افغانستان

ولسمشر غني طالبانو ته: بهرنیان وځي اوس څوک وژنئ او څه له منځه وړئ

ولسمشر غني په هېواد کې د ملکي تلفاتو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې د ورځې ګڼ شمېر افغانان د طالبانو له لوري د ښخو شویو ماینونو د چاودنو په پایله کې خپل ژوند بایلي. نوموړي د اوبو او برېښنا اوونۍ پروګرام ته د خبرو پر مهال وویل چې کلونه مخکې نړیوال حرکت رامنځته شو چې د ماینونو له فرش کولو مخنیوی وشي؛ افغانستان دا هوکړه په ویاړ سره لاسلیک … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان سوپرلیګ ته یوځلې بیا لوبغاړي اخیستل کیږي

د پاکستان د کرکټ غوره لیګ شپږم پړاو سیالۍ«PSL» چې د روان ۲۰۲۱م کال د فیبرورۍ میاشتې په ۲۰مه نېټه د شپږ لوبډلو ترمنځ پيل شوي وې تر ۱۴ لوبو کولو وروسته کورونا ویروس له امله وځنډېدې. اوس تازه راپورونه وايي، چي ددې لیګ ځنډېدلې لوبې به د جون میاشتې په دویمه نېټه پيل شي او تر شلمي نېټې پوري به دوام وکړي، چې ددې لیګ د اُصولو سره سم لوبډلې او لوبغاړي بیا مکلفې … نور ولولئ
نړۍ

اردوغان: امریکا دې د بل تر تورنولو مخکې خپل ګریوان ته سر ټیټ کړي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د امریکا ولسمشر جو بایډن ته په خطاب کې ویلي، مخکې له دې چې پر ترکیې د ډله ییزې وژنې تور پورې کړې په خپل ګریوان کې سر ښکته کړه. د اردوغان اشاره د امریکا د میلیونونو اصلي اوسېدونکو وژنې ته وه. اردوغان دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د تېرې یکشنبې په ورځ د یو رسمي بیان په خپرولو سره د لومړۍ … نور ولولئ
افغانستان

روغتیا وزارت: افغانستان د کرونا له درېیمې خطرناکې څپې سره مخ دی

وروسته تر هغه چې په وروستیو څو ورځو کې په هېواد کې د کرونا وبا د مثبتو پېښو شمېر یو ځل بیا ډېر شوی دی د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح ویلي چې افغانستان د کرونا وبا له درېیمې څپې سره مخ دی. هغه ټینګار کړی چې د کرونا دویمه څپه تر اولې او درېیمه به یې تر دویمې هغې ډېره خطرناکه وي. نوموړي پر هېوادوالو غږ کړی دی چې روغتیایي سپارښتنو ته جدي … نور ولولئ
افغانستان

ملي امنیت ریاست: د داعش ډلې ډېری جنګیالي پاکستانیان دي

د هېواد د ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیا سراج وایي چې په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونه له جدي ننګونو سره مخ دي او په وینا یې دا ډله نه شي کولی چې په هېواد کې خپلې ریښې وغځوي. سراج زیاته کړې، چې د داعش ډلې ډېری جنګیالي پاکستانیان دي. د نوموړي په خبره، چې طالبان سولې ته هیڅ اراده نه لري او په بېلو پلمو د جګړې دوام ته زمینه برابروي. سراج … نور ولولئ
سپورټ

پات کومینز له هندي حکومت سره د ۵۰ زره ډالرو مرسته وکړه

د اسټرالیا د کرکټ ملې لوبډلې او د هند په آی پي ایل سیالیو کې د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې چټک توپ اچونکي پات کومینز په هندوستان هیواد کې د مرسته رسولو له صندوق سره د ۵۰ زره امریکايي ډالرو مرسته کړې، چې د کورونا ویروس په مخنیوي کې د هندي وګړو سره مرسته وکړي. پات کومینز پر خپلې رسمې ټویټر پاڼې لیکلې، موږ ته د لوبغاړو په توګه دا مناسبه ده، چي په دې … نور ولولئ
افغانستان

عمر داودزی: پاکستان پوهه شوی، چې امن افغانستان کې یې ګټې خوندي دي

د پاکستان لپاره د ولسمشر ځانګړي استازي عمر داوودزی وایي، چې پاکستاني پلاوي په کابل کې د خپل سفر په لړ کې له ګڼو افغان چارواکو سره کتلي دي. د هغه په خبره په دې سفر کې تر ډېره دواړو لورو د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي. داودزی زیاتوي، چې افغان او پاکستاني لوري توافق کړی دی چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د اړیکو د رغولو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ذهني فشار څه شی دی، کومې نښانې لرې او ترې د رغیدو لارې چارې

ژباړه: حماد هلال ذهني فشار پدې مانا دی چې د معز په ګډون ټول بدن له جدي ګواښ سره مخ دی، چې ټول بدن په حرکت راځي. د تیښتې یا د فاع لپاره د زړه ضربان ډېرېږي او یو میتابولیزم منځ ته راځي چې ټول عضلات په اسانۍ سره انرژۍ ته لاس رسی پیداکړي. کله چې ذهن غواړي د یو ګواښوونکي حالت څخه ځان وژغوري، حواس ګړندیتوب پیداکوي. د انسان د بدن عکس العمل د … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: افغانستان کې د هر خطر پر وړاندې چمتوالی لرو

پنټاګون یو ځل بیا وایي، چې له افغانستان د سرتېرو د ایستلو پر مهال د هر ډول احتمالي ګواښ او خطر پر وړاندې تیاری لري. د پنټاګون ویاند جان کربي په تازه څرګندونو کې ویلي، د امریکا ددفاع وزارت پلانوونکو د ټولو هغه احتمالي خطرونو وړاندوینه کړې او پر وړاندې یې تیاری لري چې د طالبانو له لوري به د ځواکونو د ایستلو پر مهال پېښېږي. د هغه په خبره په منځني ختیځ کې یې … نور ولولئ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت: له هند سره دې له تګ راتګ ډډه وشي

بهرنیو چارو وزارت له هند سره پر تګ راتګ محدودیت وضع کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دا چې په هند کې د کرونا درېیمه څپه روانه ده او په دغه هېواد کې یې ناورین رامنځ ته کړی نو افغان وګړو ته په کار ده چې له دغه هېواد سره له غیر ضروري تګ راتګ ډډه وکړي. په اعلامیه کې همدا راز راغلي چې له بهره هېواد … نور ولولئ