سپورټ

تر یوې سختې لوبه وروسته ماته؛ مبارز له اوله ډیر ښه روان وو

د افغانستان د ازادو رزمي سیالیو لوبغاړي بازمحمد مبارز د تېرې جمعې په ورځ له خپل روسي سیال ګومزیاکوف څخه ماته وخوړه. دا په تېرو دوو کلونو کې دویم ځل دی، چې بازمحمد مبارز له روسي سیالانو څخه ماتې خوري. د ۲۰۱۹ کال په سپټمبر کې یې له کناکوف څخه هم ماته خوړلې وه او اوس یې له ګومزیاکوف څخه ماته ومنله. بازمحمد مبارز د جمعې په ورځ له خپل روسي سیال ګومزیاکوف څخه ماته … نور ولولئ
افغانستان

له ملي اردو سره خبرې؛ غني ولې کندهار ته لاړ او څه پیغامونه لري؟

لیکنه: بشر درویش افغان ولسمشر اشرف غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن سهار د کندهار د عمومي وضعیت د ارزونې په موخه یاد ولایت ته ورغلی دی. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، احمدشاه بابا نړیوال هوایي ډګر کې د کندهار د مسوولینو، مشرانو او متنفذینو له تود هرکلي وروسته جمهوررئیس غني ۲۰۵ اتل قول اردو کې د تشریفاتو قطعې له معاینې وروسته د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدو منسوبینو څلي ته د ګلونو ګېډۍ … نور ولولئ
افغانستان

ننګرهار کې ۷۰۰ بزګران ورزول شول

راپور: طارق صادق د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې له دویم ملي لومړیتوب څخه دملاتړ پروژې«SNaPP2» په همکارۍ د تېر یوه کال په ترڅ کې یوازې ددې ولایت د بزګرانو د روزنیزو سرچینو مرکز«FLRC» په مرکزي څانګه کې ۷۰۰ بزګران روزل شوي دي. د ننګرهار دکرنې رییس انعام الله صافی وایي، نږدې درې کاله وړاندې دکرنې وزارت له خوا د بزګرانو د روزنیزو سرچینو مرکز«FLRC» د جوړېدو طرحه رامنځته شوه، چې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ګډ ژوند؛ یو بل ته انرژي بښونکې جملې ووایاست

د ژوند د هر بل پړاو په څېر, د ګډ ژوند پیلول له خپلو ټولو غټو- وړو ستونزو سره ذاتي خوږلني هم لري. دا هغه پړاو دی چې هره پېغله او ځوان یې کلونه په تمه وي. په اړه یې خیالونه ګوري او رنګینه مینه ییزه دنیاګۍ ځان ته جوړوي؛ خو د دې رنګینې نړۍ د رنګه ساتلو رازونه ډېر دي چې له هغې جملې څخه یو راز یې د مثبتو انرژي بښونکو کلیمو او … نور ولولئ
په زړه پورې

د کرونا دویمه څپه؛ امریکا کې لومړنی واکسین تطبیق شو

پرون د امریکا متحده ایالاتو کې د نیویارک په ایالت کې لمړنی واکسین تطبیق شو. د امریکا متحده ایالات تصمیم لري، چې د کال وروستیو دوؤ اوونیو کې ٢٠ ملیونه واکسین تطبیق کړي. ١٤ ورځې او د ٢٠ ملیونو واکسینو تطبیق هم کوم ساده کار نه دی. د واکسینو پلي کول په داسي حال کې پیلیږي چې په ټولو متحده ایالاتو کې د قربانیانو شمیر درې سوه زرو کسانو ته ورسید. خو خلک د لمړي … نور ولولئ
افغانستان

د ایران ولسمشر: ټرمپ غیرې قانوني او ترهګر مشر و

د ایران ولسمشر “حسن روحاني” وايي هغه د بایډن په پرتله د ډونلډ ټرمپ په تګ یا ناکامۍ ډېر خوښ دی. د ایران کابینې ته په وینا کې، ولسمشر حسن روحاني د متحده ایالاتو ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” یو ترهګر وباله او ویې ویل،چې هغه د امریکا غیرقانوني ولسمشر په تللو خوښ دی. حسن روحاني ویلي: خوښ دی چې د متحده ایالاتو ولسمشر ټرمپ واک پریږدي. ډونلډ ټرمپ د امریکا تر ټولو غیرقانوني ولسمشر او ترهګر … نور ولولئ
سپورټ

بېګ باش لیګ کې د راشدخان دوه لوبې او نه ځلېدل

د اسټرالیا بېګ باش کرکټ لیګ کې د راشدخان دوه لوبې کړي په دې لوبو کې یې ۸ اورونه کړي او ۴۸ توپونه یې ترسره کړي دي. نوموړي په ۴۸ توپونو ۵۴ منډې کړي دي. هغه په دې لوبو کې یواځې دوه وېکټې ترلاسه کړي دي، چې ډېرې کمې وېکټې دي. په لومړۍ لوبه کې اډیلایډ سټرایکرز کرکټ لوبډلې ماته وخوړه، دې لوبډلې ته هوبرټ هرېکېنز په ۱۱ منډو ماته ورکړه. ډارسي شارټ هغه لوبغاړی … نور ولولئ
سپورټ

ټېسټ لوبې؛ د هندوستان او اسټرالیا پرتله

په تازه درجه بندۍ کې د هندوستان کرکټ لوبډله درېیم ځای ته رسېدلې او نیوزیلېنډ ترې دویم ځای ونیو. د اسټرالیا لوبډله په ټېسټ لوبو کې لومړی مقام لري او له هندوستان سره یې په نومرو کې دوه توپیر دی. د اسټرالیا نومرې ۱۱۶ دي او هندوستان ۱۱۴ دي. که اسټرالیا د ټېسټ لوبو لړۍ وګټي، نو لومړي مقام کې به لا ځان محکم کړي. بل پلو د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې چې تازه یې ویسټ … نور ولولئ
افغانستان

کونړ کې د شاتو پراخ تولید؛ سږکال څه باندې ۳۳ ټنو ته رسېدلي

راپور: بشر درویش د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په کونړ ولایت کې د شاتو مچیو د روزنې وضعیت په بې ساري توګه مخ پر وده ده، شمېرې ښیي چې په دې ولایت کې د شاتو مچیو شاوخوا۶۳ واړه او لوی فارمونه شته دي، چې د شاتو د تولید سږني کچه یې نږدې۳۳.۶ ټنو ته رسېدلې ده. د افغانستان د کرنې وزارت یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د کونړ د مالدارۍ … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

څنګه خپلو زده کړو او تحصیل ته مسوول اوسو؛ ۹ ټکو کې یې ولولئ

تاسې کولای شئ چې خپل د پرمختګ لپاره د ځینو کارو مسوولیت خپل په غاړه واخلئ. خپله له ځانه وپوښتئ چې ولې تحصیل کوئ؟ د نورو غوښتنې او خوبونو په رښتیا کول ښایي ستاسې د تحصیل یو دلیل وي، خو که د رښتیا غواړئ چې خپل د تحصیل مسوول واوسئ نو تر دې نه قوي دلایل ځانته ولرئ. نورو ته دا اجازه مه ورکوئ چې ستاسو د تحصیلاتو لپاره پرېکړه وکړي: که تاسو تل د … نور ولولئ