افغانستان
جلال اباد: وسله والو په یوه برید کې اته لمونځ کوونکي وژلي
په جلال اباد ښار کې د شخصي شخړې له امله د یوې کورنۍ اته غړي وژل شوي دي. د راپورونو له مخې وسله والو کسانو تېره شپه د جلال اباد ښار په نهمه ناحیه کې په یوه جومات کې د تروایح لمانځه پر مهال پر لمونځ کوونکو ډزې کړې چې له امله یې اته کسه وژل شوي دي. د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې دغه پېښه د شخصي دښمنۍ له … نور ولولئ