رسنۍ

د سټرلينګ وروستۍ شپږ لوبې او څلور سليزي

خبريال: مدثر دعوت ايرلينډي الروانډر پاول سټرلينګ په خپلو وروستيو يو ورځنيو لوبو کې تر بل هر وخت ډېر ښه روان دی. ځيني لوبغاړي په يوه سليزه هم مشهوره کېږي او رسنۍ يې هر اړخيز خبرونه راخلي خو ځيني لوبغاړي هرکله خپله وړتيا ثابتوي خو بياهم ډېر نه تشويقېږي. سټرلينګ د ډګر ساتني، توپوهني او توپ اچووني له اړخه د ايرلينډ پر کريکټ لوبډلې ځانګړی تاثر لري خو ددې لوبډلي کمزوروالي د سټرلينګ ځلېدل هم … نور ولولئ
افغانستان

غني: د بندونو په جوړیدو دې ژر کار پیل شي

ولسمشر محمد اشرف غني د اوبو چارو د تنظیم ادارې ته امر کړی چې ژر تر ژره دې پر هغه بندونو کار پیل کړي چې بهر ته د اوبو د بهېدلو مخه نیولی شي. ولسمشرغني دغه څرګندونې تېر ماښام د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا ځانګړې غونډه کې کړې دي. په دغه غونډه کې ولسمشرغني د ځمکې لاندې اوبو د کموالي او بې رویې استفادې په اړه چې د وطنوالو د … نور ولولئ
سپورټ

د افغان لوبغاړو په شتون کې سبا د کرکټ لس اوریزه لیګ پیلږي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د متحده عربي اماراتو د کرکټ لس اوریزه لیګ سبا پنجشنبه پیلیږي او د راتلونکې فیبرورۍ میاشتي په ۶مه نېټه پای ته رسیږي. په دې لیګ  کې اته لوبډلې مراتا عربینز، بنګله ټایګرز، ډهلي بولز، نارترن وایررز، ډیکن ګلډیټرز، قلندرز، ابودوبۍ او پوني ډیویلز شاملې دي. یادو اتو ګډونوالو لوبډلو ته د لوبغاړو د پیر مراسم«بولي» څو ورځې وړاندې ترسره شوه، چې پکې تر لسو زیات افغان لوبغاړي واخیستل شول. په ټي … نور ولولئ
افغانستان

طالبان: د امریکا د خزانې وزارت وروستی راپور بیخي غلط دی

طالبانو د امریکا د خزانې وزارت وروستی راپور په کلکه رد کړی دی. د طالبانو له لوري خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دوی هغه راپورونه ردوي چې ګوندې د القاعده ډلې غړي لا هم په افغانستان کې دي او ګویا لا فعاله شوي دي. راپور زیاتوي، وروسته تر هغه چې په افغانستان کې جګړو زور واخیست په عربي هېوادونو کې هم مهم بدلونونه راغلل نو د القاعده ډلې غړي چې په افغانستان کې اوسېدل بېرته … نور ولولئ
افغانستان

نجونې او هلکان ولې نکریزي استعمالوي؛ د ځوانانو نظرونه

نکریزې د افغانستان په ګډون د اسيا په نورو هيوادونو كي د خوښيو شپو ورځو او د رواجونو پر وخت ترې استفاده کېږي. د ننګرهار اوسیدونکې سکینه یاران ته وایي، نجونې له نکریزو سره زیاته مینه لري او ډېری وخت د خوښۍ د مراسمو پر مهال نکریزې استعمالوي. هغه وایي نکریزې مو د هیواد یو ملې دود دی او کله چې خوښي راځي نو د نکریزو استعمال یې یو له مهمو برخو څخه ګڼل کیږي. … نور ولولئ
افغانستان

بلېنکن: پر طالبانو باور نه لرو چې امریکا دې له ګواښونو وژغوري

د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر انتوني بلینکن د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د خبرو پر مهال ویلي پر طالبانو دومره هم باور نه دی په کار چې ګواکي دغه ډله دې امریکا د القاعده او داعش له خطره وساتي. د هغه په وینا امریکا د خپل امنیت د تامین لپاره پر ټولو لارو چارو غور کوي او د سرتېرو ایستل به هم په شرایطو پورې تړلي وي. بلینکن همدا راز ویلي … نور ولولئ
افغانستان

محمود قریشي د افغان سولې په تړاو د خلیلزاد د ماموریت هرکلی وکړو

پاکستان وايي د امریکا له نوي حکومت سره د افغان سولې په برخه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي په یوه خبري غونډه کې د بايډن له لوري د خلیلزاد د کار دوام ګټور اقدام بللی او په خبره یې دا په دې مانا ده چې امریکا افغان سولې ته ژمنه ده. هغه ویلي ټول اړخونه په دې پوهېږي چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې … نور ولولئ
سپورټ

افغان لوبډله د سوپرلیګ په جدول کې څلورم ځای ته پورته شوه

لیکنه: محمدصابر حمیدي د ایرلنډ پر وړاندې د افغانستان درې یو ورځنۍ لوبې د کرکټ نړیوالې شورا د سوپرلیګ او د ۲۰۲۳م کال پنځوس اوریزه نړیوال جام ته لارې پیداکولو لوبې وې. افغانستان په درې واړه لوبو کې ایرلنډ ته ماتې ورکړه، چې افغانانو په لومړۍ لوبه کې په ۱۶ منډو، په دویمه لوبه کې په اوو ویکټو او په درېیمه لوبه کې یې بیا په ۳۶ منډو بریا خپله کړه. افغان لوبډلې ته پر … نور ولولئ
سپورټ

افغانستان د ایرلینډ سره تر سریز وروسته څه ترلاسه کړل؟

لیکنه: فضل الله فضلي افغانستان په یو ډېر مهم وخت کي او له ډېري اوږدې رخصتۍ وروسته د ایرلینډ پر وړاندي ولوبېدئ. شاوخوا لس میاشتي وروسته افغان کرکیټ لوبډلي نړیوالي سیالۍ ترسره کړې او خپل قوي سیال ته یې پرلپسې ماتي ورکړې او لوبلړۍ يې ځني وګټل. دا درې یو ورځنۍ لوبي وې او د ۲۰۲۳م کال د پنځوس اوریز نړیوال جام لپاره د افغان لوبډلي د سوپر لیګ پړاو لومړی سریز وو، چي وې … نور ولولئ
افغانستان

راشدخان تر لوبي وروسته: مور جاني او پلار جانه! رب مو د جنتونو سرداران لره.

خبریال: فضل الله فضلي د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي پیاوړی لوبغاړی راشدخان نن (سه شنبه) د ایرلینډ خلاف په وروستۍ پنځوس اوریزه کي تر د ښې لوبي وروسته د لوبي غوره لوبغاړی وټاکل سو. نوموړي تر لوبي وروسته د غوره لوبغاړي ایوارډ د خپل مور او پلار په نوم کړ او هغوی ته یې دعاوي وکړې. راشدخان پر خپله رسمي فېسبوک پاڼي لیکلي چي د مور مي تر توپ اچوني توپ وهنه ډېره خوښه … نور ولولئ