روانې سلامتي

ولسمشر غني: پاکستان باید افغانانو ته خپله ریښتینولي ثابته کړي

ولسمشر غني نن د امن او ثبات کنفرانس په پای کې ددغه کنفرانس له ګډونوالو سره کتلي دي او له دوی سره یې پر افغان سوله او ثبات خبرې کړې دي. ولسمشر غني ټینګار کړی چې پاکستان باید د افغانانو پر وړاندې خپله نا اعلان کړې جګړه پای ته ورسوي او ژر تر ژره دې د سولې په برخه کې رښتینې همکاري وکړي. د هغه په خبره پاکستان ته په کار ده چې ولسواک او … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ښځه د ښځې دښمنه ده!

د عنوان په لوستو به حیران شوي یاست چې څنګه شونې ده، ښځې دې د ښځو دوښمنۍ ته مخه کړي، او یا لږ تر لږه ولې دا عنوان ټاکل شوی دی. خو په خواشینۍ سره که تاسو د خپل ژوندانه ټولو اړخونو، د کورنیو وضعیت او له کوره بهر د ښځو او نجونو تر منځ اړیکو ته وګورئ نو په عنوان کې پروت حقیقت به درته څرګند شي. که په کورنیو کې روان وضعیت ته … نور ولولئ
سپورټ

د هندوستان کريکټ بورډ د ای پي ايل د لوبو مهالوېش اعلان کړ

د هندوستان پريمر ليګ سږکال بيرته په هندوستان کې ترسره کېږي. د هندوستان کريکټ بورډ د ۲۰۲۱ز هندوستان پريمر لېګ مهالوېش اعلان کړ. د کابو دوه کلونو وروسته يوځل بيا هندوستان د خپل لېګ کوربتوب کوي،احمد اباد،بنګلور ، چينای ،ډهلي ،ممبی او کلکتې ښارونو کې دا لوبې ترسره کېږي. دا پړاو د اپريل په نهمه پيلېږي او په چينای ښار کې به دفاعي اتله لوبډله ممبی انډينز او او رويال چلنجر بنګلور په لومړۍ لوبه … نور ولولئ
سپورټ

د دریو افغان لوبغاړو په اړه د حیدراباد نظر

سږ کال آی پي اېل کې درې افغان لوبغاړي د سن رایزرز حیدراباد لوبډلې پیرلي دي. دې لوبډلې په رسمي فیسبوک پاڼه د افغان لوبغاړو په اړه بېلابېلې جملې لیکلي دي. مجیب مجیب الرحمن یې یو هوښیار او ځیرک بالر بللی دی او د هغه په اخیستلو یې خوښي ښکاره کړې ده او ویلي یې دي چې مجیب الرحمن د حیدراباد نماینده یا استازی دی. هغه له دې وړاندې له پنجاب لوبډلې سره ولوبېد او … نور ولولئ
افغانستان

د افغانو مېرمنو د ژوند ناخوالې او مثبت بدلونونه

د ښځو ټولنیز پرمختګ د ډېریو علمي او سیاسي شننو یوه مهمه برخه جوړوي. په دې اړه خورا ډېرې لیکنې شوي او لا هم څېړنې پرې روانې دي چې د افغانو مېرمنو د ژوند هر اړخیز وضعیت وارزوي. د تاریخ په بهیر کې موږ ډېرې داسې کیسې اورېدلي چې مېرمنې ځورول شوي، کړول شوي، نا انساني چلن ورسره شوی، ناهيلې شوي او ماتې شوي دي؛ خو تر څنګ یې دوی ته د ودې، پرمختګ، سوکالۍ … نور ولولئ
افغانستان

 وچکالي، ننګوونکی ګواښ!

لیکنه: محمد رفیق جنبش د فیوز نټ ( د قحطۍ په اړه د خبراوي ادارې) د وروستي راپور په اساس به د ۲۰۲۱ کال  په اوږد کې د هېواد ۹ ولایتونه په لومړني پړاو کې او۲۲ نورو ولایتونو په دوهم پړاو کې د قحطۍ له جدي ګواښ سره مخ شي. فیور نټ زیاتوي، چې د هېواد په اکثریت ولایتونو د کم اورښت لامله د غنمو حاصلات کم شوي. د کندهار او هلمند خلکو هم سږ … نور ولولئ
سپورټ

فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې اوس مهال په متحده عربي اماراتو کې په رسمي سفر بوخت دي، په انلاین بڼه خبرې وکړې او بریا ته یې وهڅول.   اعلامیه کې ویل شوي، چي فرهان یوسفزي د ملي لوبډلې لوبغاړو د وروستیو هڅو د تشویق او ملاتړ … نور ولولئ
سپورټ

ویسټ انډیز د سریلانکا څخه لړۍ وګټله؛ تاریخي ریکارډ هم پکې و

لیکنه: محمدصابر حمیدي   ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلې په خپل کوربتوب له سریلانکا څخه د دریو شل اوریزه سیالیو لړۍ دوه پر یو وګټله.   لومړۍ شل اوریزه لوبه   لومړۍ شل اوریزه لوبه، چې د مارچ میاشتې په درېیمه نېټه ترسره شوه، پکې لومړی سریلانکا لوبډلې توپوهنه وکړه، سریلانکا په ټاکلو شلو اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۱ منډې وکړې او ویسټ انډیز ته یې د ۱۳۲ منډو هدف وټاکی. … نور ولولئ
روانې سلامتي

برنارد شاو: هوښيارې مېرمنې واده نه کوي!

له برنارد شاو څخه پوښتنه وشوه! آيا هوښيارې مېرمنې د خپل خاوند لپاره ښې مېرمنې کېداى شي؟ برنارد له ځنډ وروسته وويل: هوښيارې مېرمنې هېڅکله واده نه کوي. د برنارد شاو هدف له واده کولو سره مخالفت نه و، بلکې د نارينه وو زور زياتى او نه باور د دې ډول نظريې سبب ګرځي. که مېرمنې د ژوند له هر ډول ستونزو سره لاس او ګريوان کېږي، نو پړه يې پر نارينه وو ده. که … نور ولولئ
ژوند بڼه

د بې وسۍ انتها؛ پلار مې پڼځوس کلن بوډا ته واده کړم

سهار وختي له کوره د پوهنتون په لور پر لاره و، چې ناڅاپي مې سترګې په يوې داسې مېرمن ولګېدې، چې ظاهري حالت يې له وايه وضاحت ته اړتيا نه درلوده. تر ستړي مشي وروسته مې ورته وويل: خورې ولې دومره ناهيلې يې؟ په نمجنو سترګو يې راوکتل او ويې ويل: يوازې زه نه، بلکه ټولې افغان مېرمنې هره ورځ لپې لپې اوښکې تويوي. راته يې وويل ژوند هغه وخت برباد شو چې کله مې … نور ولولئ