بریا او پرمختګ

اپل؛ بازار ته د نوي ایپډ وړاندې کولو نېټه په ډاګه کړه

د اپل کمپنۍ دغه نوی ایپډ پرو به له ۱۲.۹ اېنچ اندازې سره په راتلونکي میاشت کې نندارې ته وړاندې کېږي. له بلومبرګ څخه په نقل د سپوټنیک د راپور پر بنسټ، د اپل امریکايۍ کمپنۍ به د ایپډ پرو نوی ماډل چې نوی پراسیسور او پياوړې کېمره لري د روان کال په اپرېل کې نندارې ته وړاندې کړي. د بلومبرګ په وينا، اپل کمپنۍ به نوي ټبلیټونه بازار ته وړاندې کړي چې په دغو … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د اینسټاګرام نوې تګلاره

اینسټاګرام پرېکړه کړې چې تر دې وروسته به نېغ په نېغه د اينسټاګرام د لوړ عمر لرونکو کارونکو پيغام نوو ځوانانو ته نه لېږدوي. اینسټاګرام د تنکيو ځوانانو د ساتنې لپاره په دغې ټولنیزې شبکې کې خپل نوی سیاست اعلان کړی دی چې د دغه اعلان پر بنسټ وروسته تر دې د اینسټاګرام لوړ عمر لرونکو کاروونکو ته اجازه نه ورکوي چې هغوی تنکيو ځوانانو ته پيغام ولېږدوي چې د همدغو تنکيو ځوانانو له خوا … نور ولولئ
کرونا

کرونا زرګونه کمکۍ نجونې اجباري ودونو ته اړ کړې

د ماشومانو د ملاتړ يوه بنسټ ويلي دي چې د کرونا لړ کې د سوېل ختیځې اسیا او ارام اقیانوس کې زرګونه نجونې اجباري ودونو ته اړ ایستل شوې دي. له ګارډين ورځپاڼې څخه په نقل د سپوټنیک د راپور پر بنسټ، د اسیا په سويل ختيځ او ارام اقیانوس کې زرګونه کمکۍ نجونې چې د کورنيو پر اوږو اقتصادي بار ګڼل کېدې، دې ته اړ شوې دي چې د خپل مور او پلار په … نور ولولئ
په زړه پورې

روسی ماشوم؛ له ۲۳م پوړ څخه تر غورځېدو وروسته ژوندی پاتې شو

په روسيې کې يو ماشوم وروسته تر دې چې د يوې ودانۍ له ۲۳م پوړ څخه په عجيبه بڼه لاندې وغورځید بیا هم ژوندی پاتې شوی دی. له ماش ټلیګرام څخه په نقل د سپوټنیک د راپور پر بنسټ، دغه ماشوم د روسيې د نووچبکسارسک په ښار کې له ۲۳م پوړ څخه ښکته وغورځېد او له غورځېدو وروسته موټر وواهه. دغه ۱۱ کلن ماشوم يوه باربري موټر وواهه چې د دغې ودانۍ لاندې درول شوی … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ځان پېژندنې او ځان جوړونې په لور ګامونه

  ټول انسانان داسې ځانګړي خلاقیتونه لري چې حتا خپله هم نه پوهېږي، خو کله چې موږ دا ټکي هر ځل تکرار کړو نو خپل ځان به ډېر درک کړو، ځان کې به بدلون احساس کړو او د بریا په لور به ګامونه کېږدو. د ژوند په هر پړاو کې باید د هغه د ښه‌والي لپاره فکر وکړو. لومړۍ فکر بیا پرېکړه وکړو او د عمل لپاره اقدام وکړو. د هغه په ترسره کولو کې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د پایلیک/ مونوګراف د دفاع کولو اوولس غوره تګلارې

ژباړه او زیاتونه تاسو خپل مونوګراف یا تېزس دفاع کړی؟ له دفاع کولو یې وېره لرئ؟ ایا د دفاع کولو پر وخت له پوښتنو وېرېږئ؟ په دې لیکنه کې مو د دې اړوندو موضوعاتو او د پایلیک د دفاع کولو لپاره غوره تګلارې درته ویلي چې تاسو یې په کارولو سره کولی شئ، په خورا ښه بڼه پرته له کومې وېرې خپل پایلیک یا تېزس دفاع کړئ. د پایلیک دفاع کول د یوه اوږده مزل … نور ولولئ
سپورټ

د نیوزيلېنډ توپ اچوونکو د بنګله‌دېش لوبډله تر ۱۳۱ منډو محدوده کړه

  د بنګله دېش کرکټ لوبډلې د شنبې په سهار له نیوزیلېنډ سره د نیوزیلېنډ په ډنېډن سیمه کې لومړۍ یو ورځنۍ لوبه ترسره کړه. په دې لوبه کې نیوزیلېنډ د ټاس په ګټلو سره لومړی توپ اچونه وکړه. د بنګله دېش کرکټ لوبډلې ښه پیل ونه کړ، دې لوبډلې د نیوزیلېنډي چټک بالر پر وړاندې ثبات ونه ښود. ټرېنټ بولټ د دې لوبډلې لوبډلمشر او پیلیز توپوهونکی تمیم اقبال په ۱۳ منډو وسوځېد او … نور ولولئ
سپورټ

د نړۍ تر ټولو ټیټ قدي کرکټ لوبغاړي

د کرکټ په نړۍ کې ټیټ قدي لوبغاړي هم تېر شوي او ځېنې لا هم په کرکټ کې بوخت دي. که څه هم ډېری لوبغاړی ټیټ قدي دي، خو د کرکټ په نړۍ کې یې لوبېدل دومره اغېزناک دي، چې تصور یې نشي کېدای. مشفق الرحیم، حشمت الله شهیدي، ډېوېډ وارنر، ټېمبا بووما او ځېنې نور لوبغاړي شته چې د کرکټ په نړۍ کې لا هم لوبېږي؛ خو رسنیو بیا لس ټېټ قدي لوبغاړي یاد … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: د ناټو له غړو هېوادونو سره د افغانستان په اړه خبرې کوو

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن راتلونکې اوونۍ کې د ناټو له غړو هېوادونو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال فلیپ ریکر ویلي چې بلنکن به راتلونکې اوونۍ کې د ناټو سازمان په مقر کې د دغه سازمان له غړو هېوادونو سره د افغانستان پر وضعیت خبرې اترې ولري. هغه زیاته کړې چې په ناسته کې به په افغانستان کې د امریکایي … نور ولولئ
سپورټ

کرکټ؛ هند او انګلستان نن د لړۍ پایلوبه ترسره کوي

لیکنه: محمدصابر حمیدي   هند او انګلستان کرکټ ملې لوبډلې د پنځو شل اوریزه سیالیو وروستۍ لوبه نن ماښام ۶:۳۰ بجې ترسره کوي، چې تر دې مخکې د یادي لړۍ دوې لوبې هند او دوې لوبې بیا انګلستان ګټلي. که ننۍ لوبه هرې لوبډلې وګټله، نو د پنځو شل اوریزه سیالیو لړۍ په خپل نوم کوي.   د لړۍ لومړۍ لوبه   په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې لومړی توپوهنه هند وکړه، چې په ټاکلو … نور ولولئ