سپورټ

ډوني د لوبډلمشر په توګه آی په پي اېل کې د لوبو ګټلو سلیزه ووهله

سپورټ یاران د آی پي اېل کرکټ لوبو دیارلسم پړاو د چینای سوپرکېنګز او د پروسږ کال اتلې لوبډلې ممبيي انډیئنز ترمنځ ترسره شوه، چې چینای پکې ممبيي ته په ۵ وېکټو ماته ورکړه. دا په آی پي اېل کې د لوبډلمشر په توګه د ډوني سلمه بریا وه، چې د چینای لوبډلې لپاره یې ترلاسه کوي. له ۲۰۰۸ راهیسې ایم ایس ډوني د چینای سوپرکېنګز کرکټ لوبډلې لوبډلمشر دی، هغه درې ځلې د یادې … نور ولولئ
سپورټ

نن د هند په IPL سیالیو کې د مجیب ځدران د ټیم لوبه ده

لیکنه: محمدصابر حمیدي د هندوستان هیواد د کرکټ کورنۍ تجارتي سیالۍ پرون شنبه په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې، چې نن یکشنبه په دویمه لوبه کې کینګز الیون پنجاب لوبډله د ډهلي کپیټلز لوبډلې سره مخ کیږي. دا لوبه نن مازدیګر ۶:۳۰ بجې د دوبۍ په نړیوال کرکټ لوبغالي کې پيلیږي. ننۍ لوبه کې افغان لوبغاړی مجیب ځدران هم د کینګز الیون پنجاب لوبډلې سره لوبیږي. مجیب پرون په یوه ویډيويي پيغام کې له … نور ولولئ
سپورټ

د هند IPL سیالۍ د چینای په بریا سره پيل شوې

لیکنه: محمدصابر حمیدي د هندوستان هیواد د کرکټ کورنۍ تجارتي سیالۍ له اوږده ځنډه وروسته پرون شنبه په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې. د دې لیګ په لومړۍ لوبه کې چینای سوپر کینګز او ممبي انډینز لوبډلې یو د بل په وړاندې د سیالي ډګر ته کښته شوې، چې چینای په پنځو ویکټو ممبي ته ماتې ورکړه او د آی پي ایل سیالیو پيل یې په بریا سره وکړ. د یادې لوبې حال پچه … نور ولولئ
افغانستان

خلیلزاد: افغانستان لپاره یوه بې سارې شیبه ده، باید استفاده ترې وشي

راپور: بشر درویش د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې اوس د افغانستان لپاره یوه غوره شیبه ده او باید ګټه ترې واخیستل شي. نوموړي دا خبرې د امنیت شورا د وروستۍ اعلامیې هرکلي په پار کړي دي. خلیلزاد پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: «د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان د سولې د مذاکراتو په اړه یوه اعلامیه خپره کړې چې پکښې د افغانستان پر «حاکمیت، … نور ولولئ
اقتصاد

د ټرمپ لخوا د ټیک ټاک او ویچټ له بندولو وروسته د چین خبرداری

فضل الله فضلي د نړۍ په روانه اقتصادي جګړه کي د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا په وروستي اقدام کي د امریکا په متحده ایالاتو کي د چین پر دوو لویو اپلیکېشنونو بندیز لګېدلئ دئ. امریکایان له دې بندیز سره نور نسي کولای، چي د ویډیو مشهور چینايي آپ ټیک ټاک او د میسج آپ ویچټ ډاونلوډ او استعمال کړي. د ټرمپ لدې اقدام وروسته چين د خپلو شرکتونو د ګټو د خوندي کولو لپاره … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د کورونا دویمه څپه؛ د برطانیې حکومت بیا ځلې په لاک ډاون غور کوي

لندن: د برطانیې حکومت د کورونا پېښو ډېریدو ته په کتو، په هېواد کې د بیا ځلې لاک ډاون یا قرنطین کولو غور کول پیل کړی دی. د برطانیې رسنیو په حواله، روغتیایي سکریټری “میټ هینکوک” د رسنیو فشارونو په جریان کې ویلي، په برطانیه کې د کورونا ډېرېدلو ته په کتو بیا لاک ډاؤن امکان لري. برطانیې روغتیایې سیکرټری ویلي، چې د کورونا پېښو ډېرېدو د مخنیوې لپاره به وروستۍ اپشن یا پریکړه په … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان په ۴ کلونو کې ۲۶۹ وېکټې اخیستې دي

سپورټ یاران د سنرایزرز حېدر اباد لوبډلې د مسوولینو له قوله کرېک اېنفو وېبپاڼې لیکلي، چې راشدخان د دوی یو کلیدي سپېن توپ اچوونکی دی. د دوی په خبره خان د آی پي اېل په تېرو پړاوونوکې د ښه ځلېدلو سربېره، د خپلې لوبډلې او نورو سوداګریزو لیګونو پرمهال ښه ځلېدلی او ډېرې وېکټې یې اخیستې دي. کرېک اېنفو وېب پاڼې لیکلي، چې راشدخان په ۲۰۱۷ کال کې ۵۶ شل اوریزې لوبې کړي، ۲۱۳ اورونه … نور ولولئ
سپورټ

د IPL پيل؛ نن دوې پیاوړي لوبډلې سره مخ کیږي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د هندوستان هیواد د کرکټ کورنیو تجارتي سیالیو ۱۳م پړاو نن شنبه مازدیګر پیلیږي، چې په لومړۍ لوبه کې چینای سوپر کینګز او ممبي انډینز لوبډلې یو د بل په وړاندې د سیالي ډګر ته کښته کیږي. دا دوې پياوړې لوبډلې نن مازدیګر ۶:۳۰ بجې لوبه پيلوي. چینای سوپر کینګز، ډهلي کپيټلز، کینګز الیون پنجاب، کلکته نایټ رایډرز، رویال چلینجرز بنګلور، سنرایزر حیدراباد، راجستان رویالز او ممبي انډینز هغه اته لوبډلې دي، … نور ولولئ
سپورټ

ګاتم ګمبير: حيدر اباد لوبډله د نبي په ارزښت نه پوهېږي!

خبريال: مدثر دعوت ګاتم ګمبير وايي که محمدنبي د حيدر اباد پرځای د بلې لوبډلې سره وای نو ټولو ۱۴ لوبو کې به لوبېدلای. د هندوستان کريکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي ګاتم ګمبير د سټار سپورټس شبکې سره په مرکې کې ويلي چې سنرايزرز حيدر اباد لوبډله د محمد نبي په ارزښت نه پوهېږي،او باید ددې لوبډلې سره نه وای. ګاتم ويلي چې نبي که څه هم په کارابين لېګ کې ښې لوبې وکړې خو … نور ولولئ
سپورټ

پنجاب لوبډلې په پښتو ژبه مجیب ځدران ته ښه راغلاست ویلی + ویډيو

لیکنه: محمدصابر حمیدي د هندوستان په آی پي ایل سیالیو کې ګډونوالې لوبډلې کینګز الیون پنجاب پر خپلې رسمي فسبوک پاڼې د افغان لوبغاړي محیب ځدران هغه ویډیو خپره کړې، چې په پښتو ژبه یې پکې خبري کړې او یادې ویډیو سره یې په پښتو ژبه لیکلي، چې ښه ښه راغلاست مجیب. مجیب ځدران په یاده ویډیو کې له ټولو هیوادوالو غوښتي، چې کینګز الیون پنجاب لوبډلې ته د بریاوو دوعا وکړئ. هغه زیاته کړه: … نور ولولئ