افغانستان

د چین سفیر: د افغان سولې لپاره د نړیوالې اجماع په پیاوړتیا کې هڅه کوو

چین وايي د افغان سولې په تړاو د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع په پیاوړي کولو کې هڅه کوي. په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره کتلي او د سولې او نورو سیمه ییزو مسایلو په اړه یې خبرې کړې دي. چین ویلي چې دوی د افغان سولې په تړاو د نړیوالې او سیمه ییزې اجماع د پیاوړتیا لپاره کار کوي او دغه راز به د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د هیواد د کلتور ژوندي ساتلو لپاره باید دې ۲۱ ټکو ته پام وکړو

راځئ چې خپل ځان او راتلونکي نسل لپاره داسې کلتوري کړنې تر سره کړو تر څو د نړۍ د یو کلتور لرونکي هېواد او ټولنې په توګه یاد شو او خپلو ټولو کړنو او اصولو ته ټینګه پاملرنه وکړو، د کلتوري کیدو لپاره لنډه لاره، د علم او معرفت تر لاسه کول، مطالعه او کورنۍ تربیه بنسټیز رول لوبي. دلته ځینې کړنې د کلتور د معنا او مفهوم د پوهېدو له پاره یادوم خو په … نور ولولئ
سینما او موسیقي

د هندي سېنما د اثارو د ساتلو پخاطر امتابچن ته نړيواله جائزه ورکول کېږي

د آرشيف نړيوال فدراسيون د باليووډ پلار امتابچن ته د هندي سينما د اثارو د ساتلو پخاطر جائزه ورکوي. د ارشيف نړيوال فدراسيون يا FIAF په انلاين مراسمو کې چې د رواني مارچ مياشتي په ۱۹مه نېټه ترسره کېږي امتابچن ته د مارتين اسکورسيزي او کريستوفر نولان پواسطه جائزه ورکول کېږي. نولان چې پخپله يې هم په ۲۰۱۷ز کې دا جائزه ګټلې ، بچن ته يې مبارکي ورکړې ويلي : د فلمي صنعت د څېرو … نور ولولئ
روانې سلامتي

انټرنېټ او ویب سایټ څه شی دی او کله رامنځته شول؟

انټرنېټ څه شی دی؟ ـ انټرنېټ له هغه نړېوال جال عبارت دی، چې نږدې د نړۍ هر پوهنتون او حکومت ورسره وصل او منځپانګه یا ځولۍ یې له سلو ملینو زیاتو ویب پاڼو ډکه ده. له دغه نړېوال برېښنایي جال سره د نړۍ په ملیونونه کمپیوټرونه / سمارټ مبایلونه تړلي او د معلوماتو له دغه سمندره هره شېبه په ملیونونو خلک استفاده کوي. په انټرنېټ کې له سلو څخه زیات هېوادونه ډول، ډول معلومات، خبرونه … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان د ځنډول شوي کرکټ لیګ پر نوې نیټه سره د لوبډلو مالکانو هوکړه وکړه

د پاکستان کرکټ بورډ ویلي، چې د لوبډلو مالکانو بالاخره سلاح وکړه، چې د پي اېس اېل پاتې لوبې به د جون میاشت کې بیا پیل شي. د مارچ میاشت په لومړیو کې د پاکستان سوداګریزې کرکټ لوبې وروسته له هغې وځنډول شوې، چې د ځېنو لوبډلو د لوبغاړو او د لوبډلو د ملاتړو کسانو د کرونا ټېسټونه مثبت وختل. د پاکستان د کرکټ بورډ او د لوبډلو د مالکانو ترمنځ د تېرې پنجشنبې په … نور ولولئ
سپورټ

د اسیا جام او د پاکستان لوبې سره په ټکر کې دي

د پاکستان کرکټ بورډ د تېرې چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د پاکستان سوداګریزو کرکټ سیالیو پاتې شل لوبې به د مې له ۲۵ مې د جون تر نیمایي پورې ترسره کړي. دا لوبې د کرونا له امله ځنډول شوي دي او څوارلس لوبې یې تر دې دمه ترسره شوي دي. بل پلو د ۲۰۲۱ کال اسیا جام هم په جون میاشت کې ترسره کېږي. د ویکي پېډیا ویب پاڼې لیکلي، چې دا ځل … نور ولولئ
افغانستان

افغان او امریکايي لوري پر سولې او روان تاوتریخوالي خبرې کړې

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني تېره ورځ د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ له قومندان جنرال کېنټ مکینزي سره کتلي دي. په دې لیدنه کې چې ګڼ نور افغان چارواکي او په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان هم شامل و، پر بېلو مسایلو خبرې شوې دي. اعلامیې زیاته کړې چې دواړو لورو په هېواد کې روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ بللی … نور ولولئ
افغانستان

وحید عمر: هېڅوک دا حق نه لري چې د خلکو لپاره حدود وټاکي

په عامه او ستراتیژیکو چارو کې د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار وحید عمر وايي، هېڅ کس یا اداره حق نه‌ لري چې د اساسي قانون پر خلاف د هېوادوالو لپاره محدودیتونه وټاکي. ښاغلي عمر دغه څرګندونې د پوهنې وزارت د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې چې ویلي یې دي له ۱۲ کلنۍ د لوړ عمر لرونکې نجونې  نه‌ شي کولای د نارينه وو په غونډو کې ترانې ولولي. نوموړي نن شنبه پر خپله ټویټرپاڼه … نور ولولئ
نړۍ

هند؛ د واده په دوديزو مراسمو کې ناوې له ډېرې ژړا مړه شوې

له هندوستان ټایمز څخه په نقل د سپوټنیک د راپور پر بنسټ، په هندوستان کې د واده په دوديزو مراسمو کې د ناوې زړه له ډېرې ژړا درېدلی او یاده ناوې مړه شوې ده. د هند د دودیزو مراسمو له مخې، د واده له دود څخه وروسته، ناوې باید د خدای په امانۍ دود ترسره کړي، دا مراسم هغه مهال ترسره کېږي چې ناوې له خپلې کورنۍ څخه خدای په اماني اخلي او له خپل … نور ولولئ
سپورټ

په ټېسټ کرکټ کې فالو آن څه ته وایي،راځئ پرې پوه شو

د افغانستان او زِمبابوې ترمنځ دوو ټېسټ لوبو کې د فالو آن (Follow on)په نوم اصطلاح دوه ځلې وکارول شوه. لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه، چې ۱۳۱ منډې یې وکړې او زِمبابوې یې په ځواب کې ۲۵۰ منډې وکړې. دې وخت کې زِمبابوې د فالو آن قانون څخه کار واخیست او افغانستان ته یې د دویمې پاڼۍ توپوهنې بلنه ورکړه. افغانستان د زِمبابوې منډې په دویمه پاڼۍ کې ورخلاصې کړې او زِمبابوې … نور ولولئ