روانې سلامتي

بنګلور په لومړي ځل د آی پي اېل لومړۍ لوبه وګټله

د آی پي اېل لومړۍ لوبه د رایل چلېنجرز بنګلور او ممبيي انډیئنز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د بنګلور لوبډلمشر ویرات کولي د ټاس په ګټلو سره لومړی توپ اچونه وکړه. د ممبيي لوبډلې په شل اورونو کې د کرېس لیین د ۴۹ منډو په مرسته ۱۵۹ منډې وکړې او بنګلور ته یې ۱۶۰ منډې هدف ورکړ. هارشل پټېل د ممبيي پنځه لوبغاړي وسوځول. بنګلور لوبډلې هدف په وروستي اوور کې د اې بي ډیویلیرس … نور ولولئ
روانې سلامتي

ممبی انډينز لوبډله د هیټریک په لټه کې ده

د ممبيي لوبډله د آی پي اېل په تاریخ کې تر ټولو بریالۍ ده، چې پنځه اتلولۍ یې ګټلي دي، په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کې یې پرله پسې دوه اتلولۍ ترلاسه کړې. اوس د ممبيي لوبډلې لوبغاړي او مشرتابه وایي، دوی په دې لټه کې دي، چې درېیمه پرله پسې بریا خپله کړي او د اتلولیو هیټریک وکړي. دا لوبډله ادعا کوي، چې تېرو کلونو کې یې خورا ښې لوبې کړي او تر ټولو یې … نور ولولئ
سپورټ

د آی پي اېل په تاریخ کې هیټریکونه

سټار سپورټس په نامه چېنل د آی پي اېل په ۱۳ پړاوونو کې د هیټریکونو د ترسره کولو په اړه معلومات راټول کړي دي، خو په دې هیټرېکونو کې د ۲۰۱۵، ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰ هیټریکونه نه دي جمع شوي. ۲۰۰۸ کې هیټریکونه لکشمیپاتي بالاجي، امېت مېشرا او مکایا اېن ټیني په دې کال کې هیټریکونه کړي دي. دا د آی پي اېل لومړی پړاو و، چې د هندوستان چټک بالر بالاجي پکې د پنجاب لوبډلې … نور ولولئ
سپورټ

برېټلي په آی پي اېل کې د پوجارا په اخېستلو انتقاد کړی

د اسټرالیا چټک بالر او اوسني کرکټ مبصر برېټ لي په آی پي اېل کې د هندوستان د ټېسټ کرېکېټر چټېشور پوجارا په اخېستلو انتقاد کړی دی. نوموړي ویلي چې د چینای سوپرکېنګز لوبډلې هغه پېرلی او بله غټه خبره دا ده، چې هغه به په یوولس کسیز نوملړ کې اخېستل کېږي او لوبېږي به. د برېټلي په وېنا دا خو څه ټېسټ کرکټ نه دی، چې پوجارا پکې لوبېږي، بلکې دا شل اوریز کرکټ … نور ولولئ
افغانستان

روغتیا سازمان: افغانستان کې د کرونا مخنیوي ته اندېښمن یو

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د کرونا وبا د مخنیوي لپاره د روغتیايي لارښوونو نه ‌رعایتول د ټولنې لپاره ګواښ رامنځته کوي. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د سمون اداره یا اوچا په یوه خبرپانه کې ویلي، چې د روغتیا نړیوال سازمان له دې کبله اندېښنه لري چې په افغانستان کې عموماً خلک د ماسک د اغوستو او د ټولنیز واټن د ساتنې مقررات نه ‌مراعاتوي. دې سازمان همداراز د کرونا … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

هېڅوک په چا پسې نه مري !

“هېڅوک په چا پسې نه مري” دا یو مشهور متل دی، او خلک یې هغه مهال په خپلو خبرو کې کاروي چې يو څوک د خپل ژوند تر ټولو نيږدې تن له لاسه ورکوي او هغه پسې خپګان کوي. دا رښتیا ده چې هېڅوک په چا پسې نه دي مړه شوي، خلک مري، خواخوږي او دوستان یې پاتې کېږي او د هغه چا له غمه نه مري چې اوس تر خاورو لاندې دي، خو دا … نور ولولئ
د ماشوم نړۍ

نړۍ کې د غبرګونو ماشومانو شمېر لوړ شوی

ژباړه: د نړيوالو څېړنو پر بنسټ، هر کال په نړۍ کې شاوخوا ۱.۶میليونه غبرګوني ماشومان زېږېږي. له ۱۹۸۰ لسیزې را په دېخوا، د غبرګو ماشومانو شمېر ۳برابره لوړ شوی دی او د زېږون په هرو ۱۰۰۰ پېښو کې ۴۲ يې غبرګ زېږېدلي ماشومان دي. دا په دې معنا ده چې هر کال ۱.۶ میليون غبرګ ماشومان نړۍ ته سترګې غړوي. د اکسفورډ پوهنتون يو پروفيسور، کریسټین مونډن چې د دغې څېړنې سرڅېړونکی دی وايي:” زموږ … نور ولولئ
ادبیات

د علمي ژبې او ادبیاتو ترمنځ توپیر

لیکنه او راټولونه: تر هر څه وړاندې ژبه د اړیکو د جوړولو وسیله ده او په ادبیاتو کې د اړیکو د ټینګولو لپاره تر ټولو اړینه وسیله ژبه ده. د ژبې او ادبیاتو ترمینځ یوه نه شلېدونکې اړیکه شتون لري او په حقیقت کې د ادبیاتو تر ټولو اړین توکی ژبه ده. همداسې چې د نقاشۍ لپاره رنګ ته اړتيا ده د ادبیاتو لپاره ژبې ته اړتيا ده. خو ژبه او ادبیات ځینې توپیرونه هم … نور ولولئ
افغانستان

ولسي جرګه د شنبې په ورځ امنیتي چارواکي احضاروي

ولسي جرګه کابل ته د پاکستان پارلمان د ریيس الوتکې ته د اجازې نه ورکولو له امله امنیتي چارواکي احضاروي. د ولسي جرګې د دارالانشا له خوا پارلماني چارو وزارت ته په استول شوي مکتوب کې ویل شوي دا چې د نا معلومو دلایلو له امله د پاکستان پارلماني پلاوي الوتکې ته د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې د ناستې اجازه نه ده ورکړل شوې باید اړوند مسوولان یې په اړه وضاحت ورکړي. په … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان د کريکټ نړيوالي شورا مياشتنۍ جائزې ته نوماند دی 

د کرکټ نړیوالې شورا د تېرې مارچ میاشت لپاره غوره لوبغاړي اعلانوي، چې راشدخان هم پکې نوماند دی. تاسې څه فکر کوئ، چې راشدخان به زیاتې رایې یوسي، تر څو د میاشتې غوره لوبغاړی اعلان شي؟ د کرکټ نړیوالې شورا د نارینه وو له جملې څخه راشدخان، بونېشور کومار او د زِمبابوې شان ویلیمس نوماند کړي دي. په دې درېیوو لوبغاړو کې به یو د میاشتې غوره لوبغاړی اعلانېږي او جایزه به ورکول کېږي. همدرانګه … نور ولولئ