سپورټ

نن نړيوال کريکټ ته د راشدخان د راتګ ورځ ده!

ليکوال: مدثر دعوت د ۲۰۱۵ز په همدې ورځ نړيوال کريکټ ته يوه نوې څېره او نوی نوم را څرګند سو. راشدخان راغی، قوي ريکارډونه يې جوړ او مات کړه،او د افغانستان کريکټ ته يې د نړۍ توجه زياته کړه. د زيمبابوې په وړاندي د ۲۰۱۵ز کال د اکتوبر مياشتي په ۱۸مه نيټه يې لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه ترسره کړه,هماغه لوبه کې يې ۱۰ اوورونه ترسره کړه، دوې ويکټي يې ترلاسه کړې ،يو يې ميډن … نور ولولئ
سپورټ

د کلکتې د مينوالو لپاره ښه خبر:سونيل نارين بيرته راځي

خبريال: مدثر دعوت د سونيل نارين توپ اچوونه قانوني وبلل سوه. د کلکتې نائټ رايډرز لوبډلې الراونډر لوبغاړی سونيل نارين چې د پنجاب په وړاندې يې د توپ اچوونې اکشن غير قانوني بلل سوی وو، د ای پي ايل د شکمن بالينګ کمېټې د نارین توپ اچوونه بيرته قانوني وبلله او د غير قانوني توپ اچوونې د ليست څخه يې و ايستی. د پنجاب په وړاندې ۲۴مه لوبه کې کلکتې د ۲ منډو په توپير … نور ولولئ
خواړه

د وربشو هغه ګټې چې علم ثابتې کړې

ژباړه: نجم الرحمن ناصري د کلسترول کمښت داسې څوک شته چې د وربشو د یوې کاسې ټینګ سوپ مینه‌وال نه وي؟دا چې خلک دومره دا سوپ خوښوي یوازې د ښه خوند درلودل نه دي، بلکې نور لاملونه هم لري. وربشې هغه پخوانۍ غله ده چې ډېر مو یې په اړه اورېدلي او پوهېږو چې د روغتیا لپاره ډېره ګټه لري. وربشې په څو ډولونو لیدل کېږي، د وربشو دانې هغه څه دي چې په سوپ … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

اته (۸) کارونه، چې هوښیار انسان یې نه کوي

ژباړه: عطا محمد میاخېل هوښیار انسانان په خپل کار او ژوند کې ځانګړي عادتونه لري او د ځینو کارونو له ترسره کولو څخه ډډه کوي، چې په ژوند کې د هغوی د بریا او پرمختګ سبب ګرځي. د خپلو احساساتو درک کول او پر وړاندې یې مبارزه کول او د هغو کنټرولول، د هوښیارو انسانانو ‌ذاتي وړتیا ده، هغوی په خپل دننه کې کینې او حسد ته ځای نه ورکوي او کولای شي، چې له … نور ولولئ
سیاست

د سعودي شاهي فرمان: د بهرنیو کارګرانو لپاره زېری

ریاض: سعودي عربستان د بهرني کارمندانو د ویزو موده د اکتوبر تر ۳۱ نېټې په بېخي وړیا توګه غځوي. د عربي رسنیو د راپورونو له مخې، د دوو سپېڅلو جوماتونو سرپرست، پاچا سلمان بن عبد العزیز ، د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر تر ۳۱ مې نیټې پورې په سعودي عربستان کې میشتو بهرنيانو ته د وتلو نیهایي ویزو آنلاین تمدید منظور کړ. د شاهي فرمان په صادرولو سره، د پاسپورت ریاست د ټولو بهرنيانو د … نور ولولئ
سیاست

متحده ایالاتو د مکسیکو د دفاع پخوانی وزیر نیولی

واشنګټن: امریکایي چارواکو د میکسیکو د دفاع پخوانی وزیر سیلواډور سانفیوګس زاپیدا د مخدره توکو د قاچاق په تور نیولی دی. د میکسیکو د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مارسیلو ابرارډ په خپلې ټولنیزې رسنۍ ویلي، چې د متحده ایالاتو چارواکو د جنرال سلواډور سانفیګوس د لاس انجلس په هوایي ډګر کې توقیف کړ. د متحده ایالاتو د رسنیو راپورونو په حواله، جنرال سلواډور له خپلې کورنۍ سره په متحده ایالاتو کې د رخصتۍ په ورځ … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان کې د باڼسونو کاروبار، ودې او پراختیا په موخه ګام

لیکنه: مصطفی سالک د باڼس پروژې پر اړه عمومي معلومات: په افغانستان کې د باڼسونو د کاروبار ودې او پراختیا پروژه د سویلي اسیا د د سیمه ییزو همکاریو سازمان (سارک) او د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصادد پرمختیا پروګرام تر سیوري لاندې د کسبګرو او کروندګرو د اقتصاد د پیاوړتیا په موخه د دریو کلونو لپاره رامنځ ته شوې ده. د دې پروژې تړون د ۱۳۹۶ لمریز کال د وري … نور ولولئ
افغانستان

د ډهلې له بنده د ۱۱۹ کانالونو د جوړولو د سترې پروژې چارې پیل شوې

راپور: رفیق جنبش د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د کندهار له والي سره په ګډه د کرنيزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۱۹ کانالونو چارې چې د ارغنداب، ډنډ، ژیړۍ، شاولي کوټ، دامان، پنجوایي او میوند ولسوالیو کې به جوړیږي، پیل کړې. د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د بنسټ ډبرې د اېښودلو په مراسمو کې وویل، د دې ۱۱۹ کانالونو … نور ولولئ
افغانستان

امرالله صالح: په کابل کې د مجرمینو لیست له وړاندې چمتو شوی

راپور: نسیمه محمدي د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، چې مستقیاً یې د کابل امنیت په غاړه اخیستی او پر غلو، لار شکوونکو او د دوی پر ملاتړو کوونکو کړیو به، هېڅ ډول زړه سوی ونه کړي. د راپورونو پر اساس، په داسې حال کې چې هره ورځ د کابل ښار امنیت خرابېږي، لومړي مرستیال ویلي چې د سپټمبر د ۱۷مې څخه د کابل امنیتي مسایلو ته رسېدنه په مستقیم ډول په خپله غاړه اخلي. ښاغلي … نور ولولئ
په زړه پورې

د پاکستاني حکومت پر خلاف پدې هیواد کي لوی لاریونونه پیل سوي

خبریال: فضل الله فضلي په پاکستان کي د اپوزیسیون ډلو ددې هیواد پر موجوده حکومت باندي تر سختو انتقادونو وروسته تېره ورځ لاریونونه پیل کړي دي. لاریونونه له نن ورځي څخه پراخ سوي او پیل یې په پلازمينه اسلام آباد کي سوی. لاریون کوونکي د اوسني پاکستاني حکومت پر خلاف را پورته سوي او موجوده حکومت چي مشري یې عمران خان کوي، اعتراضونه پیل کړي. د پاکستان د ډموکراتیک غورځنګ د ۱۱ مخالفو ګوندونو اتحاد، … نور ولولئ