افغانستان

مزار: د نوي کال جشن نمانځلو لپاره امنیتي تدابیر نیول شوي

د بلخ ځايي چارواکي وايي، د نوي کال جشن نمانځلو لپاره پراخ امنیتي تدابیر نیول شوي او د پولیسو، ملي اردو، ملي امنیت په ګډون شاوخوا څلور زره ځواکونه مؤظف شوي دي. د دې ولایت د پولیسو ویاند «عادل شاه عادل» رسنیو ته وویل، چې د دې جشن لپاره سر له اوسه مزار ته په غځېدلو لارو د امنیتي ځواکونو منظمې ګزمې پیل شوې او په خبره یې چې سږنی جشن به په آرامه فضا … نور ولولئ
سپورټ

د هندوستان او انګلستان پاته لوبې د تړلو دروازو تر شا ترسره کېږي

د انګلستان او هندوستان ترمنځ پاتې ۳ شل اووريزي لوبې د کرونا وېروس له کبله د تړلو دروازو ترشا ترسره کېږي. د ګجرات د کريکټ ادارې ويلي چې د ټيکټ رانيوونکو روغتيايي اصول نه مراعتوله نوځکه نور مينوال لوبې د نيږدې څخه نسي کتلای. د ګجرات د کريکټ د ادارې وياند دانراج ناتواني ويلي ،هغو کسانو چې د پاتو ۳ لوبو لپاره ټيکټونه اخيستي موږ ورته يوه پاليسي جوړوو تر څو د هغوی پيسې بيرته … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ډیرې مینې بده پایله؛ مینه باید یو طرفه ونه اوسي

که چېرته يو څه مو سترګو ته ډېر نږدې کړو نو بالاخره هغه شى مو سترګو ته نه ښکاري. انسانان هم همداسې دي، که چېرې تل يې تر څنګ اوسو او ډېره مينه ورسره وکړو نو د دې لامل کېږي چې مونږ يې نور له سترګو ولوېږو. د نړۍ په پيدا شويو اړيکو کې، د هرې اړيکې دا خاصيت دى، چې که تل احساسات ورته بيان کړو او دا ورته ښکاره کړو، چې څومره ډېره … نور ولولئ
ژوند بڼه

د ګډ ژوند ښکلي کول؛ د يو بل ستاينه وکړئ

د ګډ ژوند پيل د نړۍ په بېلابېلو قومونو او دينونو کې د بېلابېلو موخو لپاره ترسره کېږي. چې ډېرى د ژوند اړينې اړتيا او د ژوند بقا لپاره کوي. دلته مونږ د ګډ ژوند په خوږ باندې ځينې کرښې لیکلي: ۱ـ ذهن کې منفي فکرونو ته ځاى مه ورکوئ: منفي فکر د اړیکي زوال ده. په سلو کې ۹۰سلنه اړیکې د دې لپاره له منځه ځي، چې دوی د یو بل په مقابل کې … نور ولولئ
نړۍ

د بریتانیا شاهي کورنۍ د شهزاده هیري تورونه رد کړل

برطانوي شهزاده هيري وروسته له هغې تر نيوکو لاندې راغلی، چې پر خپل پلار شهزاده چارلس يې د مالي مرستې لګول شوي تورونه رد کړل. د لویدیځو رسنیو راپورونو په حواله، د شهزاده چارلس نږدې ملګري د وروستي کوربه “اوپرا وینفري” سره د تفصيلي مرکې په ترڅ کې د شهزاده هیري لخوا لګول شوي تورونو په اړه غبرګون وښود، چې ګوندي د هغه پلار ، شهزاده چارلس یې مالي ملاتړ نه کاوه. شهزاده هیري د … نور ولولئ
افغانستان

وسله والو په بغلان کې د پوهنتون د استادانو پر موټر برید کړی

د راپورونو له مخې پېښه نن سهار هغه مهال شوې ده چې یو شمېر استادان د پوهنتون له موټر په استفادې د خپلې دندې پر لور روان وو. ځایي سرچینې وايي چې دغه استادانو د بغلان پوهنتون د کرنې په پوهنځي کې تدریس کاوه او ویل کېږي چې په برید کې مرګ ژوبله هم اوښتې ده. د لومړنیو راپورونو له مخې په برید کې دوه کسه وژل شوي او شپږ کسه نور ټپیان دي. امنیتي … نور ولولئ
سپورټ

په هندوستان کې د پخوانیو نړيوالو کريکټرانو لوبې

په هندوستان کې د مارچ میاشتې په اوومه نېټه د هندوستان، اسټرالیا، سویلي افریقا، انګلستان، ویسټ انډیز، بنګله دېش او سریلانکا پخوانیو لوبغاړو ترمنځ لوبې پیل شوي دي. په دې لوبو کې اووه لوبډلې شاملې دي، چې درې لوبډلې نیمه پایلوبو ته رسېدلې او د انګلستان او ویسټ انډیز څخه به یوه لوبډله نن ماخستن لومړۍ نیمه پایلوبې ته ورسېږي. دا لوبې د با امنه نړۍ په نامه پیل شوي دي. د سویلي او هندوستان … نور ولولئ
سپورټ

د حشمت الله شهیدي په ګډون هغه لوبغاړي چې غبرګې سليزي يې وهلي دي.

د افغان کرکټ ملي لوبډلې کیڼ لاسی ټاپ ارډر توپ وهونکی حشمت الله شهیدي د غبرګو سليزو په نړیوالو توپوهونکو کې شمار شو. هغه د زِمبابوې پر وړاندې دویمه ټېسټ لوبه کې ۲۰۰ ناسوځېدلې منډې وکړې او ځان یې د غوره توپوهونکو په ډله کې راويست. هغه توپوهونکي، چې د ټېسټ زیاتې غبرګې سلیزې یې وهلي دي لومړی مقام د اسټرالیا د براډمن په نامه د توپوهونکي دي، هغه ۱۹۲۸ز څخه تر ۱۹۴۸ز پورې ۱۲ … نور ولولئ
اقتصاد

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کوچیانو لپاره څه کوي؟

د افغانستان د اقتصاد وزارت د شمیرو له مخه ۸۹ ٪ کوچیان بې وزلي دي. کوچیان سربیره پر بې وزلۍ له راز، راز ستونزو سره لاس او ګریوان دي اړین روغتیايي مرکزونه او کلینیکونه نه لري، د ماشومانو لپاره یې ښوونځي نه دي جوړ شوي، د څړځایونو پر اړه یې ستونزې راټوکیدلي، د تګ راتګ لارې یې ماینونه لري، تر ډیره یې څاروي نه واکسنیږي، د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري، وچکالۍ … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: د افغان سولې لپاره د مسکو غونډې ته خلیلزاد لېږو

امریکا وایي د مسکو غونډه به د افغان سولې لپاره د نړیوالو هڅو تکمیلوونکې وي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون (دوشنبه) اعلان وکړ چې د افغانستان د سولې لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې په اړه د مسکو په کنفرانس کې ګډون کوي. خلیلزاد، چې تېره اوونۍ په کابل کې له ولسمشر غني او نورو افغان چارواکو سره د امریکا د سولې د نوې طرحې په اړه … نور ولولئ