افغانستان

د ترکیې غونډه د دویم ځل لپاره هم وځنډول شوه

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د افغان سولې په تړاو د ترکیې کنفرانس د ځینو ستونزو له امله ځنډول شوی دی. د هغه په خبره ستونزې ددغه کنفرانس د مقدمه جوړونې په برخه کې وې او ټاکل شوې چې تر روژې میاشتې وروسته دغه کنفرانس ترسره شي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر دا نه دي ویلي چې دغه کنفرانس کې طالبانو ګډون منلی … نور ولولئ
سپورټ

د ممبيي لوبډلې څلور فري هیټونه او د ډیلي درېیمه بریا

د ممبيي او ډیلي کپېټلز ترمنځ د آی پي اېل دیارلسمه لوبه د سه شنبې په ورځ په چینای ایالت کې ترسره شوه. ممبيي لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره د روهېټ شرما د ۴۴ منډو په مرسته ۱۳۷ منډې وکړې. د ډیلي لپاره امېت مېشرا څلور وېکټ واخیستې. د ډیلي د توپوهنې په پاڼۍ کې لوبه تر وروستیو شېبو خورا حساسه روانه وه. په دوه اورونو کې پنځلس منډې پاتې وې، چې جسپرېت … نور ولولئ
افغانستان

طالبان: له امریکا، ترکیې او قطر سره د استانبول غونډه کې د ګډون لپاره په خبرو بوخت یو

طالبان وايي، استازي یې له امریکا، ترکیې او قطر سره په خبرو بوخت دي، څو د استانبول او د افغانستان د سولې په اړه راتلونکو غونډو کې د ګډون په اړه یوې پایلې ته ورسېږي. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، که د دوی اندېښنې ځواب شي، د افغانستان د سولې لپاره له هر جوړ شوي فرصته ګټه اخلي. هغه زیاته کړې چې اوس هم خبرې روانې دي او تېره ورځ هم ناستې شوي او … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

څنګه مهربانه اوسو؟ لپاره یې دا څو ټکي حتمي ولولئ

ژباړه: حماد هلال مهربان اوسیدل یوه له مهمو ځانګړنو ده، چې باید ډېری خلک پخپل ژوند کې اختیار کړي. مهربان اوسیدل په دې مانا دي چې: خلکو سره ښې اړیکې وساتې، زغم ولرې او په ځان کې مثبتې ځانګړنې وروزې، چې نورو خلکو او ځآن ته خوشاله ژوند ډالۍ کړې. بې له مطلبه نورو سره ښه اوسه! مهرباني نورو ته بې له کوم مطلب پاملرنه کول دي، یعنې تل د هغوی لپاره غوره انتخاب ولرې، … نور ولولئ
نړۍ

سعودي: له بهر څخه د عمرې زیارت کوونکو لپاره نوی پلان اعلان کړی

سعودي عربستان له بهر څخه د عمري زیارت کونکو لپاره لارښوونې وړاندې کړي. د عربي خبري رسنیو په حواله، د سعودي عربستان حج وزارت له بهر څخه د عمرې حاجیانو لپاره ځینې لارښوونې اعلان کړي. د سعودي د حج وزارت وايي، هغه کسان چې د عمرې لپاره راځي د عمرې له ادا کولو څخه شپږ ساعته دمخه به په مکه مکرمه کې د پاملرنې مرکز ته ځي، چیرته، چې د دوی د کورونا ټسټ او … نور ولولئ
ټیکنالوژي

د انسان سترګې په څېر کمره جوړه شوه

جرمني آی ټي انجنیر د “پروټوټایپ ویب کیم, په نوم کمره جوړه کړې، چې د انسان سترګې په څیر ښکاري. ” آی کام” د کمپیوټر د سکرين سره وصل کیدی شي. او د ویډیو کال په اوږدو کې ښي او کېڼ لورې ته حرکت کولی یا تاويېدلی شي. همدا رنګه په لومړي نظر کې، دا کمره کټ مټ د انساني سترګو په څیر ښکاري. جوړونکو دا کمره شااوخوا, د انسان د جلد او مخ په … نور ولولئ
ټیکنالوژي

د فوټوشاپ، د “پي ډي ایف” همکار “باني” مړ شو

د متحده ایالاتو د سافټویر لوی شرکت، اډوبي انکار پوریئډ” شریک “چارلس چک ګیشکي” د ۸۱ کلونو په عمر وفات شو. هغه د پورټ ایبل اسنادو فارمیټ، یا پي ډي ایف رامنځته کولو کې مرسته کړې وه. د اډوبي شرکت په حواله، “ګشکي” د سان فرانسسکو ښار په لاس الټاس کې میشت ؤ. نوموړی د جمعې په ورځ مړ شو. د شرکت مشر اجرایوي رییس “شینټرینین” کارمندانو ته په بریښنالیک کې ویلي: “دا د ټولې … نور ولولئ
سپورټ

تر دې دمه په IPL لیګ کې ۱۱ ځلېدونکي لوبغاړي

د کریک ټرېکر په نوم یوې ورزشي پاڼې د هند آی پي ایل سیالیو د لومړۍ اونۍ په پای ته رسېدلو سره ۱۱ کسیزه غوره او ځلېدونکې لوبډله اعلان کړه، چې پکې افغان لوبغاړی راشدخان ارمان هم شته.   دا ۱۱ کسیزه لوبډله   د کلکتې نتیش رانا، د ډهلي شکر داوان، د راجستان سنجې سیمسون، د بنګلور مکسویل، د ممبي سُریا کُمار یاداو، د راجستان ډیویډ مېلر، د ډهلي کپیټلز کریس ووکس، د ممبي … نور ولولئ
سپورټ

د حیدراباد لوبډله او آی پي اېل کې یې مزل

د حیدراباد لوبډلې چې د ۲۰۱۳ کال راهیسې مثبتې لوبې پیل کړې وې؛ نو ثمره یې په ۲۰۱۶ کې په لاس ورغله او لومړی ځل اتلولي یې وګټله. دا لوبډله تر ۲۰۱۵ کال پورې هېڅ مطرح لوبډله نه وه او مشهورتیا یې کمه وه؛ خو په ۲۰۱۵ کې یې زیات کار وکړ او بالاخره په ۲۰۱۶ کې بیخي مطرح شوه. د حیدراباد اته کلن مزل دې لوبډلې اته کاله لوبې کړي، چې شپږ ځلې پلی … نور ولولئ
روانې سلامتي

د حافظې ارزښت

کېدای شي تاسو په ژوند کې د حافظې په ارزښت پوه شئ خو موږ غواړو په دې اړه تاسو ته لږه توضیح درکړو، ځکه چې که تاسو د حافظې د ارزښت په اړه پوه شئ دغه پوهه به له تاسو سره ستاسو په پرمختګ کې ډېره مرسته وکړي. زموږ ټول ژوند حافظه ده. دا چې څوک يو، دا چې څه غواړو او يا په څه پوهېږو ټول زموږ په حافظې کې ثبت دي. که حافظه … نور ولولئ