افغانستان

د جګړې رېښه

لیکنه: شمس الحق حیران د لاندې پاڼې په لیدو مې زړه ولړزېد، د خپل وران هېواد د هغو معصومو ماشومانو ټوټه ټوټه بدنونه مې سترګو ته ودرېدل چې د دې پاڼو په لوستنه باسواده شوو انسانانو په لاسونو ووژل شول او لاوژل کېږي. دا پاڼه له ادبي، محتوايي، حقوقي او د لیکنیز ترتیب له مخې ګڼې تېروتنې او نیمګړتیاوې لري. زه یې ادبي او لیکنیزه کره کتنه د اړوندې برخې پوهانو ته پرېږدم خو محتوايي … نور ولولئ
اقتصاد

ښه فکر کول زموږ پر ژوند مثبت اغېز کوي

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ د هر چا ژوند د هغه تر فکر پورې هم اړه لري، یعنې موږ هر ډول فکر وکړو، هماغسې کېږي. یعنې زموږ باور او نیت راتلونکې کې بېرته په حقیقت بدلېږي، نو د همدې لپاره موږ باید تل مثبت فکر وکړو. ځکه چې زموږ ذهن د یو کمپیوټر په شان دی، هر ډول چې خپرونه ورته جوړه کړو، هماغه ډول کار ورکوي. انسانان په ژوند کې هر کار کولی شي، فقد دا … نور ولولئ
افغانستان

یوانکا ټرمپ، د ټاکنیزو کمپاینونو لپاره د بسپنې په راټولو کې ريکارډ جوړ کړ

ژباړه: عایشه حیدري د امریکا د اوسني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ لور د ولسمشريزو ټاکنو د مالي ملاتړ او بسپنې راټولونې په برخه کې د ډونالډ ټرمپ تاکنیزو کمپاینونو ته له ۳۵ میلیون ډالرو څخه زياتې پيسې راټولې کړې دي او د دغه هېواد د پخواني ولسمشر بارک اوباما ریکارډ چې په یوه شپه او ورځ کې یې د ټاکنيزو کمپاينونو د مرستو په راټولولو کې جوړ کړی وو مات کړ. د اسپوټنیک د راپور پر … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د قبرس دولت د طلایي پاسپورټونو د ورکړې پروژه ‌بندوي

راپور: عایشه حیدري د قبرس دولت اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د سوداګرۍ په بدل کې ترلاسه کېدونکي پاسپورټ د ورکړې پروژه‌ بنده کړه. د‌ اسپوټنیک د راپور پر بنسټ، د قبرس دولت د نوامبر له لومړۍ نېټې څخه د سوداګرۍ په بدل کې د دغه هېواد د تابعیت ورکړې پروژه، چې د طلایي پاسپورټونو په نامه مشهوره وه، بنده کړه. د دغې پروګرام په چوکاټ کې چې د ۲۰۱۳ څخه پیل شوی … نور ولولئ
خوندیتوب

له واده وروسته پېښمېانتیا

لیکنه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ ډېر داسې کسان شته چې له واده څخه مخکې خپل د ګډ ژوند ملګري په هکله هېڅ معلومات نه لري او نه هم په هکله څېړنه کوي یا د پلار یا د مور په خوښه واده کوي، خو وروسته له څخه پښېمانه وي. د ګډ ژوند په هکله باید ډېر مهارت او معلومات ولرو تر څو ښه ژوند جوړ کړو، چې په راتلونکې کې پښېمانه نشو. که د اولادونو د … نور ولولئ
سپورټ

رحمت‌الله قریشي د کرکټ بورډ اجراییه ریس وټاکل شو

لیکنه: محمدصابر  حمیدي د افغانستان کرکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی، چې رحمت‌الله قریشي د کرکټ بورډ د نوي اجراییه ریس په توګه وټاکل شو او تر ټاکل کېدو وروسته خپلې دندې ته معرفي شو. کرکټ بورډ یاده خبرپاڼه کې ویلې، چې رحمت‌الله قریشي په اداري برخه کې ۲۳ کلنه کاري تجربه لري، چې له دې مخکې یې نړیوال بانک، ملګرو ملتونو، د ځوانانو پرمختګ، د څار او ارزونې او د … نور ولولئ
سپورټ

ډوهني: د IPL په راتلونکي پړاو که به هم چینای لوبډله کې ولوبیږم

لیکنه: محمدصابر حمیدي د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې او په آی پي ایل سیالیو کې د چینای سوپر کینګز لوبډلې لوبډلمشر مهندرا سینګ ډوهني ویلې، چې روان آی پي ایل به یې وروستی نه وي. ډوهني ویلي، غواړم د آی پي ایل په راتلونکي پړاو کې هم د چینای لوبډلې لپاره ولوبیږم. هغه زیاته کړه: «بلې رښتیا هم زه ډېر باوري یم، چې راتلونکی کال به هم په چینای لوبډله کې اوسم او یاده … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر ټرمپ په ټاکنو له درغلیو وېره څرګنده کړې

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بایللو له ویرې په ټاکنو کې د درغلیو ویره څرګنده کړې. په “پنسلوانیا” کې د لاریون ګډونوالو ته په خطاب کې ، ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خندا (طنزیه توګه) وویل، چې د پایلو نیټه باید وغزول شي، ترڅو نور خلک هم رایه ورکړي. هغه وویل، چې د نتایجو ځنډول ناهیلې کوونکي دي، کله چې یي وخت ؤو، نو خلکو ته د رایه اچوني موقع ولې ورنه کړی شوه، … نور ولولئ
سپورټ

دویم پړاو ته د کلکتې او حیدراباد تګ او مقابله

د هندوستان سوداګریزې کرکټ لوبې اته ورځې وروسته پایته رسېږي. په دې لوبو کې درې لوبډلې له سیالیو بهر شوي، پنجاب، چینای او راجستان هغه لوبډلې دي، چې له لوبو بهر شوې؛ خو پاتې پنځه لوبډلو کې د حیدراباد او کلکتې تګ یو څه له ننګونو ډک دی. په پاتې پنځه لوبډلو کې ممبيي کرکټ لوبډلې دویم پړاو ته غوراوی یا کوالیفای کړې ده، ورسره د بنګلور، ډیلي لوبډلې هم دویم پړاو کې نږدې دي، … نور ولولئ
افغانستان

جوبایډن، ټرمپ د روسیې د ولسمشر سپی وباله

د دیموکراټانو کاندید «جو بایډن» خپل  سیال «ډونالډ ټرمپ» د روسیې ولسمشر سپی بللی دی. جوبایډن په «مشیګن» کې د انتخاباتي غونډې په مراسمو کې وویل، ټرمپ د لوی شمېر خلکو د رایې ورکولو مخه نشي نیولای، خلک به ډیموکراسي بېرته ونیسي او ټرمپ باید د خپل بار و بستري سره کور ته لاړ شي. د ډیموکراټانو کاندید جو بایډن ویلي؛ کورونا به هله ختمه شي، کله چې ټرمپ په خپل کور شي (کښېني). نوموړي … نور ولولئ