سپورټ

شپږیزه؛ د کابل بازانو او سپین غر لوبډلو ترمنځ لوبه پیل شوه

لیکنه: محمدصابر حمیدي د شپږیزه کرکټ لیګ ۱۴مه لوبه تازه د کابل بازانو او سپین غر کرکټ لوبډلو ترمنځ د کابل په عمومي کرکټ لوبغالي کې پيل شوه. د یادې لوبې پچه د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر رحمن‌الله ګربز د سپین غر لوبډلې د لوبډلمشر کریم‌خان صادق څخه وګټله او د توپ‌اچونې پرېکړه یې وکړه. اوس سپین غر لوبډله توپوهنه کوي. سپین غر لوبډله کریم‌خان صادق، بهیرشاه، وحید‌الله شفق، قیس‌احمد، زبید اکبري، ضمیرخان، تمیم سرخرودي، … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

مرکه؛ د منفي افکارو زیانونه او پر ورځني ژوند یې اغېز

مرکه: صدیقه پوپلزۍ د چارو په ترسرولو کې سستي د ډېری افغانانو یوه لویه ځانګړنه ده. ډېری کسان د چارو له پیلولو وېریږي، هغوی تل منفي فکر کوي، له همدې امله چارې په نیمایي کې پاتې کېږي او له سرته رسولو یې لاس پر سر کېږي. په همدې اړوند مو نن د هېواد له وتلي ارواپوه ښاغلي شرف الدین عظیمي سره مرکه کړې، په دې هیله چې تر پایه یې راسره ولولئ. صدیقه پوپلزۍ: سلام … نور ولولئ
افغانستان

د خوست د جلغوزې سږني حاصلات به ۲۵ سلنه زیاتوالی ولري

د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د جلغوزیو د ځنګلونو تر ارزونې وروسته په روان کال کې د جلغوزیو د ۲۵سلنې زیاتوالي خبر ورکوي. د خوست دکرنې ریاست د چارواکو په خبره د جلغوزیو د ځنګلونو ارزونه ښیې، چې د جلغوزې سږني حاصلات به ۱۸ زره او ۶۰۰ ټنو ته ورسیږي، چې د تېرکال په پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی ښیي. د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس حفیظ‌الله … نور ولولئ
افغانستان

د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان: هره پریکړه له افغان حکومت سره په مشوره کوو

راپور: بشر درویش افغان ولسشمر محمداشرف غني پرون ماښام د امریکا متحدو ایالتونو د پوځ د مرکزي  قومندانۍ قومندان جنرال مک کینزي سره په ارګ کې، وکتل. ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه کتنه کې د جمهوررئیس لومړي مرستیال، د ملي امنیت سلاکار او د ملي دفاع وزارت سرپرست هم حضور درلود، دواړو لوریو د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ډلې ترمنځ د سولې مذاکراتو د پیل، د افغان امنیتي … نور ولولئ
سپورټ

عثمان غني د خپل ماشوم مينوال پخاطر د بند امير لوبغاړی دی

ليکوال: مدثر دعوت د افغانستان کريکټ ملي لوبډلي توپوهونکی عثمان غني د خپل ماشوم مينوال په غوښتنه د بند امير لوبډلې سره يوځای سوی. احمد الياس ډېر ماشوم ځوان دی خو د کريکټ په نړۍ کې د عثمان غني سره بې حده مينه لري. احمد الياس وايي په عربي اماراتو کې د عثمان غني لوبې خورا خوند راکړ،هغه مهال بيا لا راباندې ګران سو چې کله مې ورسره وليدله او ماته يې ډېره مينه راکړه،نو … نور ولولئ
سپورټ

میس‌عینک د ۱۳۱ منډو په توپير امو لوبډلې ته ماتې ورکړه

لیکنه: محمدصابر حمیدي د شپږیزه کرکټ لیګ ۱۳مه لوبه د شنبې په ورځ ماپښین د میس‌عینک او امونهنګانو کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پکې میس‌عینک لوبډلې د ۱۳۱ منډو په توپير امونهنګانو ته سخته ماتې ورکړه. په یاده لوبه کې د میس‌عینک لوبډلې سکواډ شاپورځدران لوبډلمشر، شهزاد محمدي، نورحمد لکڼوال، عبدالرحمن، بهار علي شینواری، صدیق‌الله پاچا، دولت ځدران، غمی ځدران، شاهدالله کمال، هشمت‌الله شهیدي او عبدالله عادل. د امونهنګانو لوبډلې سکواډ لوبډلمشر دروېش رسولي، … نور ولولئ
افغانستان

حنیف اتمر: د موقت حکومت موضوع قطعاً نسته او لومړی پر اوربند خبري کوو

خبریال: فضل الله فضلي د بین الافغاني مذاکراتو د پیلیدو سره سم د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمدحنیف اتمر قطر ته پر لاري رسنیو ته ویلي، چي په بین الافغاني مذاکراتو کي قطعاً د موقت حکومت موضوع نه مطرح کیږي. نوموړي ویلي: د موقت حکومت موضوع قطعاً نسته او لومړی موضوع د مذاکراتو داده، چي پر اصولو، وخت او ځای خبري کیږي. ښاغلي اتمر زیاته کړه، چي ددې ترڅنګ به پر اوربند کولو … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان او د څړځایونو د بیارغونې له لارې د مالدارۍ ودې ته زمینه برابرول

رپور: مهرداد احمدي ژباړه: جمعه‌ګل اشرفی بزګر (دهقان) اوونيزه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په دې وروستیو کلونو کې د مالدارۍ وضعیت د ښه کولو او اقلیمي بدلونونو منفي اغېزو سره د مبارزې په پار د څړځایونو د بیارغونې له لارې ستر پروګرامونه پلي کړي دي. څړځایونه په هېواد کې د مالدارۍ یو له مهمو عواملو شمېرل کیږي. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د څړځایونو د ریاست د شمېرو له مخې افغانستان ۳۰.۱ … نور ولولئ
افغانستان

طالبانو د افغان پوځ یو کومانډو تر ۵ میاشتو بند وروسته وواژه– وکیل

راپور: ملیحه ناصري د افغانستان د ولسي جرګې یوه غړي ویلي چې د افغان پوځ یو سرتېری له پنځه میاشتې بند وروسته طالبانو وواژه. په ولسي جرګه کې د غزني استازي محمد علي اخلاقي ویلي چې په کندهار کې د پوځ د څلورمې لوا د ځانګړو عملیاتو یو کومانډو څلور ورځې مخکې په زابل کې طالبانو وواژه. علي محمد د غزني د مالستان اوسېدونکی و. مړه یې په زابل کې سړک ته څېرمه غورځول شوی … نور ولولئ
سیاست

د بحرین او اسرائیل د تړون لاسلیکولو ځای معلوم شو؛ فلسطین یې پر ضد ګام پورته کړ

راپور: نسیمه محمدي د راپورونو پر اساس، د فلسطین رهبریت د اسرائیل او بحرین د اړیکو عادي کولو کړنلاره غندلې او دا کړنه یې د فلسطین د هيلو پر وړاندې خیانت یاد کړی. له دې وړاندې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرامپ د جمعې ورځې په لومړیو کې اعلان وکړ، چې بحرین او اسرائیل د ډېپلوماټیکو اړیکو جوړولو لپاره توافق کړی. تمه ده چې د اسرائیل او بحرین ترمنځ تړون راتلونکې اونۍ په سپینه مانۍ کې … نور ولولئ