خوندیتوب

د نړۍ ۷۵ سلنه خلک غاښونه په غلط ډول برس کوي

پاک غاښونه لرل د ښایست تر څنګ، د انسان د روغتیا لپاره هم ډېر مهم او حیاتي ارزښت لري، خو پر دې پوهېدل هم اړینه خبره ده، چې د غاښونو د بورس کولو یا مینځلو لپاره کوم وخت تر ټولو ښه دی؟ روغتیاپالان وايي: که د ورځې لږ تر لږه دوه ځلې غاښونه بورس شي،نو له ډېرو نارغیو به په امان پاتې شو، ځکه د انسان بدن ته ۹۰ سلنه مېکروبونه د خولې له لارې … نور ولولئ
پوهنه

د وینا پر مهال د اورېدونکو د پام راړولو لپاره۱۰ لارښوونې

ژباړه او زیاتونه ویاندويي یوازې دا مانا نه لري چې په سترو غونډو کې خبرې وشي، همدا چې د یوې وړې ډلې مخکې یا په یوه کوچنۍ کاري جلسه کې خبرې کېږي، هغې ته هم ویاندويي ویلی شو. د دې لپاره چې اغېزناکه وینا ولرئ، دا لس لارښوونې ولولئ. ۱-په پخو خبرو سره وینا پیل کړئ! تاسو خپلې خبرې په خوږو او پخو جملو پیل کړئ. یانې داسې جملې وکاروئ چې اورېدونکي خپلې وینا راوبولئ. … نور ولولئ
سپورټ

محمدنبي، راشدخان او مجیب ځدران هند ته ورسېدل

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې درې نامتو او تکړه لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان او مجیب الرحمن ځدران د هندوستان آی پي ای سیالیو په راتلونکې پړاو کې د لوبېدو په موخه هند هیواد ته ورسېدل. د هند په آی پي ایل سیالیو کې ددې دریو افغان لوبغاړو لوبډلې سنرایزر حیدرآباد پر خپلې رسمي ټویټرپاڼې لیکلي، چې نبي، مجیب، او راشدخان هند ته راورسېدل.   The President, The Magician … نور ولولئ
سپورټ

د کمال خان بند د پرانیستې په تړاو دویمه لوبه کریم صادق وګټله

  د کمال خان بند چې د حمل/ وري په څلورمه نېټه په نیمروز کې د ولسمشر غني لخوا پرانیستل شو، په هېواد کې له مثبتو غبرګونونو سره مخ شو، چې کرکټ بورډ هم په دې ویاړ دوه شل اوریزه لوبې ترتیب کړې وې. په لومړۍ لوبه کې چې کابل کې د جمعې په ورځ ترسره شوه، ګلبدین نایب وګټله او د نجیب الله ځدران دې اړوند لوبډلې د کمال خان بند جوړوونکو ته یې … نور ولولئ
افغانستان

بلېنکن: افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن تېره ورځ له رسنیو سره په خبرو کې ویلی چې دوی له سیاسي لارو د افغان جګړې د ختمولو په لټه کې دي. د هغه په خبره دغه جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي. هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې د ناټو له متحدینو سره به یو ځای له افغانستان خپل سرتېري وباسي. د نوموړي په خبره امریکا او ناټو یو ځای افغانستان ته … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني په رسمي سفر تاجکستان ته لاړ

ولسمشر غني نن د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د اسیا زړه ـ استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو په نهم کنفرانس کې د ګډون په موخه د تاجکستان پلازمینې دوشنبې ته تللی دی. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر به په دې دوه ورځني سفر کې په یاد کنفرانس کې پر ګډون او وینا سربېره د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان، لومړي وزیر او د هغه … نور ولولئ
سیاست

منظور پښتین د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوی

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو تن غړي عبدالله ننګیال ویلي چې پاکستاني پولیسو د دغه غورځنګ مشر منظور پښتین نیولی او ناڅرګند ځای ته یې لېږدولی دی. نوموړي پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د منظور د نیول کېدو د ځای او په دې اړه نور جزیات نه لري. په ورته وخت کې راپورونه وایي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ او د پاکستاني پارلمان غړی محسن داوړ هم د پولیسو له لوري نیول شوی دی. د … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني: د هېواد لږ تر لږه ۵۰ سلنه عواید غلا کېږي

ولسمشر غني ویلي چې د هېواد په حکومتي ادارو کې له دولتي منابعو هیڅ ګټه نه اخیستل کېږي. نوموړي نن د ځوانانو عالي شورا د پرانیستې په مراسمو کې ویلي چې افغانستان پرېمانه طبیعي زېرمي لري او که په ښه توګه مدیریت شي نو هیڅ افغان به له لوږې سره مخ نه شي. هغه له ډېرو جزیاتو پرته وویل چې اوسمهال د هېواد لږ تر لږه ۵۰ سلنه عواید غلا کېږي. نوموړي ځوانانو ته په … نور ولولئ
سپورټ

انضمام الحق؛ رېشاب پنټ د ډوني په څېر ښه لوبغاړی دی

  د پاکستان پخواني لوبغاړي انضمام الحق ویلي رېشاب هغه وېکټ ساتونکی توپوهونکی دی، چې د وړتیا څخه برخمن دی او راتلونکي کې کولای شي، چې ډوني او ادم ګېل کرېسټ تر شا پرېږدي. د هندوستان اوسنی وېکټ ساتونکی توپوهونکی رېشاب پنټ په ۲۰۱۹ کې د نړیوال جام څخه وروسته په ملي لوبډله کې د لوبېدو موقع ورکړل شوه. د هندوستان ډېری کرکټ مبصرینو د ده په اړه ویلي، چې دی کولای شي، په راتلونکې … نور ولولئ
افغانستان

ارین: هغه پولیس چې په تورخم کې یې یوه ښځه وهلې وه له نظام څخه ووېستل شو

چارواکي وايي، هغه پولیس چې په تورخم ښارګوټي کې یې یوه میرمن د تلاشۍ پرمهال وهلې وه د تل لپاره له نظام څخه ووېستل شو. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن یکشنبه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، هغه پولیس چې په تورخم ښارګوټي کې یې یوه ښځه وهلې ډبولې وه د نورو قانوني اقداماتو تر څنګ، نظام کې د نوموړي عسکر پر کار کولو د تل لپاره بندیز ولګېد. ارین زیاته کړې، پر … نور ولولئ