بریا او پرمختګ

په ګډ ژوند کې د هیلو د مدیریت لپاره اووه سپارښتنې

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري   هر وخت چې له چا وپوښتل شي چې ولې واده کوې؛ د خپلو هیلو او غوښتنو اوږد لړلیک درته وړاندې کوي. مثلاً: غواړم یو څوک ولرم چې تر څنګ یې ارامښت حس کړم. غواړم یو څوک وي چې د ژوند تر پایه راسره واوسي. باید داسې څوک پیدا کړم چې ماسره زما لپاره مینه وکړي. عاطفي او جنسي اړتیاوې مې پوره کړي. غواړم یو څوک ولرم چې یوازېتوب مې … نور ولولئ
خواړه

د وچو مېوو ځینې ځانګړنې: له تازه مېوو سره يې توپير څه دى؟

  ژباړه: عایشه حیدري لکه څنګه چې له نوم څخه یې ښکاري، وچې مېوې د تازه مېوه له وچولو څخه لاس ته راځي او له بېلابېلو ګټورو ځانګړنو څخه ډکې دي. په معمولي ډول وچې مېوې خپلې اصلي اوبه له لاسه ورکړې وي او له مغذي موادو څخه ډکې وي. وچې مېوې د مغذي موادو سربېره د فیبر او انټي اکسیډانټ غوره سرچینې دي. یو موټی وچه مېوه نږدې هغومره مغذي مواد لري چې تازه … نور ولولئ
افغانستان

میاخیل: د جګړې ډګر کې د افسرانو او سرتیرو ملاتړ او ښه همغږي رامنځته شوې

راپور: بشر دروېش د افغانستان د ملي دفاع وزرات کې دفاعي او امنیتي سکټور برخه کې بنسټيزو اصلاحاتو په موخه نن د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود”میاخیل” او وسلوالو پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین”ضیا” په مشرۍ ناسته ترسره شوه. دفاع وزارت یوه خبرپاڼه کې ويلي؛ په دې ناسته کې د ملي دفاع وزارت جنرالانو، افسرانو او رییسانو ګډون کړی وو. سرچېنې ويلي؛ دغه ناسته کې د دفاعي او امنیتي سکټور برخه … نور ولولئ
افغانستان

عبدالله، غني ته راپور ورکړ: د مذاکراتو د ځای په اړه هم توافق وشو

راپور: بشر درویش ولسمشر اشرف غني نن له غرمې مخکې د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله سره ليدلی. ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خبرپاڼه کې ويلي چې دا لیدنه ارګ شوې ده. سرچېنه وايي، په دې کتنه کې چې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب هم حضور درلود، ډاکتر عبدالله عبدالله جمهوررئیس غني ته د ملي روغې جوړې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې دویمې ناستې راپور ورکړ او د افغانستان اسلامي جمهوریت … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

درې لارښوونې چې تمرکز کې درسره مرسته کوي

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري ۱-خپله ځان کنټرول کړئ! کله کله انسان لږ/ډېر له کنټروله وځي. دا حالت له غم، خپګان، خوښۍ او اندېښنې سره تړلی دی. د ماغزو امېګدال برخې سره تړاو لري. امېګدال د بنې له مخې د بادام غوندې دی، د منفي احساساتو پر وړاندې خورا غبرګون ښيي او هغوی د ګواښوونکو زېګنالونو په توګه ګڼي. له ماغزو اخیستل شویو عکسونو ښودلې چې منفي احساسات د ماغزو پر کړنو ناوړه اغېز پرېباسي؛ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

په دې واورین موسم کې د واورې په اړه دا جالبې خبرې ولولئ

کله چې واوره اوري ټول انسانان د خوښۍ احساس کوي، خو دا خوښي په هغو ځایونو کې وي چې خلک ډېره موده وروسته واوره وویني، لکه ترکیه کې چې باران پکې بېخي ډېر دی، خلک یې واورو ته خوشحاله کېږي او له بارانه ستړي برېښي، خو عربي هېوادونه بیا باران ته تږي دي. هاخوا کناډایان له واورو سره عادي دي، دوی ته لمرینه ورځ لکه موږ ته واورینه ورځ. د افغانستان دومره ښکلې په زړه … نور ولولئ
سپورټ

اېرون سمر، لومړی اسټرالیایي شو چې د پاکستان لپاره لوبېږي

د پاکستان په کورني کرکټ کې د اسټرالیا ځوان توپ اچوونکی ارون سمر لومړی بهرنۍ لوبغاړی شو، چې د پاکستان د کرکټ بورډ تر چتر لاندې د پاکستان لپاره لوبېږي. دغه ۲۴ کلن اسټرالیایي بالر، د پاکستان په کورني یو ورځني کرکټ ټورنمنټ کې له جنوبي پنجاب لوبډلې سره تړون کړی دی. د پاکستان یادې کورنۍ لوبې د جنوري په ۸ مه نېټه په کراچۍ ښار کې پېلېږي. د پاکستان کرکټ بورډ د اصولو له … نور ولولئ
افغانستان

ننګرهار کې واوره: د جلال اباد څنډو ته هم راورسیده + انځورونه

راپور: بشر درویش د ننګرهار په ګڼ شمېر ولسوالیو کې له کلونو ځنډ وروسته د واورو اورښت پیل شوی. دره نور، کامه، کوټ، سره رود، سپین غر، اچین، شینوارو، کوز کونړ، خوږیاڼي، پچیراګام، بټي کوټ، نازیان، هسکې مینې او یو شمېر نورې هغه ولسوالۍ دي چې کلونه وروسته په کې واور اوري. د سیمه ییزو خلکو په وینا چې اوس هم یو شمیر سیمو کې واوره جریان لري او ځینو ځایونو کې واوره دریدلې ده. … نور ولولئ
سپورټ

هرات د افغانستان فوټسال غوره لیګ اتلولي خپله کړه

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان فوټسال غوره لیګ سیالۍ د لسو لوبډلو ترمنځ شپاړس ورځې مخکې په کابل کې پيل شوي وې، چې په پایله کې پرون شنبه د هرات اتحاد لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. د هرات اتحاد لوبډلې سره پایلوبې ته د کابل صداقت لوبډلې لاره پیداکړې وه، چې د هرات اتحاد لوبډلې په یاده پایلوبه کې ۵ ګولونه پر ۳ د کابل صداقت لوبډلې ته ماته ورکړه او لومړی مقام … نور ولولئ
سپورټ

لس اوریزه لیګ، د لوبډلو سکواډونه یې او پکې اخیستل شوي افغان لوبغاړي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د متحده عربي اماراتو د کرکټ لس اوریزه لیګ د راتلونکې جنورۍ میاشتې په ۲۸مه نېټه پیلیږي او د فیبرورۍ میاشتي په ۶مه نېټه پای ته رسیږي. په دې لیګ  کې اته لوبډلې مراتا عربینز، بنګله ټایګرز، ډهلي بولز، نارترن وایررز، ډیکن ګلډیټرز، قلندرز، ابودوبۍ او پوني ډیویلز شاملې دي. یادو اتو ګډونوالو لوبډلو ته د لوبغاړو د پیر مراسم«بولي» تېره چهارشنبه ترسره شوه، چې پکې ۱۵ افغان لوبغاړي واخیستل شول. لس … نور ولولئ