سپورټ

مېلر او موريس د راجستان لپاره لوبه وګټله

د آی پي اېل اوومه لوبه د راجستان رایلز او ډیلي کپېټلز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. راجستان د ټاس په ګټلو سره لومړی توپوهونه وکړه، دې لوبډلې په شل اورونو کې د ۸ وېکټو په سوځېدو سره د لوبډلمشر رېشاب پنټ د ۵۱ منډو په مرسته ۱۴۷ منډې وکړې او راجستان ته یې ۱۴۸ منډې هدف ورکړ. د راجستان لپاره درې وېکټې جایدوف اوناد کت او دوه وېکټې مستفض الرحمن واخیستې. لوبه په ګرین وېکټ … نور ولولئ
افغانستان

کابل ته د بلېنکن ناڅاپي سفر؛ له ولسمشر غني او عبدالله سره یې ولیدل

امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په ناڅاپي سفر کابل ته را رسېدلی او د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره يې لیدلي دي. له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني په دې لیدنه کې وویل، د امریکا د هغې پرېکړې درناوی کوي چې له مخې به یې د روان کال تر سېپتمبر میاشت پورې د هغه هېواد ځواکونه له افغانستانه ووځي. ولسمشر غني ویلي، افغان دولت به د دغه … نور ولولئ
افغانستان

طالبان: امریکا د هوکړې په ماتولو سره موږ ته د مقابلې لار خلاصه کړه

طالبانو له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو اعلان ته په غبرګون کې ویلي چې امریکا د دوحې هوکړه تر پښو لاندې کړې ده. د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې امریکا د نورو تېروتنو ترڅنګ د ځواکونو د ایستلو مسئله هم په میاشتو ځنډنۍ کړې ده. خبرپاڼې زیاته کړې چې امریکا په دې سرغړونو سره نړۍ ته وښوده چې دوی د باور وړ نه دي. طالبانو دغه راز ټینګار … نور ولولئ
افغانستان

قریشي: له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په بېړه وتل به د قدرت ستره خلا رامنځته کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې طالبان به په افغانستان کې تر ډېره حده له شرایطو سره ځانونه عیار کړي. نوموړي له ډي ویلټ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې طالبان اوس په دې پوه شوي چې افغانستان بدل شوی او هغوی هم باید بدلونونه ومني. نوموړي زیاته کړې چې طالبانو د پخوا په پرتله ډېر تغیر کړی دی ځانګړې توګه د ښځو د حقونو برخه کې یې پرمختګ کړی دی او … نور ولولئ
سپورټ

کريم صادق : د کريکټ بورډ د غوراوي کمېټه له لوبغاړو ډالر او موټرونه غواړي

د افغانستان کريکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي د کريکټ پر اوسني حالت تبصره کړې. کريم خان صادق پر خپلي فيسبوک پاڼي بابر اعظم او ويرات کوهلي ته په اشارې ليکلي چې د افغانستان کريکټ به هم اوس داسي توپوهونکي درلودلای خو د غوراوي کمېټه يې د مخته تګ مخه نيسي. هغه د کريکټ پر روان وضعيت او تېر نړيوال جام باندې هم تبصره کړې چې موږ يې دلته بيله ايډيټه وړاندې کوو. کريم خان صادق … نور ولولئ
نړۍ

اووه اسمانونه او ۷ ځمکې

لیکنه: جلیل احمد ارمان ملګرو د قرانکریم په صورت طلاق ایات نمبر ۱۲ کې الله(ج) فرمایلي دي: ترجمه: الله(ج) هغه ذات دی چې اووه اسمانونه يې پيدا کړل او د همغو په شان له ځمکې څخه هم د هغو په منځ کې  حکم نازلیږي. (دا د دې لپاره ویل کېږي چی تاسو پوهېږئ، چې الله پر هر څه قدرت لري، او دا چې د الله علم په هر شي چاپیر دی. له دې وروسته په … نور ولولئ
افغانستان

روسیه: په ځنډ د سرتېرو ایستل د دوحې له هوکړې ښکاره سرغړونه ده

روسیې هم د سرتېرو د ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن پر وروستۍ پرېکړه غبرګون ښودلی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي د دوحې له هوکړې سره سم باید تر مې میاشتې امریکایي ځواکونه له افغانستان وتلي وی، خو دا چې امریکایي ځواکونه به په سپټمبر کې له افغانستان وځي د دوحې له هوکړې ښکاره سرغړونه ده. روسي چارواکو ویلي امریکایي ځواکونه باید د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستان … نور ولولئ
سپورټ

په تېرو دوو لوبو کې د ویراټ کوهلي جالیبه توپوهنه

د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې او د هند په آی پي ایل سیالیو کې د رویال چلینجرز بنګلور لوبډلې لوبډلمشر ویراټ کوهلي په خپلو وروستیو کړیو دوو لوبو کې جالیبه توپوهنه کړې. ویراټ کوهلي د بنګلور لپاره په لومړۍ لوبه کې هم په ۲۹ توپونو ۳۳ منډې وکړې او په دویمه لوبه کې یې هم پرون چهارشنبه په ۲۹ توپونو ۳۳ منډې وکړې، چې دا د کرکټ په لوبو کې خورا کم پېښيږي.   … نور ولولئ
افغانستان

دوه افغان پيغلې د بابا غره لوړې څوکې ته ورسیدې !

د بامیانو د والي دفتر وایي، چې د لومړي ځل لپاره؛ دوه افغانې پيغلې، چې د غزني ولايت اوسيدونکي دي، د بابا غره (شاه فولادي) ترټولو لوړې څوکې ته رسیدلي دي. د والي دفتر په یوه بیان کې ویلي؛ چې دا دوه پيغلې “تمنا جهان” او “نظیمه خیرزاد” نومېږي، درې ورځې وړاندې (یکشنبه،۱۲م د اپریل) دوی د شاه فولادي سر ته ورسيدي او په دې لوړه څوکه يې د افغانستان بيرغ ورپاوه. د شاه فولادي … نور ولولئ
ټیکنالوژي

د روژې په مناسبت د وټسپ نوی خدمت

د وټسپ ادارې د مبارکې روژې په مناسبت نوی خدمت پیل کړی. دغه شرکت د روژې لپاره نوي سټیکرز معرفي کړي، د WA “بیټا انفارم” لخوا خپاره شوي دي. د WA بیټا معلوماتو په حواله ، د iOS او Android کاروونکي کولی شي، چې د رمضان (روژې) سټیکر له “سټور ” څخه ډاونلوډ او خپلو ملګرو ته یې ولېږي. د دې سټیکرونو له لارې، د افطار (روژه ماتې)، سهاري (پیشلمې) وختونو، د روژې د اهمیت … نور ولولئ