ځوانان او زده کړې

د دغو لاملونو له امله هېڅکله داسې مه ويده کېږئ!

ډېری خلک غواړي چې د خوب پر مهال پړمخې څملي ځکه چې د ارامتیا احساس کوي. خو هغوی په دې نه پوهېږي چې دا ډول څملاستل څومره خطرناک دی. د برنا د راپور پر بنسټ، دا ډول څملاستل ډېر روغتیايي زیانونه لري او حضرت محمد صلی الله عليه وسلم مسلمانان په ډېر کلکه ترې منعه کړي دي. علمي څېړنې ښيي چې پړمخې څملاستل ډېر خطر لري نو ښه ده چې انسان ښي خواته څملي. د … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

د دغو دوو مېوو ترکیب په چټکتیا سره د بدن غوړي اوبه کوي

د مېوو له ډلې کولای شو له سټروس (ګرېپ فروټ) او لېمو څخه نوم واخلو چې له یو بل سره په ګډه کولای شي د وينې د قند کچه ښکته راولي او د انسولین د ترشح کچه کمه کړي،د دې برسېره کولای شي چې د بدن مېټابوليزم او یا د بدن (میټابولیزم) کچه لوړه کړي او د غوړيو په ژر اوبه کېدلو کې مرسته وکړي. د برنا د راپور پر بنسټ، سټروس (ګرېپ فروټ) په … نور ولولئ
خواړه

که د معدې زخم لرئ، دغه مېوه مه خورئ

د برنا د راپور پر بنسټ، طبیعي تروه انار، وچ وي خو خواږه انار ساړه او معتدله وي او دغه مېوه د ويټامين A, C, B او اسید فلويک یوه غوره سرچینه ده. د ترسره شویو څېړنو پر بنسټ، په انار کې د انټي اکسیډنټ ځانګړنه د شين چای په پرتله درې برابره ده او د انار اوبه په وينه کې د پلاکټ د را ټولېدلو مخنیوی کوي، له انار څخه ګټه اخیستنه د وينې … نور ولولئ
افغانستان

غور کې د خبريال بسم الله عادل د کورنۍ غړي وژل شوي

وسله والو کسانو تېره شپه په غور ولايت کې د وژل شوي خبریال بسم الله عادل پر کور برید کړی. د بسم الله عادل ورور لالاګل ویلي، برید کې د ده ورور، د کاکا زوی او یوه ښځه وژل شوي، پنځه تنه ټپیان او درې تنه وسله والو کسانو له ځان سره وړې دي. د غور والي نور محمد کهنورد بیا وایي، د پېښې څېړلو لپاره یې پلاوی ګومارلی چې جزییات به یې وروسته روښانه … نور ولولئ
افغانستان

پاکستان د ترهګرو مالي ملاتړ له امله په خړ لېست کې پاتې شو

پاکستان یو ځل بیا د ترهګرو د مالي سرچینو او غیرقانوني پیسو د لېږد پر سر د نړیوالې څارونکې ادارې په خړ لیست کې پاتې شو. دغې ادارې د خپلې څلور ورځنۍ عمومي غونډې په پای کې پرېکړه کړې چې پاکستان دې بیا هم په خړ نوملړ کې وساتل شي. د یادې ادارې مشر مارکس پلېیر ویلي، چې دې هېواد په ورکړل شویو ۲۷ سپارښتنو کې ټولې نه دي پوره کړي او لا یې د … نور ولولئ
افغانستان

طالبان:امریکا سره د سولې هوکړه کې ریښتیني یو

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم وایي دغه ډله له امریکا سره د سولې د تړون ژمنو ته وفاداره ده او له هغې نه یې سرغړونه نه ده کړې، په داسې حال کې چې افغان او امریکایي چارواکي ادعا کوي چې طالبان د القاعده شبکې په ګډون د تروریستي ډلو سره د اړیکو د شلولو، د تاوتریخوالي د کمولو او د بین الافغاني مذاکراتو په هکله په ژمنو ولاړ نه … نور ولولئ
سپورټ

د راشدخان درملنه دوام لري؛ په اړه یې وروستۍ پریکړه د یکشنبې په ورځ کیږي

لیکنه: محمدصابر حمیدي   افغان کرکټ بورډ په یوې خبرپاڼه کې وايي، ښايي راشد خان د ښي لاس ګوتې د ټپي کېدو له امله د زمبابوې پر وړاندې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې د ملي لوبډلې د يوولس کسيز نوملړ برخه ونه اوسي.   راشدخان د پاکستان سوپر لیګ (PSL) لوبو پر مهال چې د لاهور قلندرز لوبډلې په ګټه یې دوهمه لوبه ترسره کوله؛ د ښي لاس ګوته ټپي شوه.   د کرکټ بورډ … نور ولولئ
سپورټ

کوپټیل؛ په نړیوالو شل اوریزه سیالیو کې زیاتې شپږیزه وهونکی لوبغاړی

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د نیوزیلنډ د کرکټ ملې لوبډلې پیلیز لوبغاړي مارټین کوپټیل د اسټرالیا په وړاندې لوبه کې په ۵۰ توپونو ۹۷ منډې وکړې، چې ۸ شپږیزې او ۶ بیا څلوریزې شاملې وې.   کوپټیل د یادو شپږیزو په وهلو سره نړیوالو شل اوریزه لوبو کې خپل د هغې شمېر ۱۳۲ ته ورساوه او په دې سره یې د هندي روهیت شرما څخه لومړنی ځای ونیوی.     په نړیوالو شل اوریزه لوبو … نور ولولئ
افغانستان

محب: د تاوتریخوالي کمولو لپاره باید پر طالبانو فشار زیات شي

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي، په افغانستان کې د سولې د هڅو د پیاوړتیا او د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره پر طالبانو د ملګرو ملتونو امنیت شورا بندیزونه مهم دي. محب دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بندیزونو هغې کمېټې ته چې پر طالبانو د ۱۹۹۸ کال د بندیزونو څارنه کوي، خپله وینا کې کړې دي. نوموړي یادې کمېتې ته ویلي، افغانستان او متحدین به یې دا ډاډ ترلاسه کوي چې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

زرغون خوست میله

لیکنه: هیلۍ اسد   آیا د “اشر” یا ګډ کار په اړه پوهېږئ؟ افغانان له ګڼو ناوړو دودونو سربېره ډېر داسې دودونه هم لري، چې ډېری ځوانان یې اوس د پاتې کېدو یا پرمختګ لپاره هڅې کوي. رضاکاره کارونه هغه څه دي چې په ژوندیو ټولنو کې ترسره کیږي، د دې کارونو انګېزه تر ډېره حده روغه او د مثبت بدلون شاهده وي. له نیکه مرغه یو وخت مو د “اشر” یا ګډ کار په … نور ولولئ