افغانستان

د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي له سکاټ مېلر سره کتلي

د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي په دوحه کې له امریکایي نظامي چارواکو سره کتلي دي. د راپورونو له مخې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر په دوحه کې د افغان حکومت له مذاکراتي پلاوي سره کتلي دي. په دې لیدنه کې پر بېلو مسایلو بحث شوی دی. سرچینې زیاته کړې چې افغان مذاکراتي پلاوي له مېلر سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې باید ژر تر ژره … نور ولولئ
افغانستان

د اسیا زړه کنفرانس پای: ګډونوالو یې په افغانستان کې د سولې پر راتګ ټینګار وکړ

ددغه کنفرانس په پای کې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې اوسنی تاوتریخوالی او جګړې بوږنوونکې دي او ددې جدي اړتیا ده چې په دغه هېواد کې دایمي اوربند رامنځ ته شي او دایمي سولې ته زمینه برابره شي. همدا راز د کنفرانس ګډونوالو هېوادونو ژمنه کړې چې دوی د افغانستان د سولې له پروسې سره بشپړه او هر اړخیزه همکاري کوي او تمه لري چې دغه هېواد کې روانې جګړې … نور ولولئ
سینما او موسیقي

د باليووډ پر لوبغاړو ، د کرونا وېروس اغېز

کرونا وېروس يو ځل بيا پر باليووډ سېنما اغېز کړی. تېر ۲۰۲۰ز د نورو کارونو او ورزشونو تر څنګ پر سېنما هم اغېز وکړ او سخته ضربه يې ورکړه. د هاليووډ څخه تر باليووډ پورې مشهور اداکاران او ادا کارانې په کرونا وېروس اخته سوه،شوټينګونه په ټپه ودرېدله او سينماوو ته د خلکو پر تګ بنديز ولګېدی. په تېرکال کې داسې فکر نکېدی چې د کرونا وېروس له کبله به په راتلونکو نيږدو کلونو کې … نور ولولئ
افغانستان

قریشي: پاکستان سولې ته د رسېدو لپاره له خپلواک او ډیموکراتیک افغانستان ملاتړ کوي

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره‌ شوې خپرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني نن د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه‌محمود قریشي سره وکتل او د سولې د روانې پروسې په اړه خبرې وشوې. خپرپاڼه کې زیاته شوي چې ولسمشر غني نن له غرمې مخکې د اسیا زړه ـ استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو نهم کنفرانس په څنډه کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره وکتل. په دې لیدنه … نور ولولئ
افغانستان

جي شنکر: د دایمي سولې لپاره دې دواړه لوري ژمنتیا وښيي

هند وایي د افغانستان د سولې په مسئله کې د سیمې د هېوادونو همکاري اړینه ده. د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شینکر د اسیا زړه هېوادونو په کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې د سولې په برخه کې د پرمختګ لپاره د دواړو لورو ترمنځ نرمښت ته اړتیا ده او باید مذاکراتو ته ژمنتیا رامنځ ته شي. د هغه په وینا د مذاکراتو دواړه لوري باید سولې ته ژمنتیا وښيي او … نور ولولئ
افغانستان

جلال اباد کې وسله والو درې ښځینه واکسیناتورانې وژلې

ناپيژاندو وسله والو د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې په دوو جلا پېښو کې درې ښځینه واکسیناتورانې په ډزو وژلي دي. امنیتي سرچینو ویلي، نن سهار شاوخوا لس بجې د جلال اباد ښار اوومه او څلورمه ناحیه کې په دوو جلا پېښو کې درې واکسیناتورانې وژل شوي دي. بلخوا ویل کېږي چې په دې بریدونو کې د درېیوو ښځو په ګډون څلور واکسیناتوران وژل شوي دي. د ننګرهار مرکزي روغتون ویلي دي چې … نور ولولئ
خواړه

جنین ته د قهوې زيانونه؛ د کم وزن او په راتلونکې کې د شکر ناروغۍ ګواښ زیاتوي

ژباړه څېړونکي دې پايلې ته رسېدلي هغه ډله اومېندواره مېرمنې چې قهوه څښي، د ماشوم وزن او قد يې د هغوی په پرتله چې په دغه موده کې دا ډول څښاکونه نه څښي، کم وي. يونيس کندي شرافر ويلي، چې څېړنه د ماشومانو او انساني روغتيا او ودې انستيتيوت له خوا ترسره شوېده. څرنګه چې کاترين ګرانتز د طبي علومو ډاکټر او د څېړنې ليکوال توضيح ورکړې، څېړنو ښودلې، چې حامله کافيين لروونکي څښاکونه، راکم … نور ولولئ
سپورټ

په نړیوال کرکټ کې وروڼه د وروڼو پر وړاندې

د کرکټ په نړۍ کې اکثره وخت داسې کېږي، چې دوه وروڼه د دوو نورو پر وړاندې راڅرګند شي او د یو بل پر وړاندې لوبېږي. د هند او انګلستان ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې د هندوستان پانډیا برادرز د کورن برادرز پر وړاندې ولوبېدل. هارډېک پانډیا او کرونال پانډیا د هند کرکټ لوبډله کې دوه تکړه لوبغاړي دي. کرونال پانډیا د ۲۰۲۱ز د مارچ په ۲۳مه د یو ورځنیو لوبو پیل وکړ او … نور ولولئ
افغانستان

سي ان ان: پنټاګون په افغانستان کې مالي ستونزو سره مخ دی

پنټاګون په افغانستان کې د وتلو یا نه وتلو د پرېکړې له امله له ناوړه مالي وضعیت سره مخ ده. سي ان ان په یوه راپور کې وایي د تېر کال د فبرورۍ له هوکړې سره سم باید امریکایي ځواکونه تر مې میاشتې پورې له افغانستان ووځي خو دا چې تر دې دمه امریکايي حکومت د خپلو سرتېرو برخلیک نه دی روښانه کړی نو په افغانستان کې مېشت امریکایي ځواکونه هم له نامعلوم نظامي او … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان کې ایراني زعفرانو د وطنيو بازار خراب کړی

هرات کې د زعفرانو یو شمېر کروندګر او سوداګر هېواد ته د ایراني زعفرانو پر وارداتو او د نړۍ هېوادونو ته یې د افغانستان په نوم صادراتو نیوکې کوي او وايي، افغانستان ته د ایراني زعفرانو واردات د افغاني زاعفرانو د بیې د ټیټوالي لامل شوي دي. د هغوې په وینا، اوس د هرات په بازارونو کې یو کیلوګرام زعفران له ۳۰ تر ۴۰ افغانیو پلورل کېږي چې په خبره یې، په تېرو کلونو کې … نور ولولئ