افغانستان

افغان حکومت د بایډن د پرېکړې هرکلی کړی

افغان حکومت وایي دوی د سرتېرو د ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر له پرېکړې هرکلی کوي. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني د سرتېرو د ایستلو په اړه له خپل امریکایي سیال جو بایډن سره خبرې کړې دي. په اعلامیه کې راځي چې ولسمشر غني د سرتېرو د وتلو هرکلی کړی دی او زیاته کړې یې ده چې افغان ځواکونه له خپل هېواد ددفاع وړتیا … نور ولولئ
سپورټ

رسل د شاهرخ خان ټویټ ته ځواب ورکړی

د کلکتې لوبډلې د سه شنبې په ورځ د ممبيي پر وړاندې په لس منډو ماته وخوړه او په وروستیو پنځه اورونو کې د کلکتې لوبډلې ۳۱ منډې پوره نه کړې او دا مهال د رسل دوه کېچونه هم ډراپ شول. شاهرخان د دغې ماتې په اړه په خپل ټویټر د کلکتې او خپلو مینوالو څخه بخښنه غوښتې وه او ویلي یې وو، چې دی د دغې عجیبه ماتې په اړه بخښنه غواړي. د رسل … نور ولولئ
سپورټ

پاکستان له افریقا څخه درېیمه شل اوریزه لوبه وګټله

د پاکستان لوبډله افریقا ته د درې یو ورځنیو او څلورو شل اوریزو لوبو لپاره د مارچ میاشت کې تللې ده؛ خو لوبې یې د اپرېل په دویمه نېټه پیل کړي دي. لومړۍ یو ورځنۍ لوبه پاکستان په درې وېکټو ګټلې وه، دویمه لوبه افریقا په ۱۷ منډو خپلې کړې وه او درېیمه لوبه پاکستان په ۲۸ منډو ګټلې وه. د څلورو شل اوریزو لوبو لړۍ لومړۍ شل اوریزه لوبه د اپرېل په لسمه نېټه … نور ولولئ
سپورټ

حیدراباد په آی پي اېل کې خپله دویمه لوبه هم وبایلله

د آی پي اېل شپږمه لوبه د بنګلور او حیدراباد ترمنځ ترسره شوه. حیدراباد د ټاس په ګټلو سره توپ اچونه غوره کړه. د بنګلور لوبډلې په شل اورونو کې د ۷ وېکټو په نقصان سره د ګلېن مکسوېل د ۵۹ منډو او د ویرات کولي د ۳۳ منډو په مرسته ۱۴۹ منډې وکړې. راشدخان په څلورو اورونو کې ۱۸ منډې ورکړې، اې بي ډیویلیرس او واشنګټن سونډر یې وسوځول. جېسن هولډر په ۴ اورونوکې … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني له جوبایډن سره غږېدلی

ولسمشر غني د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره نن ماښام ټلفوني خبرې کړې دي. ولسمشر غني په یو ټویټ پیغام کې ویلي چې امریکایي سرتیري د سیپتمبر میاشتې په لومړیو کې له افغانستان څخه وځي او افغان حکومت د امریکا ددغه تصمیم احترام کوي. ولسمشر غني زیاته کړې، چې افغان حکومت به د امریکایي سرتیرو د وتلو بهیر کې پوره همکاري وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن … نور ولولئ
افغانستان

بلېنکن: خپل اهداف مو ترلاسه کړل، نور باید ووځو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي چې دوی په افغانستان کې هغه اهداف تر لاسه کړي دي کومو پسې چې کلونه وړاندې دغه هېواد ته راغلي وو. هغه زیاته کړې، امریکا خپلو اهدافو ته رسېدلې ده او اوس وخت دی چې خپل سرتېري کورونو ته ستانه کړي. نوموړي د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره ګډې خبري ناستې ته ویلي چې دوی به په راتلونکو اوونیو او میاشتو کې یو ځای … نور ولولئ
کلتور او هنر

د ښځو ژوند د لنډيو په هنداره کې

زما ابۍ دادا ته وايه خوشحاله نه يم له ناکامه ناسته يمه پښتني ټولنه د جبر په قید کې بنده ده، چې دا قیدونه زموږ له ژبې او فرهنګ سره نوک او ورۍ دي، ښه پوهېږو، مګر دا بندونه نشوو ماتوی. وایی په اسرایلو کې به چې کومه ښځه کونډه شوه، که د مېړه ورور به یې و، خو سر یې پټ و، که به نه و، همداسې بې مېړه باید ناسته وای. شاید یو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ارواپوهنه: د لیک د بڼې له مخې شخصیت پیژندنه

ژباړه او راټولونه: په ټوله  نړۍ کې د هر چا د ليک لیکو (سبک) طرز و طریقه یو له بل سره توپير لري. خو ایا تاسې کله فکر کړی، چې ستاسو د لیکلو بڼه يا سټایل ستاسو د شخصیت په اړه ډېر څه وایې؟ ایا تاسو غواړئ پوه شئ، چې ستاسو د  لیکنې بڼه ستاسو په اړه څه وايي؟ که غواړئ نو راځئ، چې تاسو ته د لیک ترشا رازونه څرګند کړو. د کلیمو تر … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ښځه په سترو نعمتونو کې واړه رحمتونه پلټي

زه نه پوهېږم، چې دا نظریې به د چا او ولې وي، چې « ښځې تاج محل، بنګلې، شتمنې خوښوې»  خو زه چې په کوم نظر یم او څومره مې چې د ښځې ذات مطالعه او تجربه کړی، دوی نهایت په سترو نعمتونو کې واړه واړه رحمتونه پلټې او پرې خوښې څرګندوې. ـ د یوې ښځې زړه لاسته راوړل؛ شتمنې نه، بلکې اخلاص، عزت ورکول او باور کې ده، چې له زړه یادې او په … نور ولولئ
سپورټ

بابراعظم د ویراټ کوهلي څخه مخکې او د نړۍ لومړی نمبر لوبغاړی شو

آی سي سي یا د کرکټ نړیوالې شورا تازه په یو ورځنیو لوبو کې د توپوهونکو نړیواله درجه بندي اعلان کړه، چې پکې پاکستانی بابراعظم له دویم ځای څخه لومړي ځای ته پورته شوی او له ویراټ کوهلي څخه یې لومړی ځای خپل کړ. بابراعظم اوس د ۸۶۵ نمرو په درلودلو سره په یو ورځنیو لوبو کې د نړۍ لومړی نمبر توپوهونکی دی.   https://www.facebook.com/icc/posts/4405846309434431   ویراټ کوهلي بیا له لومړي ځای څخه دویم ځای … نور ولولئ