افغانستان

اروپايي ټولنې هم له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه

افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازي مرستیال ارناوت پاولس یو ځل بیا په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې ده. پاولس ویلي د سولې له خبرو سره هم مهاله هدفي بریدونه، تاوتریخوالی او جګړې تېزوالی د منلو وړ نه دي. هغه ویلي چې وروستیو نا امنیو اروپايي ټولنه اندېښمنه کړې او طالبانو ته په کار ده چې د سولې او اوربند لوری ونیسي. اروپايي ټولنه وایي که طالبان په ریښتیا د سولې غوښتونکي … نور ولولئ
سپورټ

متحده عربي اماراتو ته د افغان لوبډلې سفر او لوبې!

لیکنه: محمدصابر حمیدي افغان کرکټ ملې لوبډلې پرون د سې شنبې په ورځ متحده عربي اماراتو ته سفر ورکړ، تر څو د ایرلینډ په وړاندې درې یو ورځنۍ نړیوالې سیالۍ ترسره کړې. افغان کرکټ بورډ پر خپلې رسمې فیسبوک‌ پاڼې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې، چې ملې لوبغاړو د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو لیګ په درشل کې د ایرلینډ په وړاندې درې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د ترسراوي په موخه … نور ولولئ
ادبیات

د ځان ساتلو لپاره اته لارې

ليکواله: صدیقه پوپلزۍ هر انسان ته تر هر څه بايد ځان مهم وي او تل باید خپل خیال وساتو او ځانته پام وکړو. ۱ـ له نه ویلو څخه مه ډارېږئ، کوم کار چې نه غواړئ ترسره کړئ نو هتمي ندی چې هغه کار وکړئ، ځکه نه ویل په ځینو وختونو کې ستاسې اعتماد په نفس ښکاره کوي او ځان ځواکمن احساسوی، تل په ځان میین اوسئ. ۲ـ کوم څه چې نشئ کنټرولولی هغه پرېږدئ، ځکه … نور ولولئ
سیاست

د سعودي حکومت، کوم چارواکي په کوم تور له دندو ګوښه کړي دي؟!

ليکنه: مهر تاج د اوامرو نه په سرغړونې کې ، د سعودي حکومت اوه مبلغین له دندې ګوښه کړل. د سعودي عربستان د اسلامي چارو وزارت د تبلیغاتو پر وړاندې اقدام کړی. د عربي رسنیو په حواله ، د سعودي د اسلامي چارو وزارت په جنوب لویدیځ ولایت “بها ” کې اوه مبلغین له دندو ګوښه کړل. عربي رسنۍ راپور ورکوي، چې له دندې ګوښه شوي یاغیان د مشرانو جرګې د عالي شورا لخوا په … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني د خلیلزاد د لیدنې غوښتنه رد کړې

د افغانستان د ملي امنیت شورا له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر او د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي. سرچینه وایي چې په دې لیدنه کې په سیمه او افغانستان کې پر روان وضعیت او سولې خبرې شوې دي. د … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان سوپرلیګ ته دریو افغان لوبغاړو په پلاټینیم کټګوري کې نوملیکنه کړې

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې دریو تکړه او نامتو لوبغاړو د پاکستان د کرکټ په راتلونکي سوپر لیګ کې د لوبېدو په موخه په پلاټینیم کټګوري کې نوملیکنه کړې، تر څو یې په بولي کې لوبډلې واخلي. د پاکستان سوپر لیګ پر خپلې رسمې ټویټر پاڼې د یکشنبې په ورځ په پلاټینیم کټګوري کې د بهرنیو لوبغاړو نوملړ خپور کړ، چې پکې راشدخان ارمان، محمدنبي عیسی خېل او مجیب ځدران هم … نور ولولئ
افغانستان

یوناما د بین الافغاني خبرو د بیا پیل هرکلی کړی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما د افغانستان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو د بیا پیل هرکلی کړی دی. یوناما نن سه شنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا ځل خبرې باید په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت سبب شي. په خبرپاڼه کې راغلي، دوی دوحې ته د حکومت د مذاکراتي ټیم د تګ او خبرو د بیا پیل هرکلی کوي او هیله لري چې … نور ولولئ
خواړه

ځينې اړينې ناروغۍ شته چې په کور کې يې درملنه کېږي!

ژباړه او راټولونه:شپنه سلګۍ که موږ او تاسې د خپلو بدنونو په اړه لږ فکر وکړو، نو په دې به پوه شو چې خدای ج په خپل خلقت سره بدن داسې جوړ کړی چې خپله ورسره خبرې کېږي، که د خپل بدن غږ او خبرداریو ته غوږ شو نو له سختو روغتیايي ستونزو سره به نه مخ کیږو. ۱ـ لوږه: ځيني وخت که هر څومره ډوډۍ خورو خېټه مو نه مړیږي، نو په دې معنی … نور ولولئ
افغانستان

پکتیا کې د ځنغوزیو د پروسس فابریکه پرانیستل شوه

د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې د ځنغوزیو د پروسس فابریکې پرانیسته وشوه. دغه فابریکه د رحیم ګردېزي ګروپ له خوا جوړه شوې چې د پرانیستې مراسمو ته یې ولسمشر اشرف غني د کابینې د یو شمېر غړو په موجودیت کې په انلاین توګه وینا وکړه. د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په چهار چنارماڼۍ کې په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د پکتیا مرکز ګردېز څخه د … نور ولولئ
افغانستان

له افغانستان د چین لس تنه جاسوسان وایستل شول

امریکايي رسنۍ وايي، د افغانستان حکومت له خپلې خاورې ۱۰ چینايي جاسوسان ایستلي دي. د انټیل نیوز د راپور له مخې، د افغانستان حکومت دا لس تنه تېره میاشت نیولي وو او په تحقیقاتو کې څرګنده شوه چې هغوی له طالبانو سره اړیکې لري. د دغو کسانو له نیول کېدو سره هم مهاله امریکايي رسنیو راپور ورکړ چې امریکا ته څرګنده شوې چې چین په افغانستان کې پر امریکایانو د حملو لپاره وسله والو طالبانو … نور ولولئ