سپورټ

سويلي افريقا ته د اسټرالياوۍ لوبډلې سفر وځنډېدی

خبريال: مدثر دعوت د اسټراليا کريکټ بورډ وايي چې د کرونا وېروس له کبله يې لوبډله سويلي افريقا ته نه استوي. په سويلي افريقا کې د کرونا وېروس د نوي ډول څپې بيا زور اخيستی ، د ناروغانو کچه لوړه سوې او د مړو شمېر يې هم مخ په ډېرېدو دی. د سې شنبې په مازديګر د اسټراليا کريکټ بورډ اجرائوي رئيس نيک هوکلي وويله چې د کرونا وېروس له کبله يې د لوبډلې سفر … نور ولولئ
افغانستان

ارګ: حکومت به تر ټاکلې مودې فعالیت کوي

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې حکومت به د اساسي قانون په رڼا کې تر ټاکلې مودې پورې فعالیت کوي او ولسمشر به د ټاکنو له لارې واک خپل ځای ناستې ته پرېږدي. د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال ویلي چې افغانانو ته له جمهوریت پرته بله هره بڼه د منلو نه ده. نوموړي زیاته کړې، د اوسني اسلامي جمهوري نظام د ساتنې په اړه د ولس هوډ واضح دی. د هغه په خبره، د … نور ولولئ
افغانستان

د هوکړې تر عملي کېدو وروسته به هم بهرني سرتیري افغانستان کې وي

د افغانستان د دفاع وزارت وایې چې نړیوال متحدان به د افغانستان امنیت ساتلو برخو کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. دغه څرګندونې رویترز خبري اژانس تېره یکشنبه د ناټو د څلورو لوړ رتبه چارواکو په حواله کړې ده. راپور زیاتوي چې نړیوال ځواکونو به تر ټاکلي مهلت وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي. د امریکا او طالبانو تر منځ د تېرکال د فبروي ۲۹ مه هوکرې پر ینسټ نړیوال ځواکونه باید د … نور ولولئ
سپورټ

شاهد افریدی: د مینوالو په خاطر یو یا دوه کلونه نور هم کرکټ کوم

لیکنه: محمدصابر حمیدي د ایسفاین کریک انفو سره په خبرو کې د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې پخواني نامتو لوبغاړي شاهد افریدي ویلې، چې ممکن یو یا دوه کلونه نور هم کرکټ ته دوام ورکړې. افریدي ویلې، ښه دا ده، چې زه اوس هم د خپل کرکټ څخه خوند اخلم. هغه زیاته کړه: ‹‹تل مي هڅه دا وي چې مینوال مې مایوسه نه کړم. ښه دا ده، چې زه اوس هم د خپل کرکټ څخه … نور ولولئ
افغانستان

ازبکستان په افغانستان کې د بنسټیزو پروژو د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په تاشکند کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال او د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ له وزیر سردار اوکتاموېچ اموروزاکوف سره کتلي دي. د بهرنیو چارو وزارت دوشنبه د شپې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي مسایلو خبرې شوې دي. سرچینه زیاتوي: « دواړه لورو د مزارشریف … نور ولولئ
سپورټ

رحمن الله ګربز بیا وځلېد؛ په ۲۰ توپونو یې ۴۷ منډې وکړې.

لیکنه: محمدصابر حمیدي د متحده عربي اماراتو لس اوریزه لیګ په ۱۵مه لوبه کې تېره شپه ډیکن ګلډیټرز او ډهلي بولز لوبډلې یو د بل په وړاندې د سیالي ډګر ته کښته شوې. په یاده لوبه کې د رحمن الله ګرز لوبډلې ډهلي بولز په اتو ویکټو بریا خپله کړه. لومړی توپوهنه ډیکن ګلډیټرز لوبډلې وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۸ منډې وکړې او سیالي لوبډلې … نور ولولئ
افغانستان

دفاع وزارت: د طالبانو د دروغجنو ژمنو له امله ښایي بهرنیان و نه وځي

د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال شامحمود میاخیل په خپله یوه مرکه کې ویلي طالبانو پر خپلو ژمنو هېڅ راز عمل نه دی کړی او ښایي له همدې امله بهرنیان ونه ووځي. د میاخېل په وینا دغه ډلې نه تاوتریخوالی کم کړی، نه اوربند ته تیار شوي او نه یې هم په مذاکراتو کې پرمختګ ته لار هواره کړې ده. میاخیل وایي همدې مسایلو ته په کتو ښایي طالبان د دې لامل شي چې … نور ولولئ
افغانستان

د نجونو د زده‌کړو پر وړاندې لوی خنډ، د کورنۍ بي باوري ده

  ليکنه: شپنه سلګۍ یوه داسې نړۍ چېرته چې جونې لوستې او باسواده وي، تر هغې نړۍ چې هلته جونې له زده کړو بې برخې وي، ډېره باثباته، سوکاله او آرامه وي. همداسې هغه کورنۍ ډیرې بختورې او نیکمرغه دي چې لیک لوست یې زده وي ، خپل او د نورو حقوق وپیژني ، همداسې جونې د عامه پوهاوي او نورو ته د ښه ذهنیت ورکولو یو غښتلی ځواک لري، خو که سمه لارښوونه ورته … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د اروايي وېښتیا په لور پنځه پړاوونه

ژباړه: نوید صهیب یو له ډیرو سختو مسائلو چې موږ په ورځني معنوي ژوند کې ورسره لاس او ګریوان یو، هغه زموږ د روحي ویښتابه یا بیدارۍ پړاوونه دي، چې کټ مټ لکه د ورېښمو له چنجي څخه د شاپرک جوړېدلو د مرحلې په څېر ترې تیرېږو. د یو انسان په نوم موږ همداسې د پام وړ یوه بدلېدونکي پړاو ته ور دننه کېږو او وروسته له ډیرو هلو ځلو خپلې روح/اروا ته د بیدارۍ … نور ولولئ
افغانستان

طالبانو د اروپايي ټولنې وروستۍ څرګندونې رد کړي

وسله والو طالبانو د اروپايي ټولنې او ګڼو نورو هېوادونو هغه راپور رد کړی چې دغه ډله یې د وروستیو هدفي بریدونو او ورانکاره فعالیتونو مسووله بللې وه. د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولې اعلامیه کې ویلي چې د اروپايي ټولنې او څو نورو هېوادونو وروستۍ څرګندونې بې اساسه دي او دوی یې ردوي. هیره دې نه وي چې تیره ورځ اروپايي ټولنې او ګڼو نورو هېوادونو په … نور ولولئ