سپورټ

د هغه نوموتي پاکستاني کرکټر د غربت کیسه چې د ازموینې لپاره یې بوټان او جرابې نه لرلې

د پاکستان په سوداګریز کرکټ لوبو کې د ملتان سلطان په ګټه نوی بالر شهنواز داني ولوبېد، نوموړي تر دې دمه په دغه لیګ کې د ۱۰ وېکټو په اخیستلو سره د ټول پي اېس اېل درېیم زیاتې وېکټې اخیستونکی لوبغاړی دی. له ده شاهین افریدی او ثاقب محمود مخکې دي، شاهین افریدي تر دې دمه ۱۲ وېکټې او ثاقب محمود ۱۱ وېکټې ترلاسه کړي دي. د شهنواز داني د غریبۍ کیسه داني کیسه کوي، … نور ولولئ
سپورټ

ازاده مبارزه؛ د حبیب نورمحمدوف سره د یوه افغان لوبغاړي ګډ تمریونه + انځور

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د ازادي مبارزې تکړه لوبغاړي نصرت حقپرست د روسیې هیواد د مشهوره مسلمان لوبغاړي حبیب نورمحدوف سره ګډ تمرینونه کړي.   حقپرست راتلونکې لوبې ته دا تمرینونه د ښه چمتوالي په موخه ترسره کوي.     نصرت حقپرست د ازادي مبارزې تر ټولو په لوړ او معتبره سازمان UFC  کې لومړنی افغان لوبغاړی دئ، چې پکې حضور لري.   ټاکل شوې نصرت حقپرست راتلونکې شنبه د نړۍ په یاد … نور ولولئ
سپورټ

د میسي او رونالډو لوبډلې له چمپېنزلیګ سره مخه ښه وکړه

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د اروپا د اتلانو فوټبال لیګ (چمپېنزلیګ) د دویم پړاو په سیالیو کې د نړۍ د نامتو لوبغاړو کریسټیانو رونالډو او لیونل میسي لوبډلو د سیالیو لوبډلو څخه ماته وخوړه او ویې نشو کړای بل پړاو ته لاره پیداکړي.   یوونټوس لوبډله   د کریسټیانو رونالډو په شتون کې یوونټوس لوبډلې د تګ او راتګ پړاو په سیالیو کې د پورتو لوبډلې څخه درې ګولونه پر دوه ماته وخوړه او له … نور ولولئ
افغانستان

روسیه:د افغان جګړې د پای ته رسېدو لپاره مو د مسکو غونډه رابللې

روسیې ویلي د روانې میاشتې په اتلسمه د افغان سولې په اړه غونډه جوړوي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلي له دې غونډې یې هدف دا دی چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی کم شي، جګړه ختمه شي، دواړه لوري په خپلو کې شته ستونزې حل کړي او په پایله کې یې یو ازاد، با ثباته، خپلواک او پرمختللی افغانستان جوړ شي. زخارووا زیاته کړې چې په دې غونډه کې یې … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني له افغان سیاسیتوالو سره په ارګ کې وکتل

ولسمشر غني له افغان سیاسیونو سره د سولې د نوو پرمختګونو په تړاو خپلې غونډې پيل کړې دي. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني تېره ورځ ناوخته په ارګ کې د ځینو سیاسي ګوندونو له مشرانو او سیاسي شخصیتونو سره د سولې پر نوو پرمختګونو او اړوندو مسایلو خبرې کړې دي. اعلامیه زیاته کړې چې په دې غونډه کې پخواني جهادي شخصیت عبدالرب رسول سیاف، د ملي … نور ولولئ
سپورټ

د اصغر سلیزه له مثبتو او منفي غبرګونونو سره مخ شوه

د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان د چهارشنبې په ورځ د زِمبابوې پر وړاندې دویمه ټېسټ لوبه کې په ۱۲۱ توپونو سلیزه بشپړه کړه او په ۱۳۵ توپونو یې د لومړۍ ورځې تر پایه ۱۰۶ ناسوځېدلې منډې وکړې. د کرکټ بورډ په دې پوسټ چې افغان سلیزه بشپړه کړه، خلکو سلګونه کمېنټونه کړي دي، چې ځېنو د هغه سلیزه مثبته بللې او د نوموړي توپوهنه یې غوره بللې ده. ډېری افغانانو په خپلو فیسبوک … نور ولولئ
سپورټ

کابل کې د ښځو د نړيوالي ورځې په مناسبت د سترنج سيالۍ

کابل کې د ښځو د نړيوالي ورځې په مناسبت د ښځينوو ترمنځ د سترنج سيالۍ ترسره سوې. د افغانستان د المپيک کمېټې د خبر له مخې د ښځو د نړيوالي ورځې د لمانځنې په خاطر يې دا سيالۍ په لاره واچوالې چې ۱۲ تنو پکښې ګډون کړی وو . د سترنج دا سيالۍ د سويس هيواد د لوبو په ډول ترسره سوې چې په پايله کې لومړي ،دويم او دريم مقامونو ته جائزې او ستاينليکونه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ناروا اړیکو درلودل انسان له سترو ننګونو سره مخ کوي

د اسلام مبارک دین هغه دین دی، چې د منطقي دليل پرته یې داسې هېڅ څه شتون نه لري، چې پر انسان یې منع کړي وي او د هر څه په اړه یې موږ ته دا ښودلي، چې ولې او د څه لپاره موږ پر انسان دا کار حرام ګرځولی دی. د بېلګې په توګه، د شرابو څښل. شراب د انسان بدن باندې ډېره بده اغېزه لري، او له جسمي کمزوریو نیولې تر اروايي ناروغیو … نور ولولئ
سپورټ

د هند کوچني لوبغاړي د ډوني او کولي ریکارډونه مات کړل

پرېتوي شاو چې نږدې دوه کاله وړاندې د هندوستان د نولس کلنو لوبډلې لوبډلمشر و په چټکه توپوهنه کې یې نوم ګټلی دی. کله چې په ۲۰۱۹ کې په آی پي اېل کې د ډیلي کپېټلز لوبډلې په ګټه ولوبېد، نو لوبه یې خورا زړوره او چټکه وه. همدا علت و چې د غوره لوبې په کولو سره د هندوستان ملي لوبډله کې هم واخېستل شو. هغه د سه شنبې په ورځ د ممبيي لوبډلې … نور ولولئ
ژوند بڼه

«نه» ویل زده کړئ

ډېری کسان به مو لیدلي وي، چې نه ویل یې په خوله کې نه وي او نه شي کولای، چې چاته نه و وایی. دا چې ولې ځینې کسان ( نه) نه شي ویلای لاملونه یې څه دي او څه باید وکړو چې نه ویل زده کړو په دې اړه په دې لیکنه کې معلومات تر لاسه کړئ. ( نه ) ویل هغه څه دي، چې ځینې وختونه په ځینې موضوعاتو کې ورته اړتیا پیدا … نور ولولئ