ټولنیز ژوند

له ګډ ژونده ۲۱ کاله وروسته؛ له یوې بلې ښځې سره

ژباړه فضل رباني قاضي زی له ګډ ژونده ۲۱ کاله وروسته، میرمن مې رانه وغوښتل چې له یوې بلې ښځې سره د ماښام خوړو او د فلم لیدو ته له کوره بیرون ولاړ شم. کډې مې راته وویل چې له ما سره ډیره مینه لري ولې ډاډه ده چې هغه ښځې باندې هم زه ډیر ګران یم او له ما سره بهر تلو نه به خوند واخلي. هغه ښځه مې مور وه چې ۱۹ کاله … نور ولولئ
اقتصاد

بیکاري او کاري مفکوره

دلته یوه لویه ستونزه دا ده چې بیکاره ځوانان یوازې په کار پسي ګرځي. زما وړاندیز دا دی چې ځوانان دې په دې فکر کې هم وي چې څنګه کاري مفکورې رامنځ ته کړي. دا څه ستونزمن کار ندی یوه شعوري هڅه ده،۹۰٪ کسان ددي وړتیا لري چې نوښت وکړي او کاري مفکوره رامنځته کړي. ځینې خلګ په دې نه شرمیږي چې په یوه پردۍ اداره کي صفاکاري وکړي، امنیتی ګارد سي او یا بله … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د زړه اوښکې

لیکنه: نوید صهیب ژوند لکه ګلاب داسې دی، هره پاڼه یې یو خیال او هر اغزی یې یو حقیقت، دا ډیره اسانه ده چې له نورو سره مینه وکړې؛ خو دا ډیره سخته ده چې نور له ځان سره په مینه کولو مجبور کړې. که غواړې خوشاله ژوند ولرې، د کینې زړي د له زړه وباسه! نرم او ښایسته اخلاق د تلو لپاره یوازینۍ لاره او ریښتینولي د تفاهم او اړیکو ژبه وګرځوه. ښه خوی … نور ولولئ
افغانستان

زېرمه لرونکی خو بې برښنا وطن؛ برښنا شرکت وايي موږ ته دې پاملرنه زیاته شي

راپور: بشر دروېش افغان ولسمشر محمداشرف غني د افغانستان برېښنا شرکت مسوولینو سره په غونډه کې د دغې ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور واورېد. ارګ وايي دا ناسته پرون ترسره شوې. د افغانستان برېښنا شرکت رئیس داوود نورزي او د یادې ادارې یو شمېر مسوولینو د تېر کال په پرتله د سږ کال په عوایدو کې د زیاتوالي، فساد سره د مبارزې، د برېښنا انرژۍ د عرضې او تقاضا، د انرژۍ په برخه … نور ولولئ
سپورټ

د سریلانکا لیګ کې د دوو افغان اوپنرانو مقابله ده

  د سریلانکا په لانکا سوداګریز کرکټ لیګ د پنجشنبې په ورځ د نومبر په ۲۶ ماښام مهال پيلېږي. په دغه لیګ کې حضرت الله ځاځی، کریم خان صادق، قیس احمد، سمیع الله شینواري، رحمان الله ګربز، افتاب عالم او نوین الحق اخیستل شوي دي.  لومړۍ لوبه کې دوه افغان اوپنران د یو بل پر وړاندې کریم خان صادق چې په کولمبو کېنګز کرکټ لوبډله کې لوبېږي، نن پنجشنبه یې لومړۍ لوبه له کېنډي ټوسکرز … نور ولولئ
په زړه پورې

د کرکټ مینوالو لخوا راشدخان د آی‌پي‌اېل اغېزناک لوبغاړی اعلان شو

    د کرېک ټرېکر وېبپاڼې د انلاین یا پرلیکه داسې سیستم جوړ کړی و، چې د لسو لوبغاړو په منځ کې یې د آی‌پي‌اېل ترټولو اغېزناک لوبغاړي لپاره د رایې اچونې سیالي په لاره اچولې وه. په دې سیالیو کې لسو لوبغاړو ګډون درلود او له کرکټ مینوالو یې پوښتنه کړې وه، چې د آی‌پي‌اېل تر ټولو زیات اغېزناک لوبغاړی څوک و؟ د سلګونه کسانو لخوا راشدخان ته رایه ورکړل شوې او هغه یې … نور ولولئ
په زړه پورې

بایډن؛ راتلونکی دولت د اوباما د دولت دوام نه دی؛ موږ له يوې بلې نړۍ سره مخ یو

ژباړه: عایشه حیدري د متحده ايالتونو نوی ټاکل شوی ولسمشر وايي، چې د‌ ده راتلونکی دولت د بارک اوباما د ولسمشرۍ درېيمه دوره نه ده. د اسپوټنیک د راپور پر بنسټ، جو بایډن چې د ټاکنو د لومړينو پایلو له مخې د امریکې راتلونکی ولسمشر بلل کېږي، اعلان وکړ چې د هغه دولت به د بارک اوباما د ولسمشرۍ درېيمه دوره نه وي. د امریکا ولسمشریزې ټاکنې د روان کال د نوامبر په درېیمې نېټې … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان ته د لسیزې د غوره لوبغاړي جایزه ورکول کېږي

د کرکټ نړیوالې شورا د یوې لسیزې د غوره لوبغاړو د جایزو وېش نوملړ چمتو کړی دی. د ګڼ شمېر لوبغاړو په منځ کې د افغان بالر راشدخان نوم ته هم ځای ورکړل شوی دی. د کرکټ نړیوالې شورا دغه نوملړ د نومبر په ۲۴ مه د سه شنبې په ورځ خپور کړی. د کرکټ نړیواله شورا هر کال د لوبغاړو د لا تشویق په موخه جایزې ورکوي او د جایزو مستحق لوبغاړي د پخوانیو کرکټ … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د وېټامين D نوى خاصيت؛ له سرطان ناروغۍ مخنیوی کوي

ژباړه: نسيمه محمدي د څېړونکو يوې ډلې دا پايله تر لاسه کړې، چې د وېټامين D مصرف په سرطان ناروغۍ د اخته کېدلو ګواښ کموي. د JAMA Network Open په حواله، د يوې څېړنې پاپله ښيي، چې وېټامين D په بدن کې، د سرطان په ناروغۍ د اخته کېدلو ګواښ کموي. متخصصانو دا آزمايښت د پنځه کلونو په موده کې، په پنځه ويشت زره روغو او ناروغو وګړو ترسره کړه، چې د دغه وېټامين نوى … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ژوند څخه موخه څه ده؟ دلته یې پوهاند په اړه غږیدلي

ژباړه: صديقه پوپلزۍ داسې ډېر خلک شته، چې له ځانه پوښتي، د ژوند کولو څخه زموږ موخه څه ده، ولې ژوند کوو، د څه لپاره کوو، دڅه لپاره زده کړه کوو؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي چې کېدای شي د هر انسان په ذهن کې وي. دالایي لاما وایي؛ خوشحاله اوسېدل د ژوند ریښتينې موخه ده. یانې کله چې موږ خوشحاله يو، خپله اصلي موخه پیدا کولای شو. کله چې د نورو په خوشحالۍ، خوښ … نور ولولئ