سپورټ

جوفرا ارچر په دوو توپونو ۲۷ منډې وکړې

سپورټ یاران جوفرا ارچر، چې د انګلستان چټک توپ اچوونکی دی، په روانو آی پي اېل لوبو کې د راجستان کرکټ لوبډلې ملتیا کوي. هغه له آی پي اېل وړاندې په بېګ باش لیګ کې له هوبرټ هرېکېنز کرکټ لوبډلې سره خپله وړتیا څرګنده کړه، هلته یې داسې الراونډري وکړه، چې د انګلستان کرکټ لوبډلې ورته پام شو. نوموړي د هوبرټ لوبډلې لپاره په لوبوکې د فیلډینګ برخه کې په خطرناکو کېچونو نیولو، یارکرو توپونو … نور ولولئ
خوندیتوب

په پښتو ژبه د پریټي زینټا پیغام ډېرو ته خوند ورکړی

د بالیووډ اداکارې په پښتو ژبه ویډیي پیغام شریک کړی او ویډیو ته یې سرلیک هم لیکلی. په ویډیو کیپشن کې پریټي زینټا لیکلي: “د آی پی ایل هر فصل کې، زه د فرصتونو په لټه کې یم، چې له کرکټ څخه علاوه یو څه نوي زده کړم.“ نوموړې زیاته کړې: “دا ځل ما د ښکلې ژبې د ویلو هڅه کړې. که کومه تېروتنه مې کړې وي، نو بښنه یې غواړم.“ په پښتو ژبه کې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د چین ولسمشر وايي، له هېڅ کوم هېواد څخه هېڅ ډول سړه یا توده جګړه نه غواړي

د چین ولسمشر «شي جینپینګ» ویلي، چې چین له هېڅ کوم هېواد څخه هېڅ ډول سړه یا توده جګړه نه غواړي. د سیاسي اهدافو لپاره د کرونا د ناروغۍ کارول باید په کلکه رد شي او د کورونا وایروس پر وړاندې باید متحد ووسو. د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په یوه مجازي وینا کې، د چین ولسمشر ویلي، چې له کورونا ناروغۍ سره مبارزې کولو لپاره، نړۍ باید د ساینس‌پوهانو لارښوونې تعقیب کړي. د … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

افغانانو ته په پښتو ژبه د پريتي زينتا ځانګړی پيغام

خبريال: مدثر دعوت پريتي زينتا يوځل بيا په پښتو ژبه خبرې کړي. د باليووډ سېنما نوموتې لوبغاړې پريتي زينتا چې په هندوستان پريمرلېګ کې د کينګز ايليون پنجاب لوبډلې مالکه ده تېره شپه يې په پښتو ژبه پيغام خپور کړی. دې د ويډيو سره ليکلي چې زه پدې لټه کې يم چې هر کال ای پي ایل کې د کريکټ ترڅنګ نوي څه زده کړم,زه هڅه کوم چې ښايسته پښتو ژبه په ښه ډول ياده … نور ولولئ
رسنۍ

د اماراتو لخوا کلکتې لوبډلې ته ځانګړی ښه راغلاست+ويډيو

خبريال: مدثر دعوت د عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د کلکتې نايټ رايډرز لوبډلې لپاره ځانګړي ښه راغلاست مراسم ترسره سوه. د ای پي ايل سياليو په دوام نن ماښام شپږ نيمي بجې کلکته نائټ رايډرز او ممبی انډيانز لوبډلې سره مخ کېږې. تاسو ته مالومه ده چې روان ای پي ايل ليګ په عربي اماراتو کې ترسره کېږي چې تر اوسه يې څلور لوبې ترسره سوي. نن ماښام د کلکتې لومړنۍ لوبه ده … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

سعودي عربستان د اکتوبر له څلورمې د عمرې اجازه ورکړه

سعودي عربستان د اکتوبر له څلورمې د سعودي اتباعو او بهرنیانو ته د عمرې او زیارت کولو اجازه ورکړه. د سعودي د کورنیو چارو وزارت په حواله، عمره به په مرحله‌وار شکل وي. په لومړي پړاو کې به د اکتوبر له ۴ څخه د ۶۰۰۰ تنو اتباعو او د هېواد اوسیدونکو ته د عمرې کولو اجازه ورکړل شي. دویم پړاو به د اکتوبر په ۱۸ او دریم پړاو به د نومبر په لومړۍ نېټه پیل … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د حزب الله د وسلو په ډیپو کې بمي چاودنې څو ودانۍ ویجاړې کړې

راپور: مهر تاج په لبنان کې د حزب الله د وسلو په ډیپو کې یوې زورورې چاودنې څو ودانۍ ویجاړې کړې. د عربي رسنیو په حواله، پېښه د لبنان د جنوب د طاهره په سیمه‌ییز کلي «عین قانع» کې رامنځته شوې، چیرې چې د لبنان ملیشې حزب الله د وسلو ډیپو کې چاودنې ټوله سیمه ولړزوله او په دوو لیرې پرتو سیمو کې د لوګیو پورته شوې لوخړې ولیدل شوې. د سیمه‌ییزو رسنیو راپور له … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

مسجدالحرام له میاشتو ځنډ وروسته د عمرې لپاره بیا پرانیستل کيږي

خبریال: فضل الله فضلي د سعودي د حج وزارت د خبر پر اساس د عمرې لپاره حرمین شریفین یا مسجدالحرام د مسلمانانو پر مخ په درو مرحلو کي بیا پرانیستل کیږي. حرمین شریفین به ۱۰ ورځي وروسته د راتلونکي اکټوبر میاشتي له ۴مي نېټې څخه پرانیستل سي. لومړۍ مرحله: د سعودي د شاهي نظام ۶۰۰۰ اوسېدونکي کولای سي، چي د ۱۴۴۲کال د صفري له ۱۷ څخه تر ۳۰ نېټې پوري د کرونا ویروس پر وړاندي … نور ولولئ
افغانستان

د کندهار په بولدک کې ۲۰ خاورین حوضونه جوړیږي

راپور: بشر درویش د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د بولدک ولسوالۍ د جلال الدین سیمې د ځایي مالدارانو او کوچیانو د اوبو د ستونزې د هوارولو او د مالدارۍ د ودې په پار د شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۰ خاروین حوضونه جوړیږي، چې رغنیزې چارې یې رسماً پیل شوي دي. د کرنې وزارت په همدې اړه یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ دغه پروژه، چې د کرنې وزارت د … نور ولولئ
افغانستان

د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا غونډه؛ څه تصامیم نیول شوي؟

راپور: بشر درویش د جمهوررئیس غني په مشرۍ د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا غونډه جوړه شوه دا ناسته پرون سه شنبه ترسره شوې ده. ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په غونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوه، په پیل کې د چین د مرستې، نیله باغ پروژې د ۱۴۰۰ اپارتمانونو د لومړي فاز تړون چې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست او د چین هیواد MCC19 کمپنۍ … نور ولولئ