افغانستان

امریکايي بنسټونه: بایډن دې ژر تر ژر خپل سرتېري وباسي

په امریکا کې ځايي ګڼو بنسټونو د جوبایډن له حکومته غوښتي چې نور دې له افغانستان امریکايي سرتېري وباسي. امریکا کې د سرتېرو له حقونو د دفاع، پخوانیو پوځيانو، د پوځیانو د کورنیو اړوند او جګړې ضد ګڼو بنسټونو په یوه لیک کې له ولسمشر جو بایډن غوښتي چې د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې د هوکړې پر بنسټ دې خپل سرتېري نور وباسي. د طالبانو او امریکا تر منځ تېر کال د … نور ولولئ
سپورټ

د افریقا او پاکستان وروستۍ لوبه؛ د چا لپاره به سخته وي؟

د افریقا او پاکستان کرکټ لوبډلو دوه یو ورځنۍ لوبې کړي، چې یوه یې پاکستان او بله یې افریقا ګټلې ده، دواړه لوبډلې نن دولس نیمې بجې وروستۍ یو ورځنۍ لوبه په افریقا کې ترسره کوي او دا لوبه چې هره لوبډله وګټي، سیریز یې په بریا تمامېږي. د تېرې جمعې په ورځ لوبه کې د افریقا لپاره کوېنټن ډیکاک، ټېمبا بووما، رسي ونډر ډوسین او ډېوېډ مېلر ښه توپ وهنه کړې وه او ټارګېټ … نور ولولئ
سیاست

ويوسا عثماني د کوزوو هیواد ولسمشره شوه؛ وايي اړیکو رغولو ته کار کوو

“ويوسا عثماني سدریو “په ختیځه اروپا کې د يو کوچني جمهوریت” کوزوو ” (Kosovo)ولسمشرۍ ته په پارلمان کې د رایې اخستو له لارې ورسيده. کوزوو(Kosovo)په ختیځه اروپا کې د بالکان هېوادونو د څه کم و ډېر دوه ملیونو وګړو لرونکی هېواد دی، چې په ٢٠٠٨ کال کې یې په یو اړخیز ډول له “سربیا” څخه خپلواکي اعلان کړه، خو تر دې دمه د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د چین او روسیې ترمنځ … نور ولولئ
روانې سلامتي

د روغتيا نړيواله ورځ او د ښه صحت لپاره د کاجل ديوګن لارښوونې

د ۲۰۲۱ز د اپريل ۷مه د روغتيا د نړيوالې ورځې سره برابره ده،دا ورځ په نړيواله کچه په رسمي او غير رسمي ډول لمانځل کېږي. د ۲۰۱۹ز راهيسې د کرونا وېروس اغېز په ټوله نړۍ کې خورا زيات دی او په ميليونونو کسان پدې ناروغۍ اخته سوه ،لاهم اخته کېږي،مړه کېږي او جوړېږي. په هرصورت،په دې هم ښه خبر يوو چې د هرڅه ترڅنګ سېنما هم د کرونا وېروس له امله وځپل سوه او ډېر … نور ولولئ
سپورټ

حسین بخش روسي سیال ته په روسیه کې ماتې ورکړه

د افغانستان د ازادي مبارزې نامتو لوبغاړي حسین بخش صفري پرون سې شنبه د روسي سیال پر وړاندې د روسیې په مسکو ښار کې ولوبېد، چې هغه یې په خپل کوربتوب له ماتې سره مخ کړ.   د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د یادي بریا په پار ټولو هیوادوالو، د ورزش مینوالو او خپله حسین بخش صفري ته مبارکي ویلې.   په افغانستان کې د ازادي مبارزې ګڼ شمېر … نور ولولئ
سپورټ

په کابل کې تر نولس کلنو کم عمره لوبډلې تمریناتي کمپ

کرکټ بورډ ویلي چې په کابل نړیوال لوبغالي کې یې له نولس کلنو کم عمره لوبغاړو لپاره د لس ورځني تمریناتي کمپ زمینه برابره کړې او د اپرېل په شپږمه نېټه د سه شنبې په ورځ پیل شو. کرکټ بورډ د دې کمپ په اړه خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي؛ « د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي څانګې له لوري له نولس کلنو کم عمره لوبغاړو لپاره کابل کرکټ لوبغالي کې د مهارتونو لوړولو په … نور ولولئ
افغانستان

سرګي لاوروف د افغان سولې په تړاو پاکستان ته په دوه ورځني سفر تللی

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د افغان سولې په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته تللی دی. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې سرګي لاوروف په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته رسېدلی دی او د سفر ستره موخه یې هم پر افغان سوله له پاکستاني چارواکو سره خبرې کول دي. لاوروف به له پاکستان وغواړي چې په رښتینې توګه له افغان سولې سره همکاري وکړي او په دې توګه دلته روانه خونړۍ … نور ولولئ
افغانستان

اروپایي ټولنه: افغانستان کې د تلپاتې سولې د راتلو لپاره هڅه کوو

اروپایي ټولنې یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره د خپلو هڅو د دوام ډاډ ورکړی دی. د اروپایي ټولنې استازي ارنولډ پاولز د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره په لیدنه کې ویلي چې اروپایي ټولنه به په افغانستان کې د تلپاتې او عادلانه سولې ټینګښت برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو دغه راز د … نور ولولئ
سپورټ

د فخرزمان رن اوټ کې کوېنټن ډیکاک جعل کاري کړې

د پاکستان زیاتره رسنیو د فخرزمان د رن اوټ په اړه تبصرې کړي دي او په دې رن اوټ کې یې د افریقا د وېکټ ساتونکي کوېنټن ډیکاک جعل کارۍ ته اشاره شوې ده. لوبه داسې وه، چې په ۱۷ توپونو ۳۷ منډې پاتې وې او فخرزمان دا مهال په ۱۹۳ منډو لوبېده. نوموړي توپ د ایکسټرا کور پر لور ولوباوه، یوه منډه یې جوړه کړه او د دویمې منډې لپاره هم د ویشتن ځای … نور ولولئ
افغانستان

د شګوفه نورزۍ د ژوند اړخونه: سردار داوود له سیاست اغیزمنه یم

شګوفه نورزۍ د ښاغلي حاجي ولي جان نورزي لور د هلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ اوسېدونکې ده، چې په ۱۳۷۲کال د ګرمسیر په حسین اباد کلي کې زېږېدلې ده. شګوفې په ماشومتوب کې د خپلو دینې زده‌کړو تر بشپړولو وروسته له خپل پلار سره لشکرګاه ته لاړه، او هلته یې خپلې عصري زده کړې پیل کړې. نورزۍ په ۱۳۹۲ کال کې له ښوونځۍ څخه د فراغت وروسته د هلمند ولایت حقوقو پوهنځي ته بریالۍ شوه، … نور ولولئ