پوهنه

د قلم او مرم په جنګ کې، پېغلې هیلې او د خپلواکۍ شهیدان خوبونه

لیکنه:  مهر تاج له دوو ورځو راپدېخوا مې د قلم څوکه هم شله شوې، ښایي زما په رګونو کې د وینې په څېر د دې رنګ وچ شوی وي، کله چې یې راپورته او سر ټیټ کړم، د کیبورډ زړه له بې وریځو باران څاڅکې ډک شي، او په سترګو کې مې د محصیلنو انځورونه راوټوکوي. د دوی پیغامونه، چې خپلو، دوستانو،استادانو، کورنیو او ټولګي والو ته یې لیږلي او د خپل ژوندانه اخري شېبې … نور ولولئ
افغانستان

د بایډن د بریا ادعا، او ټرمپ په ټاکنو کې د درغلیو تور پورې کول

د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د رایو شمیرل روان دي، خو مخکې له دې چې پایلې اعلان شي، د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو په خپلو اړوندو بریاو دعوی لري. تر دې دمه، د دیموکراټانو کاندید “جو بایډن” د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي کاندید “ډونالډ ټرمپ” مخکې دی، چې شاوخواد د ۱۶ ایالتونو د رایو نتایج لا پاتې دي. ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” په ټولنیزه رسنۍ ټویټر کې په … نور ولولئ
افغانستان

د ټاکنو د پایلو فشار، که ستړیا؛ د ولسمشرۍ نوماند "جو بایډن" تېروتنې

د ولسمشرۍ کمپاینونو ستړیا او که د ټاکنو د پایلو فشار دی، چې د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ کاندید جو بایډن تېروتنې پسې تېروتنې کوي. کله چې ‘جوبایډن ‘ په “فلاډلفیا” کې د خپل زوی “بیو بایډن” تر قبر لیدلو وروسته پلویانو ته ورسید، نو نوموړي د خپلې لمسۍ په معرفي کولو کې تېروتنه وکړه،لمسۍ یې غلطه معرفي کړه. “جو بایډن” خپله لمسۍ خپل مرحوم زوی ته منسوب کړه، او کله چې د خپلې دې … نور ولولئ
افغانستان

ایا ټرمپ به د ۲۱ مې پېړۍ دویم منتخب ولسمشر شي!؟

ایا ټرمپ به لومړی ولسمشر وي چې په ۲۱ مه پیړۍ کې بیا نه ټاکل کېږي؟ د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې به تر سبا معلومي شي، دا به په ډاکه شي، چې ایا ډونلډ ټرمپ خپله دوهمه دوره ګټلې یا جو بایډن ، چې د بارک اوباما په مشرۍ مرستیال ولسمشر و. که چیرې ډونالډ ټرمپ پدې ټاکنو کې ناکام شي ، نو هغه به د ۲۱ مې پیړۍ لومړی امریکایي ولسمشر وي … نور ولولئ
په زړه پورې

ډنیس اونر؛ پړانګ ډوله انسان ځان وژنه وکړه

ژباړه: نسیمه محمدي د یاران درنو لوستونکو! موده وړاندې مو د ډنیس اونر په اړه یوه لیکنه لوستلې وه او اشنایي ورسره لرئ. نن هم د ده د ځانوژنې په اړه وایو. هغه سړي چې په وروستیو کلونو کې د خپل مخ او اندام د بدلون له امله د یوه پړانګ په څېره وو، ځانوژنه کړې او ومړ. ډنیس اونر، چې د«مست پړانګ» سره مشهور وو، ټېره اونۍ په خپل کور، نواډا کې مړ وموندل … نور ولولئ
رسنۍ

د ای پي ايل ليګ د دويم پړاو لوبې سبا پيليږي

خبريال: مدثر دعوت د هندوستان پرېمر لېګ يوازي ۴ لوبې پاتې دي،ممبی، حيد راباد،بنګلور او ډهلي هغه لوبډلې دي چې دويم پړاو ته يې لار پيدا کړې. تېره شپه سنرايزر حيدراباد لوبډلې وکولای سوه چې په ۱۰ ويکټو ممبی انډينز ته ماته ورکړي. د لوبې پچه حيدراباد وګټله او د توپ اچوونې پرېکړه يې وکړه. د ممبی لپاره په توپوهنه کې پولارد ۴۱، یاداو ۳۶، ایشان کیشن ۳۳ او ډيکوک ۲۵ منډې وکړې. د حيدراباد … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان د سوداګریزو کرکټ لوبو وروستۍ لوبې د نومبر په ۱۴ مه پېلېږي

د پاکستان کرکټ بورډ ویلي، چې د پي اېس اېل سوداګریزو کرکټ لوبو پلی اف لوبې به د نومبر په ۱۴ مه نېټه پیل شي. یادې لوبې د مارچ میاشت په ۱۶ مه نېټه د کرونا ویروس د شدت له امله ځنډول شوې وې. د پاکستان سوداګریزې کرکټ لوبې د نومبر په ۲۲ مه په لاهور او کراچۍ ښارونو کې پیل شوې وې او ۶ لوبډلې پکې ګډونوالې وې. پېښور زلمي، کوېټه ګلایئډیئټرز، لاهور قلندرز، … نور ولولئ
افغانستان

د مالېزیا دیني علماء: په افغانستان کې روانه جګړه ناروا ده

ژباړه: عایشه حیدري د هېواد د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د مالیزیا د اسلامي وحدت نړيوالې غونډې په افغانستان کې د جګړې دوام او تاوتريخوالی غندلې دی او دغه جګړه یې غیر شرعي بللې ده. د اسپوټنیک د راپور پر بنسټ، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د يوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې، د اسلامي نړۍ عالمانو او د نړيوالو اسلامي مرکزونو د فتواګانو په دوام، دا ځل د مالېزیا … نور ولولئ
سپورټ

عبدالسمیع: راتلونکې اونۍ سیالي لرم، خو د کابل برید مې مرال راکمزوری کړ

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د ازادي مبارزې تکړه او نامتو لوبغاړی د ایټالوي سیال په وړاندې راتلونکې شنبه لوبه لري، چې د همدې لوبې په موخه د یکشنبې په ورځ متحده عربي اماراتو ته ولاړ. هغه پرون ناوخته پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې په ژوندۍ بڼه وږغېد او د کابل برید یې په کلکو ټکو وغانده. په یاده ژوندۍ ویډيو کې عبدالسمیع فیضي زیاته کړه، چې څلور ورځې وروسته د ایټالیا هیواد یوه سرسخت … نور ولولئ
رسنۍ

په ای پي ايل کې نن د حيدراباد او کلکتې لوبډلو سرنوشت ټاکل کېږي

خبريال: مدثر دعوت نن په ای پي ايل ليګ کې خورا مهمه لوبه ماښام ۰۶:۳۰ بجې د ممبی انډينز او سنرايزر حيدراباد لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي. ممبی انډينز،ډهلي او بنګلور هغه لوبډلې دي چې دويم پړاو ته يې لار پيدا کړې، پنجاب،راجستان او چينای بيا هغه لوبډلې دي چې دويم پړاو ته د تلو هيڅ چانس نلري. د لومړي پړاو يوه لوبه د ممبی او حيدر اباد ترمنځ پاته ده،دا لوبه د ممبی لپاره مهمه … نور ولولئ