افغانستان

د حج اوقافو وزارت: د اسلامي همکاریو سازمان د اعلامیې هرکلی کوو

د حج اوقافو وزارت د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان له هغې اعلامیې هر کلی کړی چې ویلي و په افغانستان کې باید ژر تر ژره روان تاوتریخوالی ودرول شي. د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي ویلي، اسلامي هېوادونه او سازمانونه دې په افغانستان کې د جګړې له غندنې سره د دغه هېواد د سولې پروسې ملاتړ هم وکړي. د یاد وزارت په وینا، ټولو نړېوالو اسلامي سازمانونو او هېوادونو په افغانستان کې … نور ولولئ
افغانستان

تېره شپه شدیدې زلزلې افغانستان او ګاونډي هیوادونه ولړزول

تېره شپه شدیدې زلزلې، چې شدت یې د ځینو راپورونو له مخې د ریښتر په حساب لږ تر لږه ۶ اعشاریه ۳ درجې و، تېره شپه د افغانستان او ګاونډیو هیوادونو یو شمېر سیمې ولړزولې. هندي رسنۍ وايي، د دغه هیواد د زلزله پېژندنې د مرکز د معلوماتو پر اساس د دې زلزلې مرکز د افغانستان د بدخشان ولایت مرکز فیض اباد ته نژدې و. د هند د زلزله پېژندنې ادارې د راپور له مخې، … نور ولولئ
افغانستان

اتمر: کابل او واشنګټن د سولې د بریا لپاره پر یوه نوي پلان کار کوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي، کابل او واشنګټن هوکړه کړې چې په افغانستان کې به د سولې لپاره پر یوه نوي ګډ پلان کار کوي. حنیف اتمر پرون په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، په دې پروسه کې د دواړو هېوادونو اړوند وزارتونه او ادارې شاملې دي. له دې وړاندې د جوبایډن په مشرۍ د امریکا نوې ادارې اعلان کړی و چې له طالبانو سره د دې هېواد شوې … نور ولولئ
افغانستان

روغتیا وزارت: کوواکس افغانستان ته ۱۶میلیونه دوزه واکسین ورکوي

د عامې روغتیا وزارت ویلي، د واکسین برابرولو نړیوال بنسټ “کوواکس” د روغتیا نړیوال سازمان تر نظر لاندې افغانستان ته د ۱۶ میلیونه دوزه کرونا ضد واکسین ورکوي. د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح وايي د کوواکس دې مرسته شوي واکسین لومړنۍ جوپې کې به یو اعشاریه درې میلیونه ډوزه وي. د یاد وزارت په خبره، د کرونا پر ضد د واکسین لپاره یې لومړیتوبونه ټاکلي دي. د دغه وزارت د چارواکو په وینا … نور ولولئ
افغانستان

د اسلامي همکاریو سازمان: د افغان سولې لپاره دې ټول اړخونه په ګډه کار وکړي

د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې وروستي بمي بریدونه،هدفي وژنې او د تاوتریخوالي زیاتیدل محکوم کړل چې په تیرو څو ورځو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب شوي دي. د اسلامي همکارۍ د سازمان عمومي منشي یوسف بن احمد العثیمین، د یو بیان په خپرولو سره په افغانستان کې د تاوتریخوالي د سمدستي بندیدو غوښتنه وکړه او د ټولو اړخونو څخه یې وغوښتل چې د سولې هڅو ته پاملرنه وکړي او په … نور ولولئ
افغانستان

پر نړۍ د عبدالله غږ: طالبان د مذاکرې دوام ته وهڅوئ

د سولې د عالي مصالحې مشر ډاکتر عبدالله عبدالله یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې د سولې خبرې پیل کړي. دغه څرګندونې عبدالله عبدالله پرون د عالي مصالحې د شورا په پرانیست غونډه کې وکړې. له یوې میاشتې راهیسې قطر کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې خبرې ځنډلې دي. عبدالله عبدالله له امریکا، نړیوالو متحدینو، اسلامي هېوادونو او نورو سیمه ییزو او نړیوالو همکارانو نه غوښتي چې د افغان … نور ولولئ
رسنۍ

د ډپيکا سرمايه،خلک يې اسراف بولي؟!

ليکوال: مدثر دعوت ډپيکا پاډوکان د باليووډ سېنما يوه له هغو ښځينوو اداکارانو څخه ده چې د هر فلم پر سر لوړ عايد ترلاسه کوي. پاډوکان په خپل مسلک کې خورا بريالۍ ده د باليووډ تر څنګ په هاليووډ کې هم لوبېږي،د فلمفير د ايوارډونو د ګټلو ترڅنګ د خپل ملت مشهوره څېره ده او په ۲۰۱۸ز کې د نړۍ د ۱۰۰ مخورو انسانانو له ډلې وشمېرل سوه. ډپيکا ۴۷ ميليونه نقدي سرمايه لري، خو … نور ولولئ
سپورټ

اسټراليا کريکټ لوبډله بنګلدېش ته ځي

خبريال: مدثر دعوت وروسته له څلورو کلونو اسټرالياوۍ لوبډله د بنګلديش هيواد ته د لوبو لپاره ځي. تر ۲۰۱۷ز را وروسته به دا لومړی ځل وي چې بنګلدېش کريکټ لوبډله د اسټراليا کوربتوب کوي. د کريک انفو د خبر له مخې د روان کال تر وروستيو پورې اسټراليا ټيسټ لوبه نلري او نه هم بنګلدېش ته د ټيسټ لوبو لپاره ځي بلکې غواړي د شل اووريز نړيوال جام لپاره د بنګلدېش سره شل اووريزي او … نور ولولئ
خواړه

څنګه له رژیم پرته وزن کم کړو؟

ژباړه: عایشه حیدري د برېټانیا ډاکټرانو او د خوړو پوهانو د وزن کمولو لپاره ۱۱ لارې چارې چې د خوړو رژیم ته په کې اړتیا نه شته وړاندیز کړې دي. د همشهري انلاین د راپور پر بنسټ، د برېټانیا د روغتیا د ملي خدمتونو ادارې خبر ورکړی دی چې د دغه هېواد د خوړو کارپېژندونکو د بریټانیا د خلکو ته ۱۱ داسې لارې چارې ښودلي دي چې هغوی له دغو تګلارو څخه په ګټې اخيستنې … نور ولولئ
په زړه پورې

زړه ښځه ۵ ورځې وروسته له واورو ژوندۍ راووته

٧٧ کلنه امريکايۍ ښځه له پنځه ورځو وروسته، چې موټر يې په واورو کې پټ شوى وو، ژوندۍ راووتله. فاکس ٥ ټلويزيوني کانال خبر ورکړى، د امريکا په نيوجرسي ايالت کې، د جانت ووډ په نامه ٧٧ کلنه ښځې، پنځه ورځې په واورو پټ موټر کې تېر کړي او ژوندۍ پاتې ده. مرستندويه ځواکونو هغه د واورو له بند خلاصه کړه. له معايناتو وروسته معلومه شوه، چې نوموړې طبي مراقبتونو ته اړتيا نه لري. اصلي … نور ولولئ