سپورټ

شپږیزه؛ د لومړي پړاو ټولو لوبو ته یې کتنه

لیکنه: محمدصابر حمیدي د شپږیزه کرکټ لیګ اووم پړاو د ۶ لوبډلو ترمنځ د د روانې سیپټمبر میاشتې په ۶مه نېټه پيل شو، چې تر لس ورځو دوام وروسته د راتلونکې چهارشنبې په ورځ پای ته رسیږي. د دې لیګ لومړی پړاو د یکشنبې په ورځ پای ته ورسېد، چې څلورو لوبډلو دویم پړاو خو دوو لوبډلو بیا د ټورنمنټ سره مخه ښه وکړه. دویم پړاو ته لاره پیداکوونکي لوبډلې کابل بازان، بُست ساتونکي، بندامیر … نور ولولئ
سپورټ

شپږیزه؛ دویم پړاو ته لاره پیداکوونکې لوبډلې!

لیکنه: محمدصابر حمیدي د شپږیزه کرکت لیګ د لومړي پړاو لوبې نن یکشنبه پای ته ورسېدې، چې له ډلې یې څلورو لوبډلو دویم پړاو ته لاره پیداکړه. کابل بازان، میس‌‌عینک، بندامیر او بُست هغه لوبډلې دي، چې دویم پړاو ته یې لاره پيداکړه. کابل بازان، میس‌عینک او بندامیر لوبډلو مخکې دویم پړاو ته لاره پیداکړې وه، خو بُست بیا د ننۍ لوبې په ګټلو سره دویم پړاو ته لاره پیداکړه. د بُست ننۍ لوبه د … نور ولولئ
افغانستان

ملي شورا: د سولې پروسه کې د حکومت د دریځ بشپړ ملاتړ کوو

راپور: بشر درویش افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې له رئیس میر رحمان رحماني او د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار سره جلا، جلا  په ارګ کې وکتل. ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي؛ په دې کتنو کې د حکومت او ملي شورا ترمنځ د همغږۍ پر لا زیاتوالي، د سولې پروسه کې د ملي شورا پر رول او مقام، د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملي شورا … نور ولولئ
افغانستان

له ایران څخه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر چټک شوی

ژباړه: عایشه حیدري د کډوالو نړیوال سازمان، د سپټمبر په ۹مه د چهارشنبې پر ورځ د یوې اعلاميې په خپرولو سره په ډاګه کړه چې د روان زېږديز کال په لومړیو ۹ میاشتو کې ۵۰۲۲۶۳ افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته را ستانه شوي دي. په اعلاميې کې راغلي دي، دغه کډوال د سږ کال د جنوري میاشتې له لومړۍ نیټې څخه د سپټمبر تر پنځمې نېټې پورې له ایران څخه بېرته افغانستان ته … نور ولولئ
سپورټ

په شل اوریزو لوبو کې د ډېرو نومرو اخیستونکي لوبغاړي

سپورټ یاران د کرکټ نړیوالې شورا ویلي، په شل  اوریزو لوبو کې داسې بالران شته، چې د تل لپاره یې خپلې نومرې لوړې ساتلي او د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې تل تر لسو مقامونو پورې مخته تللي دي. د کرکټ نړیوالې شورا یو انځور خپور کړی او دغه انځور سره یې لیکلي دي، چې هر وخت دغو توپ اچوونکو په شل اوریزو لوبو کې لوړې نومرې اخیستي او خپل رېټېنګ یې اوچت … نور ولولئ
ادبیات

ژوند «نثري ټوټه»/ عابده سپوږمۍ

ټک ټک ټک… د لکړې غږ شو. د بس تمځاى پر زړې څوکۍ يې لاس کېښود، راتاو شوه، بېرته يې لاس ليرې کړ، سپينه کڅوړه يې لاس کې وه، له کڅوړې يې کوم څه را ووېستل، په څوکۍ يې هوار کړل، پرې کيناستله، لکړه يې خوا کې ودروله. ساعت ته يې وکتل، د څاښت شل کم يوولس بجې وې. په لاس يې خپلې ګوتمۍ پام ورواوښت، يو څو شېبې يې ښه وروکتل, موښله يې… بيا … نور ولولئ
سپورټ

کابل بازان لوبډله د رحمن‌الله ګربز په لوبډلمشرۍ کې د جدول سر ته ولاړه

لیکنه: محمدصابر حمیدي د شپږیزه کرکټ لیګ ۱۴مه لوبه نن د کابل بازانو او سپین غر کرکټ لوبډلو ترمنځ د کابل په عمومي کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، چې کابل بازانو په ۶ ویکټو سپین غر لوبډلې ته ماتې ورکړه. سپین غر لوبډله کریم‌خان صادق، بهیرشاه، وحید‌الله شفق، قیس‌احمد، زبید اکبري، ضمیرخان، تمیم سرخرودي، ناصر عمر، پروېز ملکزی، افتاب عالم او عبدالله عادل. کابل بازانو لوبډله رحمن‌الله ګربز، نورعلي ځدران، صدیق‌الله اتل، وسیم اکرم، سمیع‌الله … نور ولولئ
افغانستان

د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت په تېرو دریو کالونو کې څه کړي؟

لیکنه: م. رفیق جنبش  د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت ماموریت دا دی، چې د کلیوالو ستونزې حل او غوښتنې یې پوره کړي، پرمختیا ورکړي، کلیوالو ته د ژوند لومړنۍ  اسانتیاوې برابرې کړي او د غربت کچه په کلیو کې راښکته کړي. ددې موخې د لاسته راوړلو لپاره د کلیو بیارغونې  او پراختیا وزارت له نېمې پیړۍ ډیر مزل کړی، خو له 2001 کال وروسته د دې وزارت چارې لا ډېرې او چټکې شوي، مګر … نور ولولئ
سپورټ

مجیب ځدران: کارابین لیګ کې مې ډېره تجربه لاسته راوړه

لیکنه: محمدصابر حميدي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه لوبغاړی مجیب‌ ځدران وايي، چې د ویسټ انډیز هیواد په کورنیو تجارتي سیالیو کې یې ډېره تجربه لاسته راوړه. مجیب ځدران پر خپلې رسمي ټویټر پاڼې لیکلې، چې په کارابین لیګ کې له ډېرو خاطرو سره مخ شو او د دې لیګ له هرې لوبې څخه یې ډېر څه زده‌کړل. #First time doing @cpl and that also and a wonderful experience,Thank you @JAMTallawahs … نور ولولئ
رسنۍ

شاهرخ خان د اتل پښتون په څېره کې د جان ابراهام په وړاندې

خبريال: مدثر دعوت شاهرخان او جان ابراهام په يوه فلم کې راڅرګندېږي. په ۲۰۱۸ز کې د شاهرخ خان د “زيرو” فلم چې د باليووډ د تاريخ تر ټولو ګرانترينه پروژه وه تر ناکامۍ وروسته رسنيو ته وويله چې د يو څه وخت لپاره استراحت کوي او غواړي ډېر وخت له خپلې کورنۍ سره تېر کړې. دوه کلونه تېر سوه خو د باليووډ باچا تر ۵۰ ډېر فلمونه رد کړه او اوس سرچينې وايي چې څلور … نور ولولئ