ټولنیز ژوند

جذابې میرمنې دا ۱۲ عادتونه لري

ښځې په خپل منځ کې يو شمېر توپيرونه لري، چې د دوى دې جذابيت او ځانګړتيا ښکارندوينه کوي. مونږ په دې ليکنه کې د جذابو ښځو پر ۱۲ عادتونو غږېدلي يوو: ۱ـ تل له خپل خاوند سره ښه چلند کوي، ځکه يوه هوښياره او جذابه ښځه پر دې پوه وي، چې د خوشحاله ژوند راز د ګډ ژوند په خوشحالۍ کې ده. ۲ـ غيبت نه کوي، ځکه پر دې پوه وي، هغه وخت چې خاوند … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان په ماتو د شعیب اختر غبرګون

د پاکستان پخوانی چټک توپ اچوونکی شعیب اختر وایي، وېره لرم چې پاکستان به له دې وروسته نور د ټېسټ لوبو لپاره دعوت نشي. نوموړي په یوه ویډیو کې دغه خبرې کړي دي. شعیب اختر ویلي، چې د پاکستان لوبډله به لا بد راتلونکی ولري او زیاتې لوبې به وبایللي. نوموړي ویلي: «مسئله دا نه ده، چې مونږ لوبلړۍ وبایللې، بلکې مسئله دا ده، چې ډېر په بد حالت کې مو وبایللې، د پاکستان کرکټ … نور ولولئ
سپورټ

افغان لوبغاړي او د نړۍ سوداګریز لیګونه

د نړۍ په کچه شاوخوا لس مشهور لیګونه ترسره کېږي، چې په دې ټولو لیګونو کې د افغان لوبغاړو شتون ته اړتیا حس کېږي او لوبغاړي پکې لېوالتیا اخېستل کېږي. آی پي اېل لیګ دا لیګ کې ۲۰۰۸ کې فعال شوی او دیارلسم پړاو یې پای ته ورسېد، په دیارلسم پړاو کې یې هم درې افغان لوبغاړي اخېستل شوي وو او ولوبېدل، د دې ترڅنګ فضل الحق چې د افغانستان کیڼ لاسی ځوان چټک بالر … نور ولولئ
افغانستان

جوبایډن ۴۶م ولسمشر شو؛ کانګرس راپورته شوی اعتراض رد کړ

د متحده ایاالتو کانګرېس د ولسمشر جوبایډن بریالیتوب تایید کړ، چې په دې سره دی د متحده ایالاتو  ۴۶ ولسمشر شو. “جو بایډن” به د جنوری په ۲۰ مه لوړه وکړي. د راپورونو په حواله، د کانګریس دواړو مجالسو په پنسلوانيا ایالت کې د جو بایډن پر بریا راپورته شوی اعتراض رد کړی. امریکایي رسنۍ وایي، له مشرانو جرګې وروسته د استازو مجلس هم په پینسلوانیا کې د بایډن د بریا په اړه اعتراض د … نور ولولئ
خواړه

ايا پوهېدئ چې د ګاز لرونکو نوشابو ډېر څښل هډوکي وراستوي؟

د ګاز لرونکو نوشابو خوړل انسان له ډېرو خطرناکو ستونزو سره مخامخ کوي. له بده مرغه په مونږ کې داسې ډېر خلک شته، چې هېڅ مړۍ يې پرته له پيپسيانو يا ګازلرونکو نوشابو څخه نه اخلي. خو ايا تاسې د ګاز لرونکو نوشابو له زيانونو خبر ياست؟ زه ډاډه يم،که له زيانونو يې خبر شئ،نو نور به يې څښکلو ته زړه ښه نه کړئ. دا زيانونه په لاندې ډول ښودل کېږي: ۱ـ ډېرى ماشومان او … نور ولولئ
خواړه

د سره کړیو خوړو زیانونه؛ کمعقلي او بې‌اولادي پیدا کوي!

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري د سره کړیو یا کباب شویو خوړو کارونه تر پخوا ډېره شوې ده؛ ځکه ډېری ځوانان محصلین/زده‌کړیال دي او ځينې نور کسان هم چې دندې لري، نه شي کولی په موقع سمه ډوډۍ وخوري. د همدې ستونزې له امله ډېر خلک په غوړیو کې سره شوي خواړه خوري. د روغتیا د ساتنې په پار اړتیا ده چې د دې ډول خوړو له زیانونو ځان خبر او پرې وپوهوو. په څو … نور ولولئ
سپورټ

پاکستان په تېرو دوو کلونو کې هیڅ سیریز نه دی ګټلی

د پاکستان کرکټ لوبډلې له ۲۰۱۸ کال راهیسې په اسټرالیا، انګلستان، سویلي افریقا او نیوزیلېنډ کې هیڅ لوبلړۍ نه ده ګټلې او پرله پسې یې لوبې بایللي دي. افریقا سره لوبې ۲۰۱۸ او ۱۹ کلونو د پاکستان کرکټ لوبډلې سویلي افریقا ته سفر کړی و، په دې سفر کې پاکستان دوه ټېسټ، پنځه یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې درلودلې. په ټېسټ سیریز کې افریقا دوه د صفر پر وړاندې بریا خپله کړه او … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني: د ننګرهار ولسونه دې د ستونزو د حل لپاره یو میاشت وخت راکړي

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ننګرهار د ستونزو د حل اراده لري، ځکه يې پلان جوړ کړی چې سږ کال به دغه ولايت ته درې ځلې سفر وکړي. ښاغلي غني چې نن یې د یو جګپوړي پلاوي په ملتیا ننګرهار ولایت ته سفر کړی و، یوې ولسي ناستې ته د وینا پر مهال وویل، په لومړي سفر کې يې د خلکو ستونزې واورېدې، دويم سفر کې به يې د حل ډاډ ورکړي او په … نور ولولئ
سیاست

ټرمپ به یو شړل شوی او بې وطنه کس شي

لیکواله: مهرتاج “جیم متیس” د ټرمپ د اداري لمړی د دفاع وزیر؛ په کانګرس نننۍ د خلکو برید په کلکو ټکو غندلی، دا کړنه یې د “ډونالډ ټرمپ” کار وبللو او ټرمپ یې پدې تورن کړ، چې دا کړنه د ده په امر او قومنده ترسره شوې ده. “متیس” امریکایې ورځپاڼې “پولیتکو” ته وویل؛ چې دونالد ټرمپ د خلکو نه ناوړه ګټه پورته کړله، د خلکو اعتماد یې په جمهوریت زیانمن کړ، او د نورو … نور ولولئ
افغانستان

له ډېرو جنجالونو وروسته؛ ټرمپ بایډن ته د واک د لېږد ژمنه وکړه

وروسته تر هغه چې کانګریس جوبایډن د امریکا د ولسمشر په توګه اعلان کړ ډونالډ ټرمپ ویلي بایډن ته به په منظم ډول واک وسپاري. د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ژمنه کوي چې د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر جوبایډن ته به د واک د لېږد پروسه پیل کړي او په وینا یې دا کار به په منظم ډول ترسره شي. وروسته تر هغه چې تېره … نور ولولئ