سپورټ

میسي د نړۍ دویم ورزشکاره میلیاردر شو

لیکنه: محمدصابر حمیدي د ارجنټاین هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او اسپانوي کلب بارسلونا تکړه او نامتو لوبغاړی لیونل میسي په نړیواله کچه دویم ورزشکاره شو، چې خپله شخصي پانګه یو میلیارد ډالرو ته رسوي. میسي تر بل نامتو فوټبالر کریسټیانو رونالډو راوروسته دې ځای ته ځان رسولی. میسي اوس د نړۍ په کچه هغه شتمن فوټبالر دی، چې یوازې د فوټبال له طریقه پيسې نه ترلاسه کوي، بلکې له فوټباله ور هاخوا هم زیاتې … نور ولولئ
سپورټ

شپږیزه: نن بندامیر او میس‌عینک پایلوبې ته د وتلو په موخه لوبیږي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د شپږیزه کرکت لیګ اووم پړاو په دویمه کوالیفایر لوبه کې نن ماپښین یوه بجه بندامیر او میس‌عینک کرکټ لوبډلې یو د بل په وړاندې د سیالي ډګر ته کښته کیږي. ننۍ لوبې ته بندامیر او میس‌عینک دواړو لوبډلو د پوره چمتوالي خبر ورکړی. افغان کرکټ بورډ پر خپلې رسمې فیسبوک پرون لیکلې وه: https://www.facebook.com/AfghanistanCricketBoardOfficial/posts/2757411924513388 کابل بازان، میس‌عینک، بُست ساتونکي او بندامیر هغه لوبډلې دي، چې دویم پړاو ته یې لاره پيداکړه. … نور ولولئ
سپورټ

شپږیزه: نړیوال هم د افغانستان دا کورنی لیګ څاري

لیکنه: محمدصابر حمیدي پرون د شپږیزه کرکټ لیګ د دویم پړاو په لوبه کې بُست او بندامیر کرکټ لوبډلې یو د بل په وړاندې ولوبېدې، چې په یاده لوبه کې بندامیر لوبډلې په ۷۶ منډو توپیر بُست لوبډلې ته ماتې ورکړه. په یاده لوبه کې د بندامیر لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان ۹۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې د خپلې لوبډلې هدف یې خورا لوړ کړ او په همدې موخه یې خپله لوبډله بریا ته هم … نور ولولئ
افغانستان

اروپايي ټولنه: طالبانو ته مو ویلي چې زموږ ملاتړ په جمهوریت ساتنې پورې اړه لري

راپور: بشر درویش افغان ولسمش محمد اشرف غني د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسئول جوزپ بوریل سره ټلیفوني خبرې وکړې. دا خبرې پرون دوشنبه شوي دي. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په دې ټلیفوني مکالمه کې جمهوررئیس غني له سولې پروسې، د جمهوریت ارزښتونو او سرتاسري اوربند څخه د اروپايي ټولنې د ملاتړ د اصولي دریځ، مننه وکړه. دې خبرو کې د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسئول جوزپ بوریل د جمهوري ریاست پر لومړي مرستیال … نور ولولئ
افغانستان

احدي د کرنې وزارت ته معرفي شو؛ وايي، مسلکي اداره جوړوم

راپور: بشر درویش ډاکټر انوارالحق احدي د کرنې وزارت د نوماند او سرپرست وزیر په توګه رسماً معرفي شو. نوموړي پرون دوشنبه د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رییس ‌‌‌‌‌‌ډاکټر فضل محمود فضلي له خوا رسماً د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت د نوماند او سرپرست وزیر په توګه ور وپېژندل شو. کرنې وزارت ته د ښاغلي احدي تر پېژندنې مخکې، په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر په شتون کې د نویو سرپرست او نوماند … نور ولولئ
افغانستان

جوزجان: د ۳۳۶ کرنیزو پروژو رغنیزې چارې تر۵۰ سلنه بشپړ شوي

راپور: بشر درویش د جوزجان په ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت په برخه کې د ۳۳۶ پروژو د پلي کېدو چارې تر ۵۰ سلنه بشپړ شوي دي. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، دې وزارت د کرنې دودې او د بزګرانو د ملاتړ په پار په مرکز او ولایتونو کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت په برخه کې د یوشمېر پروژو د پلي کېدو چارې پیل کړي دي، ترڅو بزګران وکولئ … نور ولولئ
افغانستان

د ۶ میاشتني اوربند په اړه له افغان مشرانو سره د خلیلزاد ژمنه

راپور: بشر درویش د افغانستان د حکومت یوې سرچینې ویلي چې د امریکا ځانګړي استازي ژمنه کړې وه چې د بین الافغاني خبرو په پیل کې به په افغانستان کې شپږ میاشتنی اوربند رامینځته کړي. ویل شوي، له تاز پيل شویو خبرو وړاندې زلمي خلیلزاد له افغان مشرانو سره ژمنه کړې وه چې له طالبانو سره د خبرو له پیل سره به په دغه هیواد کې شپږ میاشتنی اوربند وشي.. یادې سرچینې دا خبرې هشت … نور ولولئ
ټیکنالوژي

مایکرو سافت: د چین، ایران او روسیې هکران د امریکا په ټاکنو کې لاسوهنه کوي

راپور: نسیمه محمدي مایکروسافټ ویلي، چې بهرني هېوادونو یو ځل بیا د امریکا د ۲۰۲۰م ټاکنې، د لاسوهنې په خاطر موخه ګرځولي. دا شرکت وايي چې د روسیې، چین او ایران بریدونو لاسوندي لیدل شوي دي. دغه ډلو د ټرامپ او بایډن په ټاکنیزو ځایونو برید کړی. د مایکروسافت وبلاګ کې د خپرې شوې سرمقالې په اساس، د استرونتیوم په نامه روسۍ ډلې، له ۲۰۰ زیاتو سازمانونو، له دې جملې په سیاسي برخو، حقوقي ډلو، … نور ولولئ
سپورټ

شپږيزه: د بست په وړاندې د بند امير د بريا ۵ لاملونه

ليکوال: مدثر دعوت بند امير نن بست ته د ۷۶ منډو په توپير ماته ورکړه. د بند امير ښامارانو او د بست ساتونکو تر منځ خورا مهمه لوبه ترسره سوه چې په بایللو سره يې بست د شپږيزي لېګ څخه ووتی. دا دويم پړاو کواليفاير لوبه وه او بند امير ددې لوبې ګټلو پخاطر سبا ماسپښين يوه بجه د ميس عينک سره نيمه پايلوبه کوي. راځئ پدې وږغېږو چې ولې نن بست دا مهمه لوبه … نور ولولئ
اقتصاد

د څاګانو کیندنې له لارې ایران ته د افغانستان د اوبو غیر قانوني لېږد 

په ورستيو کې افغان چارواکو د ایران دولت په دې تورن کړی چې له افغانستان یې د سیندونو د اوبو په تړاو شوی تړون مات کړی دی، افغان چارواکي وایي چې ایرانیانو د افغانستان په پوله د هلمند له سیند سره نیژدې ژورې څاګانې کيندلي او هره ورځ په زرګونو میټرو مکعبه اوبه په غیر قانوني اوبه ایران ته لېږدوي. د سلام ټایمز د راپور پر بنسټ، د نیمروز د ولایتي شورا غړی نعمت الله … نور ولولئ