ټولنیز ژوند

څو سببونه چې باید د واده لپاره د اړیکو له جوړولو وړاندې څیړنه وشي

له واده کولو وړاندې څېړنه ډېرې ګټې لري چې دلته هم پرې خبرې لرو، ښايي درته ګټورې اوسي. هر څوک چې واده کوي که د هلک خوا وي یا هم انجلۍ کله چې غواړي کوژده وکړي نو لومړۍ باید څېړنه وکړي ترڅو مقابل لوري په هکله پوره معلومات ترلاسه کړي، ځکه چې د څېړنې او په اړه پوښتنې او معلوماتو پرته واده په تیارو کې د مزل په مانا ده. موږ نشو کولای یو بل … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د مور او لور اړيکې په اړه مرکه؛ څنګه او ولې سره ښې اړیکې ولري؟

د مور او لور اړيکې هغه مسله ده چې ټولې کورنۍ ورسره مخ دي، خو ډېری کورنۍ ددې اړيکې پر څرانګوالي نه پوهېږي، چې دا بيا د لویو سرخوږيو لامل ګرځي. پر همدې اړوند مو د هېواد له تکړه ارواپوه استاد شرف الدین عظیمي سره مرکه کړې، هيله ده چې تر پایه يې راسره ولولئ. ترڅو پوه شئ چې د مور او لور اړيکه د ارواپوهنې له انده څه ډول ده؟ او څنګه بايد وساتل … نور ولولئ
سینما او موسیقي

جوهي چاولا؛ د سینما د وتلې ستورې ژوند او فلمونه

لیکنه: مریم صدیقي د سینما له وتلې څېرو څخه یوه هم جوهي چاولا ده، چې د فلمی نړۍ ښځینه لوبغاړو ترمنځ د بې شمېره مینوالو برخمنه ده. جوهي د نوامبر په ۱۳ په کال ۱۹۶۷ کې نړۍ ته راغله، په لومړیو کې یې د مډلنګ برخه کې کار کاوه، وروسته یې د سینما ته د کار پیل په سلطنت فلم وکړ، که څه هم په دې فلم کې جوهي ډېره ونه ستایل شوه، خو Qayamat … نور ولولئ
روغه سټه

څېړنه: ککاو لوړ عمر لرونکو خلکو ته ډېره گټه لري

پوهان اوس دې پایلې ته رسیدلي دي چې ککاو په لوړ عمر لرونکو خلکو کې د درک کولو د پياوړتيا کچه لوړوي. د اسپوټنیک د راپور پر بنسټ، د ايلينوای او بېرمنگهم پوهنتونو پوهانو د يو شمېر څېړنو وروسته دې پایلې ته رسیدلي دي چې ککاو د زړو خلکو پر ذهني کړنو مثبتې اغيزې لرلای شي. پوهانو د دغې څېړنې په لړ کې د فلاوانول د ګټورو ځانګړنو په اړه چې د ککاو یوه لویه … نور ولولئ
افغانستان

غني طالبانو ته: راځئ د تېرو شپږو نسلونو پر زخمونو د ملهم پټۍ کېږدو

راپور: بشر درویش د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا لومړۍ غونډه ترسره او پرانیستل شوه. دې ناسته کې د افغان ولسمشر اشرف غني په ګډون سیاسیونو او مشرانو برخه اخیستې وه. دا ناسته چې په سلامخانې ماڼۍ کې جوړه شوې غونډه کې د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله، مخکېني ولسمشر حامد کرزي، د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح، د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش، جهادي مشر استاد … نور ولولئ
افغانستان

د افغانستان د معلولینو لپاره پر ملي ستراتېژۍ جوړولو بحث وشو

راپور: بشر درویش د افغانستان د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت رهبرۍ سره غونډه کې د معلولیت ملي ستراتېژۍ پر مسودې بحث او خبرې شوي. ارګ ویلي چې دې غونډه کې ولسمشر اشرف غني هم ګډون درلود. د ارګ خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا غونډه په چهارچنار ماڼۍ کې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه او د کابینې یو شمېر غړو هم حضور درلود. دې ناسته کې … نور ولولئ
سپورټ

الراونډر انډرسن: نور نیوزیلېنډ سره نه، بلکې د امریکا لوبډله کې لوبېږم

د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې تکړه الراونډر یا کرکټ ټولچاري ویلي، چې له دې وروسته به له امریکایي کرکټ لوبډلې سره د امریکا په ملاتړ لوبېږي. نوموړی ۷ کاله وړاندې د نیوزیلېنډ په ملي لوبډله کې لومړی ځل ولوبېد او یو ځل یې په ۳۵ توپونو د چټکې سلیزې ریکارډ هم جوړې کړی دی. نوموړي دا ریکارډ په یو ورځنیو لوبو کې د ویسټ انډیز خلاف جوړ کړ. دی له دغې سلیزې وروسته خورا مشهور شو … نور ولولئ
سپورټ

د منډو جوړولو ماشین سږ کال هیڅ سلیزه نه ده وهلې

د هندۍ لوبډلې اوسني لوبډلمشر او د یادې لوبډلې ون ډاون توپوهونکي په ۲۰۲۰ کې هیڅ سلیزه نه ده وهلې. ویرات کولي چې د رنز یا منډو جوړولو ماشین او ځیرک توپوهونکي په توګه نړۍ کې پېژندل شوی، د ۲۰۲۰ کال په اوږدو کې یې په یو ورځنیو لوبو کې هیڅ سلیزه نه ده وهلې او بې سلیزې پاتې شوی دی. نوموړي په ۲۰۰۸ کال کې هم هیڅ سلیزه نه وه وهلې. په کلونو کې … نور ولولئ
سپورټ

نیوزیلېنډ ته د پاکستان ۵۳ تللو لوبغاړو کې ۱۰ په کرونا اخته شوي

د پاکستان کرکټ لوبډله د نومبر په وروستیو کې نیوزیلېنډ ته رسېدلې ده، خو د نیوزیلېنډ کرکټ بورډ ورته سپارښتنه کړې، چې لومړی دې ټول لوبغاړي ټېسټونه ورکړي او له هغې وروسته دې ۱۴ ورځنی قرنطین مراعت کړي. اوس د پاکستان ۵۳ لوبغاړي په نیوزیلېنډ کې دي او له دغو لوبغاړو څخه لس یې په کرونا اخته بلل شوي دي. د نیوزیلېنډ کرکټ بورډ هڅه کوي، چې د نورو پاکستانیو لوبغاړو روغتیا هم تثبیت کړي … نور ولولئ
سپورټ

چهل د جدیجا پرځای اسټرالیا ته ماته ورکړه

د تېرې جمعې په ورځ د اسټرالیا او هندوستان ترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه ترسره شوه، دغه لوبه هندوستان په ۱۱ منډو وګټله او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه یوزوېندرا چهل ترلاسه کړه. په هندوستان د اسټرالیا انتقاد د اسټرالیا پر وړاندې د توپوهنې برخه کې جدیجا اخېستل شوی و، نوموړي ښه توپوهنه وکړه، د توپوهنې په لړ کې د مېچل سټارک لخوا په سر یا په هېلمېټ وویشتل شو. جدیجا د ګنګسیت احساس وکړ؛ … نور ولولئ