بریا او پرمختګ

د لویې بریا په لټه کې څه لاسته راوړلی شئ؟

د سترو پایلو لپاره ستر سوچ پکار دی ـ د بریا لپاره عمل اړین دی چې د بریا لار وګرځي او د لوی سوچ له لارې تشکیل ومومي،او د هغه اړیکې رامنځته کېدل ممکن کړي او اهمیت یې هم پخپل ذهن کې نقش کړي چې د لوی سوچ خپلونې عمل له کومې پیلیږي. سوچ عمل ته لار پرانیزي او عمل د پایلې ټاکنه کوي. هر شخص یو ډول وخت لري او هره خواري او زیار … نور ولولئ
افغانستان

امریکا:خلیلزاد دا ځل د اوربند رامنځ ته کولو او جګړو د کمولو هڅه کوي

په کابل کې د امریکا د سفارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې خلیلزاد په کابل کې له ګڼو افغان سیاسیونو او چارواکو سره کتلي دي او پر سوله یې خبرې ورسره کړې دي. اعلامیې زیاته کړې چې خلیلزاد تر کابل وروسته دوحې او د سیمې نورو هېوادونو ته ځي او هڅه یې دا ده چې د جګړو د ختمولو لپاره د سیمې د هېوادونو ملاتړ جذب کړي. د یادې اعلامیې په … نور ولولئ
سینما او موسیقي

هغه لوبغاړی چې تر مرګ وروسته يې جائزه وګټله

د بلک پنټر فلم مشهور امريکايي اداکار چادويک بوزمن ته تر مرګ وروسته د غوره اداکار جائزه ورکړل سوه. د هاليووډ سېنما مشهور اداکار چادويک بوزمن چې د تېر کال د اګسټ مياشتې په ۲۸مه نېټه د سرطان ناروغۍ سره تر مسلسلې مبارزې وروسته ومړ،د ګلډن ګلوب په ۷۸مې دورې ننداره کې تر مرګ وروسته د غوره لوبغاړي جائزه ورکړل سوه. بوزمن ته دا جائزه په بلک باټم ماريني فلم کې د ښې اداکارۍ پخاطر … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان: د یوه قوي ټیم درلودلو لپاره اړتیا ده، زیاتې ټیسټ لوبې وکړو

لیکنه: محمدصابر حمیدي     د ایسفاین کرکی انفو د راپور له مخي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړي راشدخان ویلي، چې که موږ په کال کې له درې ـ څلورو لوبو ډېرې ټیسټ لوبې وکړو، نو د لوبډلې او لوبغاړو د پياوړتیا په برخه کې به زیاته مرسته کوي.   راشدخان په دې باور دی، چې افغان کرکټ ملې لوبډله یوه داسي پړاو ته رسېدلې، چي شل اوریزه او یو ورځنۍ لوبې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ځوانان او شخصیت جوړونه؛ د درونګرا او برونګرا ځانګړنې

ژباړه شخصیت یعنې د لاسته راوړنو ټولګه، هوساینه، د یو شخص ذهنیتونه، انګېزې او عملونه او د مختلف چاپیریال شرایطو سره تعامل کول دي. تراوسه ښایي په ژوند کې داسې ډېرو سوالونو سره مخ شوي یاست لکه: څومره خپل ځان پېژنو؟ څومره خپل د ځان له ځواک څخه خبر یو؟ ولې تراوسه هغه څه ته نه یو رسېدلي کوم څه چې مو غوښتي؟ څنګه د نورو انسانانو په شخصیت پوه شو؟ ددې د پېژندلو لپاره … نور ولولئ
سپورټ

د سوداګریزو لوبو ۵ موخې

له افغانستان نیولې تر پاکستان، هندوستان، بنګله دېش، سریلانکا، عربي متحده امارات، اسټرالیا، انګلستان، سویلي افریقا، امریکا، ویسټ انډیز او کاناډا سوداګریز لیګونه لري او د نړۍ له مختلفو هېوادونو نړیوال لوبغاړي اخلي او لوبوي یې. د دې لیګونو ځېنې موخې دي، چې د دې موخو لپآره دایریږي. لومړۍ موخه د کرکټ نړیوالې شورا رضایت حاصلول، د کرکټ نړیوالې شورا په ټولو هېوادونو جبري کړي، چې خپل داخلي کرکټ پیاوړی کړي او له دې لارې … نور ولولئ
په زړه پورې

جاپاني پوهان: د زړښت ضد نوي درمل کشف شول

ژباړه د جاپان څېړونکو نوى ميکانيزم کشف کړى، چې د حجرو له زړښت څخه مخنيوى کوي. • د راپورونو پر اساس، “ماکوتو ناکانسي” د توکيو د طبي پوهنتون پروفيسور وايي، چې د کشف شوي ميکانيزم په وسيله کولاى شو د”د حجرو زړېدل” له منځه يوسو او د دغې چارې لپاره يې ګټور درمل ټاکلي دي. د نوموړي په وينا، دا درمل به د ٥ – ١٠ کلونو په ترڅ کې د ټولو د لاسرسي وړ … نور ولولئ
طبیعت

د ویلنټاین د ورځې ډالۍ: یوې ښکاري مېرمنې زرافه ووژله

ژباړه په جنوبي افریقا کې د پټي په یوه مالک باندې له دې امله سخته نیوکه وشو چې یوه زرافه یې ویشتلې او د هغې زړه یې ورڅخه را ایستلی وه. دا پېښه د فبرورۍ میاشتې په پیل کې د جایزه لرونکي ښکار په یوه کمپاین کې واقع شوه. په فېسبوکپاڼه کې د میريلیز ون ډر انځورونه پورته شوي وه چې د زرافه په وینو ککړ زړه یې په لاس کې وه. له انځور سره … نور ولولئ
افغانستان

ملامت څوک دي،جمهوريت که اشخاص؟

ليکنه: اصيل خان احمدزی دا څو اونۍ په ټولنیزو رسنیو کې د هغې طرحې په اړه بحثونه کېږي چې په دې وروستیو کې د افغان وطن دښمنانو له لوري د خپلو شومو هدفونو د تعقیب او دوام په موخه جوړه شوې ده او یو شمیر عقده یي ځوانان یې هم د دغې طرحې سندره په رسنیو کې زمزمه کوي. تر ډېره بحثونه د موقت او جمهوریت په کلیمو کیږي چې ځینې یې یوه خوا او … نور ولولئ
روانې سلامتي

رونالډ نیومن:د بین الافغاني خبرو هوکړه بریالۍ نه وه

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني سفیر رونالډ نیومن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د دوحې هوکړه بریالۍ نه وه، ځکه جګړې کمې نه شوې او طالبانو پر ژمنو عمل و نه کړ. نیومن ویلي دا واضح ده چې د دوحې هوکړه د طالبانو په ګټه ده نو له همدې امله به د بایډن اداره د افغان سولې په تړاو نوي اقدامات ترسره کړي. نیومن همدا راز زیاته کړې چې د افغان حکومت … نور ولولئ