سپورټ

د کېن ویلیمسن د ژوند او مسلک اړوند بشپړ مالومات

د کېن ویلیمسن بشپړ نوم کېن سټورټ ویلیمسن دی چې د نیوزیلېنډ نامتو توپوهونکی او لوبډلمشر دی، په ۱۹۹۰ کې د اګسټ په ۸ مه د نیوزیلېنډ په تاورنګا سیمه کې زېږېدلی دی اوس ۳۰ کاله عمر لري. قد یې پنځه فوټه او ۸ اېنچه دی، په ښي لاس توپوهنه کوي او اف بریک توپ اچونه هم کوي. سوداګریز کرکټ ۲۰۰۷ او ۸ کې د نیوزیلېنډ نارترن ډېسټکرېکټ لوبډلې سره مل شو، ۲۰۱۱ او ۱۲ … نور ولولئ
افغانستان

د امریکا کانګریس جوبایډن د امریکا ولسمشر اعلان کړ

د ډونالډ ټرمپ له ډېرو هڅو سره سره د امریکا کانګریس د ډیموکراټ ګوند نوماند جوبایډن په ټاکنو کې بریالی اعلان کړ او د هغه ټولې رایې یې تایید کړې. وروسته تر هغه چې تېره ورځ د امریکا پر کانګریس د ټرمپ د پلویانو له خوا برید وشو دغلته رابلل شوې غونډه یې له ستونزو سره مخ کړه خو بېرته د پولیسو په دخالت سره حالت نورمال شو او د جوبایډن د بریا د تایید … نور ولولئ
سیاست

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر:په پارلمان برید د منلو وړ ندی.

خبرياله: مهرتاج واشنګټن: د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر “مایک پامپیو”، پارلماني برید د منلو وړ نه بولي. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي دي، چې د کیپیټل هیل پیښې عاملین باید عدالت ته راکاږل شي. هغه وویل: “زه د سوله ییز لاریون لپاره د هر وګړي په اساسي حق باور لرم ترڅو خپلو اهدافو ته ورسېږم.” جمهوري غوښتونکي په “جورجیا” کې د سنا دواړه څوکۍ له لاسه ورکوي. دیموکراتانو … نور ولولئ
پوهنه

د ارواپوهنې هغه ازمايښت چې ستاسو د ذهن فکرونه څرګندوي

ژباړه: عایشه حیدري په دغه ټسټ کې مو دې ته پام کېږي چې په ژوند کې ډېری وخت د څه شي په اړه فکر کوئ. د ځوان خبريالانو د بنسټ د راپور له مخې، فکر، د ماغزو اجرايوي کړنې او د ذهن اصلي پياوړتیا د نورو د ذهن پیاوړتیا کنټرولوي، همدارنګه د فکر کولو ښه والی په ذهني کړنو او د انسان د ماغزو پر پیاوړتیا تر ټولو ډېر اغېز لري. فکر کول هغه مهارت … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

د سږو د سرطان له تمې څخه لرې نښې

ژباړه: عایشه حیدري انګلیسي څېړونکو د یوې څېړنې د پايلو په اعلانولو سره ويلي چې کېدای شي د تخرګونو لاندې پړسوب د سرطان له نښو څخه وي. له Express څخه په نقل د سپوټنیک راپور کاږي چې د سرطان د څېړنې سازمان اعلان کړی دی چې د تخرګونو لاندې پړسوب کېدای شي د سږو د سرطان يوه نښه وي. د یاد سازمان په بيان کې ويل شوي دي، که چېرې دغه نښې د تخرګونو لاندې … نور ولولئ
افغانستان

وروستی حال؛ په امریکا کي د واک پر سر تاوتریخوالي + تصویرونه

تېره ورځ (چهارشنبه) د ډونالډ ټرمپ پلویانو د امریکا په پلازمېنه کي د پارلمان پر ودانۍ له تاتوریخوالي ډک برید وکړ او پر مهال یې د پارلمان ټول غړي و ایستل. لاریون کوونکو د جوبایډن پر ضد شعارونه ورکول او د ټرمپ د بریا ادعاوي یې کولې. د تاوتریخوالي سره سم د پولیسو او لاریون کوونکي ترمنځ اخ و ډب سوی او یو شمېر لاریون وال نیول سوي هم دي. نن ورځ بیا د امریکا … نور ولولئ
نړۍ

امریکا کې بد وضعیت؛ ټویټر او فیسبوک د ټرمپ اکونټونه بند کړې

امریکا کې د ټرمپ پلویان لاهم هڅه کوي چې د بایډن د بریا د اعلان مخنیوی وکړي. خو د امریکا د استازو مجلس مشرې نانسي پلوسي لاریون کوونکو ته په خطاب کې ویلي: « تاسې غوښتل موږ له خپلې پرېکړې راوګرځوئ، خو دا کار ناشونی دی او نن به کانګریس خپله پرېکړه اعلانوي. پلوسي  پر کانګریس برید په کلکو ټکو غندلی دی او په خبره یې پرکپېټال هال ودانۍ د لاریون کوونکو ننوتل له سپکاوي … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

د کرکټ د شاټونو او توپوهنې زده کړه

د کرکټ په نړۍ کې ډېری لوبغاړي په مختلفو شاټونو وهلو ډېره تکیه کوي، ترڅو بونډریانې ولوبوي او زیاتې منډې وکړې. بل پلو توپوهونکی غواړي هغه شاټ ولوبوي، چې دی ورسره ارامه وي او اسانه یې وهلی شي. دلته به د ځېنو کرکټ شاټونو په اړه معلومات وړاندې کړو. شفل شاټ Shuffle shot په کرکټ کې شفلېنګ هغه ته ویل کېږي، کله چې یو توپوهونکی مخکې له دې چې بالر بال وکړي، نو دی له … نور ولولئ
رسنۍ

ایران د سویلي کوریا تجارتي کښتۍ سره د سورلۍ نیولي

خبرياله: مهرتاج د عربي خبري اژانس په حواله، د اماراتو د ساحل ساتونکو دوه ایراني کب نیونکي په ډزو وژلي او په همدې ورځ ایران د متحده عربي اماراتو کښتۍ هم سره د سولۍ نیولي ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د دوشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو د ساحل کارت کښتۍ له خوا څو ایراني کښتۍ وویشتل شوي، چې دوه ایراني کب نیونکي یې وژلي او د پیښې وروسته د … نور ولولئ
ژوند بڼه

ګډ ژوند کې د بریالیتوب راز

ليکنه او راټولونه: صديقه پوپلزۍ ګډ ژوند کې هم هر ډول ستونزې وي. ځینې جوړې خوشاله وي او ځینې بیا ښه ژوند نه لري، تل له خپل ژوند څخه شکایت کوي. دا چې د جوړو خوشالي او د بریا راز څه کې دی دلته یې لولو. کومې جوړې چې په خپل ژوند کې خوشاله وي هغه د دې لپاره چې کړنې یې روغي او بدلون منونکې دي، تل هڅه کوي یو بل درک کړي او … نور ولولئ