سپورټ

کېنګز ایلیون پنجاب، ډیلي کرکټ لوبډلې ته د سوپر اوور کم ټارګېټ ورکړ

سپورټ یاران د سپټمبر په ۲۰ مه د آی پي اېل دویمه لوبه د کېنګز ایلیون پنجاب او ډیلي کپېټلز کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې ډیلي لوبډلې په شل اورونوکې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره د مارکس سټاینېس د ۵۳ منډو په مرسته ۱۵۷ منډې وکړې. شمې د پنجاب کرکټ لوبډلې لپاره درې وېکټې واخېستې. مجیب الرحمن په دې لوبه کې شتون نه درلود. پنجاب لوبډلې هم د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

مجیب الرحمن لپاره اتم پړاو سي پي اېل له لاسته راوړنو ډک و

سپورټ یاران د سي پي اېل یا ویسټ انډیز سوداګریزو لوبو کې مجیب الرحمن هغه بالر و، چې تر پلی اف یا محوه کوونکو لوبو پورې تر ټولو مخکښ توپ اچوونکی و. هغه په دې لوبو کې ۱۶ وېکټې واخیستې او ایکانومي یې هم له شپږو پورته نه وه. هغه دوه ځلې په خپله غوره توپ اچونه د لوبې غوره لوبغاړي جایزې واخیستې او هغه د اګسټ په ۲۷ مه نېټه د خپلې لوبډلې په … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

انسان او مینیملزم

لیکنه: طارق تسل د انسان له پیدایښت سره سم، هغه ته په زړه او ذهن کې د هیلو سمندر خوشی شوی دی. دا سمندر تر هغې په څپانده ډول بهېږي، چې انسان له ژوند سره خپله اړیکه نه وي پرې کړې. له ادمه تر دې دمه د هیلو په لوی سمندر کې انسان لاهو دی. آدم ع د یوې هیلې پر سر له جنته تر ځمکې پورې راورسېد. د هغه دا هیله وه چې په … نور ولولئ
رسنۍ

راشدخان ۲۲ کلن شو؛ د هغه لوبیز ژوند ته مو کتنه کړې

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړی راشدخان ارمان نن ۲۲ کلن شو، چې پر ټولنیزو رسنیو ورته ګڼو هیوادوالو د کلیزې مبارکې ویلې. راشدخان ارمان په ۱۹۹۸م کال کې د سیپټمبر میاشتې په ۲۰مه نېټه د هیواد په ننګرهار ولایت کې زېږېدلی دی. افغان کرکټ بورډ هم پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې افغان لوبغاړي راشدخان ته د کلیزې مبارکې ویلې او د کرکټ نړیوالي شورا په درجه بندۍ کې یې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

چواندو تان، ۵۴ کاله عمر، خو څېره یې بیا هم د نوي ځوان ده

ژباړه: عایشه حیدري چوانډو ټان Chuando Tan د سینګاپور اوسېدونکی دی او د ۱۹۶۷ زېږدیز د مارچ په ۳مه په سینګاپور کې زېږېدلی دی. که څه هم د هغه د ژوند ځوانۍ او لومړنیو کلونو په اړه ډېر معلومات نه شته، خو نوموړی د سینګاپور په مرکزي ښار، ټاو پویه Toa Payoh را لوی شوی دی. چوانډو ټان د خپلې کورنۍ مشر اولاد دی او یوه خور او وړوکی ورور لري. چوانډو ټان لا ماشوم … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان د آی پي اېل لوبو لپاره نوی بېټ اخیستی

سپورټ یاران د سنرایزرز حیدراباد کرکټ لوبډلې په خپله ټوېټر پاڼه د راشدخان او محمدنبي عیسی خېل سره د مرکې ویډیو خپره کړې. په دغې ویډیو کې له هغوی څخه د قرنطین په اړه، له قرنطین څخه د بېرته راوتلو، په کېمپ کې د ګډون له امله احساس کولو، د تېر آی پي اېل او د روان آی پي اېل او همدارنګه د مسلمان او فسټ بالر خلیل احمد په اړه پوښتنې کړي دي. محمدنبي … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

پر انسانانو د ټلوېزیون اغېز

ژباړه: نجم الرحمن ناصري تلویزیون د بشر تر ټولو ښه او په زړه‌پورې اختراع ده چې ښوونیزې او تفریحې ګټې لري. داسې چې پوهېږو له هر شي څخه ډېره او بې ځایه ګټه اخیستنه ضرر رسوي. د هر شي د ګټه اخیستنې لپاره باید د هغه د صحیح مصرف فرهنګ زده کړو. تلویزیون زموږ دوه مهمه احساسونه په ځان مشغولوي او د اورېدلو او غږېدلو فرصت راڅخه اخلي. زموږ د حواسو او چاپېریال ترمنځ واټن … نور ولولئ
خوندیتوب

د ادراري مجراوو د التهاب لپاره ګټور درمل

ژباړه: نجم الرحمن ناصري خاکشیر د هغو خوړو له جملې څخه دي چې د تندې د له منځه‌تللو لامل کېږي. دلته مو هوډ کړی چې د داسې دانه په هکله تاسو ته مالومات وړاندې کړو چې له پخوا څخه د مشرانو او ډاکټرانو له خوا موږ او تاسو ته توصیه کېږي. د پوست ښووالی له خاکشیر سره د جلد د لکو په ځانګړې ډول د مخ د لکو د منځه وړلو لپاره تر ټولو ښه … نور ولولئ
سوله

د فلسطین د ستونزو له حل پرته په منځني ختیځ کې سوله ناممکنه ده

ماسکو: روسیې په فلسطین کې د ستونزو له حل کېدو پرته په منځني ختیځ کې امن  ناممکن بللی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د فلسطین د مسئلې له حل پرته، په فلسطین کې د امن سوچ کول به ناسم وي. د روسیې بهرنیو چارو وزارت دا بیان وروسته له اسرائیل، متحده عرب امارات او د بحرین ترمنځ  د اړیکو د ښه کېدلو معاهدې یا تړون د رد عمل په صورت کې … نور ولولئ
سیاست

د متحده ایالاتو د ولسمشریزو ټاکنو لپاره «وختي رایه ورکول» په څلورو ایالتونو کې پیل کېږي

د نومبر په ۳ د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره «وختي رایه ورکول» په متحده ایالاتو کې پیل شوي. د وختي رای ورکولو پروسه د متحده ایالاتو په څلورو ایالتونو ویرجینیا، مینیسوټا، جنوبي ډکوټا او وومینګ کې د نومبر په ۳ د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره پیل شوي، چې لوی شمیر رایي ورکونکو خپلې رایي وکارولي. په ټولو څلورو ایالتونو کې د خلکو اوږده قطارونه لیدل شوي، چې په ماسکونو بندیز د ټولنیز واټن سره هم پاملرنه کېږي. … نور ولولئ