رسنۍ

د عاليه بټ ۶ ګرانبيه توکي،لاهم خوشحاله نده

ليکوال: مدثر دعوت عاليه بټ د باليووډ سينما له هغو اداکارانو څخه ده چې د فلمونو پر سر ډېر عايد ترلاسه کوي. بټ د ډايرکټر مهېش بټ لور ده او د پخوانۍ فلمي اداکاري پوجا بټ خور ده. د عاليې کورنۍ په باليووډ کې تاريخ لري خو دا په خپل استعداد سره توانېدلې چې د برياليو اداکارانو په ليکه کې وشمېرل سي. دا ۱۰ ميليونه نقدي سرمايه لري. ددې هرڅه باوجود عاليې د هندوستان ډايمز … نور ولولئ
افغانستان

نیویارک ټایمز:طالبانو پر ښارونو بریدونه نور هم زیات کړي

نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي، سره له دې چې په افغانستان کې هوا سړه ده او په تېرو کلونو کې به په دې موسم کې جګړې نه کېدې، خو روان ژمی طالبانو د تېر پر خلاف خپلې جګړې ډېرې کړې دي. نیویارک ټایمز لیکلي، چې کندهار او کندوز ددې هڅو ښې بېلګې دي چې روان ژمی طالبانو پرې د بریدونو ګڼې هڅې کړې دي. ورځپاڼه دغه راز خبرداری ورکوي چې ښايي د پسرلي په راتګ سره … نور ولولئ
افغانستان

سټولټنبرګ: تر هغه چې شرایط برابر نه شي، سرتېري نه وباسو

د ناټو عمومي منشي د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په درشل کې خبریالانو ته ویلي، دوی اجازه نه ورکوي چې افغانستان شل کاله مخکې وضعیت ته ستون شي. د سټولټنبرګ په وینا د ناټو ملګري ټول په یوه خوله دي چې په افغانستان کې به د شرایطو تر سمېدو پورې خپل نظامي حضور ته ادامه ورکوي. هغه ټینګار کړی چې د سولې له هوکړې ملاتړ کوي خو ددې هوکړې تر ټولو مهمه غوښتنه … نور ولولئ
افغانستان

واشنګټن ټایمز: د سرتېرو بې وخته ایستل امریکا ته سرخوږی جوړوي

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په یوه مقاله کې په افغانستان کې د امریکا ماموریت او د سولې بهیر ته کتنه کړې ده. سرچینه وایي امریکا په افغانستان کې له تېروتنو ډک ماموریت ترسره کړی دی خو تر ټولو ستره تېروتنه به یې له افغانستان د سرتېرو ایستل وي. ورځپاڼه وایي تر هغه د سولې خبرې نه بریالۍ کېږي څو چې نظامي فشار موجود نه وي او دواړه خواوې سولې ته نه وي هڅول شوې. سرچینه لیکي، … نور ولولئ
سپورټ

په PSL کې اخیستل شوي پنځه واړه افغان لوبغاړي پاکستان ته ولاړل

لیکنه: محمدصابر حمیدي ټاکل شوې راتلونکې شنبه د پاکستان سوپرلیګ یا PSL پیل شي، چې پکې پنځه اخیستل شوو افغان لوبغاړو د ګډون په موخه په جلا ـ جلا توګه یاد هیواد ته سفر کړی. په PSL کې اخیستل شوي افغان لوبغاړي د یاد لیګ بولۍ ته ګڼو افغان لوبغاړو نوملیکنه کړې وه، خو له ډلې یې راشدخان ارمان، محمدنبي عیسی خېل، مجیب الرحمن ځدران، قیس احمد او نوراحمد لکڼوال وپېرل شول. محمدنبي او نوراحمد … نور ولولئ
سپورټ

نړیواله درجه بندي؛ راشدخان لا هم پکې لومړی ځای لري، خو ورته لوی خطر شته

لیکنه: محمدصابر حمیدي آی سي سي یا د کرکټ نړیوالې شورا په شل اوریزه سیالیو کې د توپ اچونکو نوې درجه بندي اعلان کړه، چې افغان لوبغاړی راشدخان لا هم پکې لومړی ځای لري. راشدخان دا مقام یوځلې بیا د ۷۳۶ نمرو په درلودلو سره خپل کړی. بل پلوه مجیب ځدران چې ددې درجه بندۍ په دویم ځای کې و، درېیم ځای ته راکښته شوی. دویم ځای د سویلي افریقا تبریز شمسي د ۷۳۳ نمرو … نور ولولئ
ادبیات

له تنقیدي نظره، تر تنقیدي عینکو

  د تنقید کلیمه چې څومره کارول کیږي ښایي همدومره ناسمه هم وي؛ خو د پرلپسې کارونې له امله یې د سموالي درجه موندلې ـهسې خو د تنقید ډېر تعریفونه شوي؛ خو په اسانو ټکو کې داسې ووایئ چې د تنقید مطلب د تخلیق له زبېښ او چاڼ د مسلک او دسیپلین ( محاسن و معائب) په ګوته کول دي ـ تنقید د ذهني عمل یوه پایله ده حقیقت دا دی چې تنقیدي نظر یو … نور ولولئ
کورنی ژوند

نارینه چې کله کمزوری شي

  حکیم صیب، میرمن مې وایي نارینه کمزوري لرې،هیڅ نارینه ځانګړنه نه لرې،دې خبرې یې حیران دریان کړی یم چې میرمن درته ووایي د مردانه کمزورۍ ښکار یې، ځان سره مې یووړه،له اړینو معایناتو چې فارغ شوم ویل دا خو هر څه سم دي بیخي صحت مند او تندرست سړی دی، هیڅ مردانه کمزوري نه لري ـ لا چې دوه بچي هم لري. خیر د دې ۱۵ ورځو دوا خوړو وروسته د بیا راتلو مې … نور ولولئ
رسنۍ

امریکايۍ ښځې ته د وېښتانو د سریښ سرخوږی

ژباړه: عایشه حیدري يوې امريکايي مېرمنې د خپلو وېښتانو د جوړلو لپاره د وېښتانو د سپرې پر ځای له سریښ څخه کار اخیستی دی او همدا سریښ د دې لامل شوی چې د دغې مېرمنې وېښتان د هغې د سر پر پوستکي ونښلي او بېرته ترې جلا نه شي. د ځوان خبريالانو بنسټ، د راپور له مخې، د امریکې د لوييزیانا يوې اوسېدونکې چې تسکا براون نومېږي، څو ورځې وړاندې د ټیک ټاک Tik Tok … نور ولولئ
سپورټ

په وروستي کال کې د رونالډو د وېښتانو سټایلونه،کوم ډول ښه ښکاري؟

ژباړه: عایشه حیدري د فوټبال خبري بنسټ د راپور په حواله د يوونتوس پرتګالی ستوری، کریستیانو رونالډو د سر شاته د وېښتانو په درلودو نامتو دی. رونالډو تل خپل وېښتان په بېلابېلو سټایلونو جوړوي. په حقیقت کې نوموړی خپلو وېښتانو ته بېلابېل سټایلونه ورکوي. په وروستي یوه کال کې، دغه مسله تر هر وخته ډېره لیدل شوې ده او د پرتګال تر ټولو غوره لوبغاړي په يوه کال کې خپلو وېښتانو ته شپږ ډوله سټایلونه … نور ولولئ