اقتصاد

ولې ځیني خلک د شتمنۍ سربېره بدبین او خفه وي؟

پیسې د کاغذ ټوټې دي او د افرادو په شخصي انتخاب د وسیلې په توګه کاریږي. زه دا نه وایم، چې بې ارزښته دي، یا د ځینو په وینا د لاس خیری دی. پیسې د ژوند تېرونې لپاره مرستدوی څیز دی. یانې پیسې موږ ته خوښي نه راکوي، خو د خوښۍ د حصول په برخه کې له موږ سره مرسته کوي. په بله وینا، پیسې وسیله ده او خوشالي د ښه ژوند کولو یو هدف. … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ولې ځينې خلک پر ځان پوره باور نه لري؟ نښې يې څه دي!

  په عمومي ډول که ووایو د نیمایي څخه ډېر خلک پر ځان لږ باور لري. پر ځان د لږ باور ستونزې د یو کس د ژوند ټولو اړخونو کې منعکس کیږي. په عملي توګه ټول ارواپوهان د دې موضوع سره ډېر کار کوي؛کوم کسان چې په ځان باور نه لري یا یې باور ټیټ وي> هغه تل ځان له نورو کم احساسوي، اړیکې سمې مخته نشي وړلای، په سم ډول خپلې موخې ته نشي … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني: طالبان دې ولس ته قناعت ورکړي، زموږ غیږ ورته خلاصه ده

ولسمشر غني د سرتېري ورځې په مناسبت نن په ملي دفاع وزارت کې د خبرو پر مهال وویل چې افغان ځواکونه پیاوړي دي او د پردیو دسیسې به شنډوي. د نوموړي په خبره د نړۍ او افغانستان علماوو په ځلونو په نړیوالو کنفرانسونو کې پرېکړه کړې چې افغان جګړه اسلامي رنګ نه لري او نه هم دغه جګړه څوک روا بللی شي. ولسمشر غني همدا راز وویل چې جګړه اسانه ده، خو د مېړانې او … نور ولولئ
سپورټ

محمدنبي: د عمران خان ځواب مثبت و او ژمنه یې ورسره کړې

د پاکستان خبریال ساج صادق وايي، چې د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې نامتو الراونډر لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل ورسره مرکه ويلي چې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان څخه يې د افغان او پاکستان ملې لوبډلو ترمنځ د یو لړ سیالیو غوښتنه کړې. ساج صادق پر خپلې رسمې ټویټر پاڼې د نبي له خولې لیکلې، د یادې غوښتني په وړاندې یې د عمران خان ځواب مثبت و او ژمنه یې ورسره کړې، چې پاکستانۍ … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

افغان پيلوټې، د جنوبي آسیا په کچه ریکارډ جوړ کړ

افغانستان کې یوې ۲۲ کلنې افغانې پيلوټې د لومړي ځل لپاره بوینګ الوتکې ته الوتنه ورکړه. د افغانستان “کام ایر” هوايي شرکت ویلي چې د لومړي ځل لپاره یوې ۲۲ کلنې افغانې پیلوټې، محدثه میرزايي د دغه هوايي شرکت ۷۳۷ ډوله بوینګ الوتکې ته له کابل څخه هرات ته الوتنه ورکړه. کام ایر شرکت زیاته کړې، د سویلي آسیا هیوادونو په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یوه ښځینه پیلوټه بوینګ الوتکې ته الوتنه ورکوي. … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان په سوپرلیګ کې مجیب ځدران ښه نه لوبیږي

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړی مجیب ځدران، چې د پاکستان سوپرلیګ کې د پېښور زلمي لوبډلې سره لوبیږي، تر دې دمه یې درې لوبې ترسره کړې دي، چې په درې واړه لوبه کې یې زبردسته لوبه نه ده کړې.   مجیب ځدران تر دې دمه د پاکستان په سوپر لیګ کې ټول ټال ۱۲ اورونه ترسره کړې، چې په یادو اورونو کې یې ۱۰۹ منډې ورکړې، خو تر … نور ولولئ
افغانستان

روسیه:د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو د بل پړاو کوربه توب ته تیار یو

روسیه وايي، د افغانستان د سولې خبرو سربېره په دغه هېواد کې تاوتریخوالی ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له حنیف اتمر سره په یوه ګډ کنفرانس کې د افغانستان پر وضعیت څرګندونې وکړې. هغه د دوحې د سولې په بهیر نیوکه وکړه او د افغانانو تر منځ د سولې خبرو د بریا لپاره یې د مسکو د بهیر د بیا پیل وړاندیز وکړ. لاوروف زیاته … نور ولولئ
سپورټ

د زیمبابې توپوهونکو د افغان بالرانو پر وړاندې ۵۰۵ منډې وکړې

لیکنه: محمدصابر حمیدي   په متحده عربي اماراتو کې د دوو ټیسټ سیالیو مخکې اوس د افغانستان او زیمبابې کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ تمریناتي ټیسټ لوبه روانه ده.   د یادي ټیسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې زیمبابې توپوهنه پیل کړې وه، چې پرون جمعه یې تر ۵۰۵ منډو کولو وروسته توپوهنه افغان لوبډلې ته وسپارله.   افغان کرکټ بورډ پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې ویلي، چې په یاده درې ورځنۍ تمریناتې لوبه کې د … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني د برېټانیې له لومړي وزیر سره خبرې کړې

ولسمشر غني د برېټانیې له لومړي وزیر بوریس جانسون سره ټلیفونې خبرې کړې دي. ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، په دغه ټلیفوني خبرو کې دواړو لورو د افغانستان او برېتانیې د اړیکو د پراختیا او سولې پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې. په دغو خبرو کې د برېتانیې لومړي وزیر د افغانستان سولې پروسې، د سولې روانو هڅو لپاره د سیمه ییزې ډیپلوماسۍ د پیاوړتیا او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خپل هېواد د … نور ولولئ
ژوند بڼه

د دغو ځانګړتیاوو لرونکي نارینه، د ژوند ښه ملګري نشي کېدای

  ـ هغه نارینه چې بې احساسه وي، او د احساساتو ډېرېدل یو ډول بې ارزښته کار ورته معلومیږي او مغروره وي. ـ هغه نارینه چې تل مو کنټرولوي او په هر ځای کې د دې پسې وي چې چېري یو او څه کارونه ترسره کوو. د اوږدې او دوامداره اړیکې لپاره ښه نه ده او اذیت کوي مو. ـ هغه نارینه چې د خپل راتلونکي ژوند لپاره موخه نه لري، نو هېڅکله د خپل … نور ولولئ