افغانستان

سویډن کمیټې د علیپور خلاف خبرو پر سر د ښکلا ځدراڼ دنده ځنډولې

د سويډن کميټې د ښکلا ځدراڼ دنده پدې جرم ځنډولې چې ولي يې د  عليپور پر ضد ټويټ کړی و. “ښکلا ځدران” په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو استازې او د سويډن کميټې غړې ده. اغلي ځدراڼ د دموکراتيکو  نورمونو په اساس دغه پوست ته نومانده او بيا د رایو په لاسته راوړلو سره بريالۍ اعلان شوه، چې تير کال يې خپله دنده پيل کړه. لکه څنګه چې تاسو خبر ياست تيره اوونۍ د … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني ایران ته؛ نور وړیا اوبه نشته، یا به پیسې راکوې یا تېل

ولسمشر غني وایي له دې وروسته به ایران ته وړیا اوبه نه ورکوي. ولسمشر غني چې نن یې په نیمروز ولایت کې کمال خان بند پرانیست، په همدې مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل چې د افغانستان د اوبو د مدیریت لپاره مهم پلانونه لري او ډېر ژر به افغانستان په زراعتي برخه کې پر ځان بسیا شي. نوموړي وویل چې ددې بند د پاتې برخو چارې به هم ډېرې … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان نړیواله درجه بندي کې لومړی ځای له لاسه ورکړ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړی راشدخان، چې د شل اوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندي کې لومړی نمبر توپ اچونکی وو، اوس له لومړي ځای څخه دویم ځای ته راکښته شو. د کرکټ نړیوالې شورا له لوري تازه بېلابیلې درجه بندۍ اعلان شوې، چې له مخې یې ذ شل اوریزه سیالیو د توپ اچونکو په درجه بندي کې د افغان لوبغاړی راشدخان څخه یاد لومړی ځای د سویلي … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشرغني د کمال خان بند پرانیست؛ وايي د قیامت په ورځ به دا اوبه زما شفاعت وکړي

ولسمشر اشرف غني د کمال خان بند د پرانېستو لپاره نن سهار د نیمزور ولایت مرکز زرنج ښار ته ورسېد. ارګ په دې اړه یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې سفر کې چې د جمهوري ریاست دواړو مرستیالانو، د چارو ادارې لوی رئیس، د کابینې یو شمېر غړو او نورو لوړپوړو دولتي چارواکو یې ملتیا کوله، د نیمروز په هوایي ډګر کې سیمه ییزو مسوولینو، د نیمروز ولایت قومي مشرانو او متنفذینو … نور ولولئ
افغانستان

بلېنکن:د سولې لپاره په افغانستان کې هڅو او فشارونو ته دوام ورکوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي له خپلو ملګرو هېوادونو سره په ګډه پوره هڅه کوي چې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسوي. نوموړی چې دمګړی په بروکسل کې دی او د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې یې برخه اخیستې وايي، امریکا او د ناټو غړي هېوادونه په ګډه افغانستان ته تللي او په ګډه به له دغه هېواد وځي. د نوموړي له قوله د امریکا د … نور ولولئ
سینما او موسیقي

سوشانت سينګ ته تر مرګ وروسته د هند ملي جائزه ورکړل سوه

د هند د ملي ايوارډ ۶۷ کلنه ننداره غوره اداکارانو او فلمونو ته په جائزې ورکولو سره ترسره سوه. ملي جائزه د هندوستان د دولت له لورې يو قوي او معتبره ايوارډ دی چې هرکال په مختلفو ژبو او مختلفو برخو کې هنري اثار تقديروي ، هنديان ورته په خورا درنه سترګه ګوري. سږکال د ترټولو غوره هندي فلم جائزه د سوشانت سينګ راجپوپ په اداکارۍ چيچوري فلم ته ورکړل سوه. چيچوري يو بهترين فلم … نور ولولئ
افغانستان

رویټرز: ولسمشر غني له وخت مخکې د ټاکنو طرحه جوړه کړې

ولسمشر غني به د ترکیې په کنفرانس کې له وخته د مخکې ټاکنو طرحه وړاندې کړي. د ارګ ځینو باوري سرچینو رویټرز ته ویلي ولسمشر داسې یوه طرحه جوړه کړې چې د سولې او اوربند په صورت کې له وخت مخکې ټاکنو ته زمینه برابروي. سرچینه وایي د طرحې له مخې طالبان باید لومړی شپږ میاشتې اوربند وکړي، تر هغه وروسته به ټاکنو ته زمینه برابرېږي، د ټاکنو د ترسره کولو کمیسیون به ددواړو لورو … نور ولولئ
سپورټ

هندوستان په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې انګلستان ته ماته ورکړه

د انګلستان او هندوستان ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د سه شنبې په ورځ د هندوستان په پونه ښار کې ترسره شوه. انګلستان د ټاس په ګټلو سره توپ اچونه وکړه. د هندوستان کرکټ لوبډلې لپاره روهېټ شرما ۲۸ ، شېکردوان ۹۸، ویرات کولي ۵۶ ، کی اېل راهول ۶۲ ناسوځېدلې او کرونال پانډیا ۵۸ ناسوځېدلې منډې وکړې. دې لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۱۷ منډې وکړې او انګلېنډ … نور ولولئ
سپورټ

د کمال خان بند د پرانیستې په ویاړ ملې لوبغاړي خپلو کي یوه لوبه کوي

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې اعلامیه کي راغلې، چې د افغانستان کرکټ بورډ اداره په پام کي لري، تر څو د کمال خان بند د پرانیستې په ویاړ د ملې لوبغاړو ترمنځ یوه شل اوریزه لوبه ترسره کړې.   اعلامیه کي ویل شوي، چې دا لوبه راتلونکې جمعې ورځ ماپښين مهال د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې پیلیږي، چې پر مهال به یې ګڼ نندارچیان هم … نور ولولئ
افغانستان

بشرحقونوسازمان: د سولې په وروستیو کې خبرو کې د ښځو په کم رنګه ګډون اندیښمن یوو

د بشري حقونو څار سازمان نن په یوه بیان کې د سولې په وروستیو ناستو کې د افغان فعالو میرمنو په کم رنګه شتون اندیښنه څرګنده کړې ده. دا اندیښنه داسې مهال ښودل شوې چې چې ټاکل شوې د لوړ پوړو حکومتي چارواکو او طالبانو ترمنځ د اپریل په میاشت کې په استانبول کې د افغانستان د سولې په هکله یوه مهمه ناسته ترسره شي. د بشر د حقوقو د څار سازمان ویلي، په مسکو … نور ولولئ