. دا لوبې د شپې لخوا د لمانځه څخه وروسته پیلیږي … نور ولولئ
سپورټ

د ډېوېډ ورانر تېروتنې حیدراباد په سوپر اوور کې مات کړ

د آی پي اېل په شلمه لوبه کې جالبه سیالي ترسره شوه، چې پکې لومړی د منډې مساوي او بیا لوبه سوپر اوور ته ولاړه. د لوبې حال ډیلي لومړی توپوهنه وکړه، دې لوبډلې په شل اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره د پرېتوي شاو د ۵۳ منډو په مرسته ۱۵۹ منډې وکړې او حیدراباد ته یې ۱۶۰ منډې هدف ورکړ. راشدخان په ۴ اورونو کې ۳۱ منډې ورکړې او یوه وېکټ یې … نور ولولئ
ژوند بڼه

د سویلي افریقا کرکټ لوبډلې ځوان لوبغاړي اسلام قبول کړ

هغه ۲۶ کاله عمر لري او دا د افریقا دویم لوبغاړی دی چې د اسلام حقيقي او مقدس دین مني. کله چې پرون سهار د ( ۲۰۲۱ د اپرېل په ۲۵ مه )  فرچون خپلې مېرمنې میشک ایسن سره واده وکړ؛ له دې سره یې جوخت اسلام هم قبول کړ. هغه د افریقا لپاره یوه یو ورځنۍ، ۷ شل اوریزې لوبې کړي او ۶ وېکټې یې اخیستي دي. نوموړی ځوان لوبغاړی دی، چې په کیڼ … نور ولولئ
سپورټ

پټېل د آی پي اېل په تاریخ کې په اوور کې د زیاتو منډو ورکولو ریکارډ جوړ کړ

له ۲۰۰۸ کال راهیسې د آی پي اېل په تاریخ کې تر ټولو بدترین اوور د بنګلور لوبډلې چټک توپ اچوونکي هارشل پټېل وکړ. نوموړي د چینای خلاف لوبه کې په وروستي اوور کې د ۳۷ منډې ورکړې او جدیجا یې د آی پي اېل کېریئر ورتباه کړ. د وروستي اوور حال د چینای لوبډلې په ۱۹ اورونوکې ۱۵۴ منډې وې او لوبغاړي یې اوټ وو. جدیجا او ایم ایس ډوني کریز یا ویشتن ځای … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ځینې خلک پر نورو بې ځایه امریت او مشري خوښوي، خو څنګه ترې ځان وژغورو

ځینې خلک پر نورو د امرونو او حکمونو له چلولو سره ځانګړې علاقه لري او ډیر کله هڅه کوي چې په هره چاره کې پر نورو خپل امرونه او حکمونه عملي کړي. له دا ډول خلکو څنګه ځان خلاصولی شو؟

… نور ولولئ

افغانستان

هرات: په طالبانو د ځانمرګو بریدونو خپلې ډیپو چاودنه کړې

د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې پر طالبانو د ځانمرګو واسکټونو خپله ډيپو چاودلې ده. د هرات والي سید وحید قتالي ویلي، طالبان د پښتون زرغون ولسوالۍ اړوند مار آباد کلي په یوه جومات کې پر ماین جوړولو بوخت وو، چې خپل ماین پرې چاودنه کړې. د هغه په خبره یاده پېښه نن له غرمې وړاندې رامنځته شوې، چې پر مهال یې شل طالبان وژل شوي دي. په ورته وخت کې لغمان کې شل … نور ولولئ
په زړه پورې

سترګې خبرې کوي؛ د سترګو لید په اړه مو څو ځانګړنې

ژباړه: حماد هلال د سترګو لید په لاشعور کې یوه پیاوړې اړیکه جوړوي، چې دا اړیکه د نقاشي شوو سترګو او عکسونو سره هم جوړېدای شي. دا واقیعت د کورنل پوهنتون څېړونکو ثابت کړو. دې څېړونکو د سوۍ عکسونه د کورن فلکس تریکس په بکسونو ولږول او له لویانو یې وغوښتل چې د دې بکسونو څخه یو وټاکي، څېړونکو هغه پایله لاسته راوړه چې غوښتله یې. ډېری خلکو د هغې سوۍ عکس ټاکلی و، چې … نور ولولئ
په زړه پورې

 ۹۱ سانتي قد لرونکي سړي له ۱۶۳ قد لرونکې مېرمنه سره واده وکړ!

ژباړه: حماد هلال د یو ټیټ قدي بریتانوي سړي واده له يوې لوړ قدې استادې سره ترسره شو، دا ځوان له یو متر کم قد لري. د دې لوړې قدې مېرمنې واده د ټيټ قدي سړي سره د هغه د بریاوو په اساس و. اوس د پانتومیم جمیز د ۹۱ سانتي قد لرلو سره د ۱۶۳ قد لرونکې مېرمنې سره په واده کولو د خبرونو سره ټکي شو. د دواړو د واده مراسم د بریتانیا … نور ولولئ
افغانستان

صالح: ملګري ملتونه دې د پاکستان او طالبانو پر بشري جنایت سترګې نه پټوي

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وایي چې ملګري ملتونه دې د پاکستان او طالبانو په لاس د امونیم نایتریت او نورو چاودېدونکو توکو په پایله کې پر بشري ضد جنایتونو سترګې نه پټوي. صالح په تازه ټویټ پیغامونو کې ویلي چې طالبانو د پاکستان لخوا د ورکړل شوي امونیم نایتریت او نورو چاودیدونکو توکو څخه په ګټه اخیستنې سره په پراخه کچه د سړک غاړې او نورو ماینونو کارولو ته د نظامي او ملکي … نور ولولئ