ژوند بڼه

د روژې میاشت کې نارینه له مېرمنو سره څه ډول چلند کوي؟

روژه چې یوه مقدسه میاشت ده د ځانګړو عباداتو درلودونکې ده؛ عبادت یې ځانګړي ثوابونه هم لري. خو ځینې داسې کړنې هم شته چې دا عبادت خرابوي. لکه جنګ کول،بده رویه کول… په لوږه او تنده کې صبر کول ډیر سخت وي ځکه الله ج ثواب په همدې ورکوي. خو ځینې خلک بیا د خپلو کورنیو سره او په ځانګړي ډول ښځو سره ښه رویه نه کوي او په اصطلاح خپله روژه پرې خرڅوي. دوي … نور ولولئ
افغانستان

المان: هغو افغانانو ته پناه ورکوو چې موږ سره یې کار کړی

د المان د دفاع وزیرې له خپل حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې هغو افغانانو ته پناه ورکړي چې په افغانستان کې یې له الماني سرتېرو سره کار کړی دی. انګریت کرامپ کارنباور له ډي‌پي‌اې اژانس سره په مرکه کې ویلي، په داسې حال کې چې المان له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي، برلین یوه بله مهمه دنده هم پر غاړه لري او هغه دا ده چې دغه هېواد باید د هغو کسانو ساتنه وکړي … نور ولولئ
خواړه

روژې کې د وزن کمولو ۵ داسې لارې چارې چې هر څوک یې عملي کولی شي

ژباړه: حماد هلال په دې لیکنه کې به تاسو د پنځو هغو لارو سره بلد شئ، چې په دې لارو به خپل وزن کم کړئ. تاسو ټوله ورځ څه ندي خوړلي، نو د روژه ماتي په وخت کې د خوراک مستحق یئ، نه؟ خو له بل اړخه د روژې میاشت یو غوره چانس دی چې د بدن لپاره مو د ژوند یو سالم سبک پیل کړئ. که علاقه لرئ چې د روژې په میاشت کې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د سرطان ناروغانو لپاره ځانګړې ائنه (ښيښه)

ژباړه: حماد هلال د یوې ځانګړې اینې خارق العاده او په زړه پورې ډيزاین د خندا او مسکا اهمیت رامنځته کولو په هدف د یوې باذوقه ډیزاینرې لخوا بشپړ شو. دا ښیښه فقط د خندانه څهرو لپاره ډيزاین شوې. ددې ځانګړې اینې ډيزاین لپاره دوه میاشتې هڅې وشوې. دا پرمختللې ښیښه سرطان ناروغانو ته د خوشالۍ احساس ورکولو لپاره ډيزاین شوه او هغه وخت کار کوي، چې مخې ته ولاړ شخص یې مسکا یا خندا … نور ولولئ
افغانستان

غني: که پاکستان خپله ارامي غواړي، افغانستان دې ارام پریږدي

ولسمشر غني امنیتي منسوبینو ته د مډالونو د ورکړې په غونډه کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو اعلان ته په اشارې ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره يې هر اړخیز پلان چمتو کړی دی. نوموړي ویلي، چې د خپلې خاورې د ساتنې لپاره پوره چمتووالی لري او اوس د دې وخت را رسېدلی چې د افغانستان ملي حاکمیت په بشپړ ډول خوندي شي او افغانستان خپله بې طرفي ثابته کړي. … نور ولولئ
سپورټ

بارسلونا د ۳۱م ځل لپاره د کوپادلرې کپ اتلولي خپله کړه

د اسپانیا کوپادلرې کپ پایلوبه تېره شپه د بارسلونا او اتلاتیک بلباوو فوټبال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پکې بارسلونا څلور ګولونه پر صفر اتلاتیک بلباوو لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه او دا جام یې د ۳۱م ځل لپاره خپل کړ. د بارسلونا لپاره تېره شپه انتونیو ګریزماین په ۶۰مه، پرینکي ډیانګ په ۶۳مه او لیونل میسي په ۶۸مه او ۷۲یمه دقیقه کې ګولوهنې وکړې.   🏆 A trophy forged at 𝘓𝘢 𝘔𝘢𝘴𝘪𝘢 💙❤️ pic.twitter.com/EH77j9LwDK … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني د جمهوریت له روغتون لیدنه وکړه

ولسمشر محمداشرف غني د جمهوریت روغتون د وضعیت ارزولو په موخه تېر ماښام دغه روغتون ته ولاړ. له ارګ څخه په خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې ولسمشر غني د دغه روغتون د عمومي وضعیت د ارزولو تر څنګ په دې روغتون کې د بستري ناروغانو د احوال پوښتنه وکړه او هغوی ته یې د ښې رسیدګۍ او پاملرنې په موخه د روغتون مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې. خبرپاڼې زیاته کړې، چې په دې لیدنه … نور ولولئ
سپورټ

په هندۍ لوبډله کې تر ټولو ګرانبیه لوبغاړي څوک دي؟ دلته پرې خبر شئ؛

د هندوستان کرکټ بورډ د خپلو هغو لوبغاړو لیست خپور کړی، چې دوی ورسره د ۲۰۲۰م کال د اکتوبر میاشتې څخه بیا د ۲۰۲۱م کال تر سیپټمبر میاشتې پوري قرارداد لري او ترڅنګ یې هغه بیې هم خپرې کړې، چي یادو لوبغاړو ته له کاله ورکول کیږي. د هند کرکټ بورډ د ۲۸ لوبغاړو سره په بېلابیلو کټګوریو ( اې پلس، اې کټګوري، بي کټګوري او سي کټګوري) کي قراردادونه کړي، چي یادي کټګورۍ هره … نور ولولئ
کرونا

په نړۍ کې د کرونا له امله د مړو شوو شمېر تر ۳ میلیونه واوښت

د جان هاپکینز پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس نوې څپې د چټکې پراختیا په حال کې دي چې له امله یې مړینه هم ډېره شوې ده. دغه پوهنتون ویلي چې د کرونا وبا له امله د مړو شوو شمېر تر درې میلیونه اوښتی دی. بلخوا هند بیا دمګړی د هغو هېوادونو په سر کې دی چې کرونا وبا پکې په چټکۍ د پراختیا په حال کې ده. د … نور ولولئ
سپورټ

په IPL کې له حیدراباد لوبډلې سره د مجیب ځدران لومړۍ لوبه!

د هندوستان د کرکټ غوره لیګ څوارلسم پړاو سیالۍ روانې دي، چي پرون شنبه یې په نهمه لوبه کې سنرایزر حیدراباد او ممبي لوبډلې سره ولوبېدې، چې سنرایزر حیدراباد لوبډلې د خرابې توپوهنې له امله په ۱۳ منډو ماته وخوړه او په روان لیګ کې یې دا درېیمه ماته وه.   د پرونۍ لوبې حال   لومړی توپوهنه ممبي لوبډلې وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۰ … نور ولولئ