افغانستان

طالبان: ترکیه کې جوړیدونکي ناستې ته چمتو نه یو

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر نعیم ویلي چې دوی د اپریل میاشتې په ۱۶مه نېټه په ترکیه کې جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون ته چمتووالی نه لري. نوموړي زیاته کړې چې که له دې وروسته پر بل تاریخ غونډه جوړیږي، په اړه یې د دوی مشوره روانه ده او کله چې پرېکړې ته ورسېدل نو اعلان به یې کړي. افغان حکومت تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی. دا په داسې … نور ولولئ
ژوند بڼه

ولې ډېری کورنۍ په ولور اخیستو د خپلو لوڼو ژوند بربادوي

د ژوند ډیر داسې پړاوونه شته چې انسان په کې ځان راحت او خوشبخت بولي خو د ځینو خوشبختیو او خوشالیو ترلاسه کولو لپاره باید ډیر درانده او سخت کارونه وکړې. زمونږ په پښتنه ټولنه کې د هلک او جینۍ لپاره مهمه خوشحالي د کوژدن یا نامزدۍ دور دی، چې د رواجونو له امله د ځینو یوه لویه ستونزه یې “ولور” دی. ولور هغه ملاماتونکی بار دی؛ چې ډير ځوانان یې د پوره کولو لپاره … نور ولولئ
سینما او موسیقي

ځايي چارواکو په هرات کې وجهې او فريد رستګار ته د کنسرت اجازه نده ورکړې

افغانه مشهوره سندرغاړې وجهه راستګار وايي چې د هرات والي يې د کنسرت مخه نېولې. وجهې بې بې سي ته ويلي چې دې او خاوند يې غوښتل چې د هرات په تخت سفر کې چې د خلکو د مېلې او منظرې سيمه ده کنسرت ورکړي، خو د هرات والي ورته اجازه نده ورکړې. ددې په وينا غوښتل يې چې د تېرې پنجشنبې په ورځ دا پروګرام ترسره کړي او هرچا کولای سوه چې بېله ټکټونو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

کوم وګړي ناروغه دي؟ د حکیم او سقراط خبرې

یوه ورځ سقراط یو حکیم ولید چې ډېر خفه او متاثره وو. د خفګان علت یې تري وپوښت: هغه نفر ځواب ورکړ، په لاره راتلم یو له اشنایانو څخه مې ولید. سلام مې ورکړ ځواب یې رانکړ او ډېر په بې پروایي سره تېر شو او لاړ. زه ددې ډول چلند څخه یې ډېر وځورېدم. سقراط وویل: ولې وځورېدې؟ سړي په حیرانتیا سره وویل: خو واضح خبر ده چې هر څوک دداسې چلند په لیدو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ولې مئینېږو، څنګه ماتې خورو او څنګه ځان ورغوو؟

ژباړه: حماد هلال کلینکي ارواپوهې سمیرا درویشي د یو خبریال سره په مرکه کې د احساساتي ناکامۍ وروسته د بریالۍ اړیکې پيل په اړه داسې وویل: عاطفي ناکامي هغه وخت منځ ته راځي، چې کله موږ په یوې اړیکې عاطفي پانګونه کړې وي او  د یو څه وخت تېریدو وروسته د ناکامۍ احساس سره مخ شو، دا پروسه بیا خفګان، نا امیدي، ذلت او  احساسات د رکود طرف ته وړي. درویشي  وویل: مختلف  عوامل په … نور ولولئ
افغانستان

اروپا کې د مېشتو افغانانو نړیوالې جرګې له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې

اروپا کې د مېشتو افغانانو نړیوالې جرګې له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې ده. ددغه جرګې په پنځمه نوبتي ناسته کې ویناوالو ټینګار کړی چې د سولې له رامنځ ته شوو فرصتونو باید استفاده وشي او د روانې جګړې د دایمي ختمولو لپاره دې زمینه برابره کړل شي. دا په داسې حال کې ده چې نن د ملګرو ملتونو او د ملي مصالحې عالي شورا د افغان حکومت د سولې پر طرحه او د استانبول … نور ولولئ
سپورټ

ازاده مبارزه؛ عبدالسمیع فیضي او واحد نژند خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه+ویډیو

د افغانستان د ازادي مبارزې دوو نامتو لوبغاړو عبدالسمیع فیضي او واحد نژند په AMC سازمان کې خپلو روسي سیالانو ته ماتې ورکړه او د افغانستان لپاره یې ویاړونه خپل کړل.   لومړی واحد نژند د روسي سیال پاول اردیشیو پر وړاندې ولوبېد، چې د دریو پړاونو په لوبولو سره یې زیات امتیازونه ترلاسه کړل او د لوبې ګټونکی اعلان شو.   د واحد نژند لوبه     له هغه وروسته عبدالسمیع فیضي د روسیې … نور ولولئ
سپورټ

د نبي او راشد ځلېدا،خو د کلکتې بریا

د آی پي اېل درېیمه لوبه د کلکته نایټ رایډرز او سنرایزرز حیدراباد ترمنځ ترسره شوه. حیدراباد د ټاس په ګټلو سره لومړی توپ اچونه وکړه. د کلکتې لوبډلې په شل اورونو کې د شپږ وېکټو په نقصان سره د نېتېش رانا د ۸۰ منډو او د راهول ټېرېپاتي د ۵۳ منډو په مرسته ۱۸۸ منډې وکړې. محمدنبي عیسی خېل په ۴ اورونو کې ۳۲ منډې ورکړې وې او ۲ وېکټې یې واخېستې. بل پلو … نور ولولئ
افغانستان

ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو جمهوریت او طالبانو ته نهه ماده‌ییز لیک سپارلی

ملګرو ملتونو، امریکا، ترکیې او قطر، افغان دولت او طالب پلاوي ته د ګډو اصولو تر عنوان لاندې یو نهه ماده‌ییز لیک سپارلی دی څو د ترکیې ناسته کې ورباندې هوکړې ته ورسېږي. په یاد متن کې راغلي چې افغانان له څو لسیزو جګړو ستړي شوي دي او دوی ټول د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې پرمختګ ته ژمن دي. په دغه نهه ماده‌ییز لیک کې ډېر مهم موضوعات راخیستل شوي دي خو سراسري … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني: سوله قرباني غواړي، موږ تر وخت مخکې ټاکنو ته چمتو یو

ولسمشر غني په کوهدامن کې د جمهوریت په ملاتړ جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې یو ځل بیا د جمهوریت پر ساتنې ټینګار کړی دی او ویلي یې دي چې د مشروعیت سرچینه اساسي قانون دی او د ننګونو په وخت کې اساسي قانون ته له مراجعې پرته بله لاره نه شته او که وي هم تر ګټو به یې زیانونه ډېر وي. هغه زیاته کړې چې د ده طرحه له روانې تپل شوې … نور ولولئ