افغانستان

افغان حکومت: پاکستان دې ژمن پاته شي، پر طالبانو دې د امنیت شورا پریکړه لیک تطبیق کړي

راپور: بشر درویش کابل – د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغان دولت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو د تطبیق په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خپور شوی سند په دقت کتلی او په هراړخېز توګه یې وارزاوه. یاد وزارت ویلي چې  د دې سند مطابق، د پاکستان حکومت ژمنه کړې چې پر طالبانو باندې د سفرونو د محدویت، د وسلو او تجهیزاتو بندیز او طالبانو پورې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

مسوول کس د مسوولیت پر ځای‌کولو پر وخت کې پلمې نه کوي

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري موږ هر یو د خپل ځان په اړه داسې یوه انځورونه لرو چې ګېني هر ډول مسوولیتونه مو منلي او د هغوی په پر ځای‌کولو کې مو خپله ایماني او وجداني دنده پوره کړې. مانا داسې کسان به کم وي چې وايي زه بې مسوولیته انسان یم. کله چې مسوول و اوسو، آن که دندې ته مو لېواله هم نه یو، کارونه مو نه پرېږدو، ځکه چې اندېښنه راته پیدا … نور ولولئ
په زړه پورې

د ډونالد ټرمپ خور: ورور مې ظالم او درواغجن دی

راپور: مهر تاج د امریکا  د ولسمشر “ډونالد ټرمپ” خور (میریاني ټرمپ ییري) ویلي، چې  ډونالد ټرمپ خپل ژوند کې هېڅ ډول اصول نه لري .د دۀ لار او غوښتنه صرف د ملاتړو خوشاله ساتل دي او بس. د ډونالد  ټرمپ د وریرې  په کتاب کې د ټرمپ په هکله ځینې  ډېري نوي او نه هېردونکي موضوعات لیکل شوي دي. د کتاب نوم دی: «ډېر زیات او هېڅکله هم بس نه دی، څنګه زما کورنۍ … نور ولولئ
روغه سټه

کورونا او ژور خپګان؛ د دې وایروس په اړه نوې څېړنې څه وايي؟

ژباړه: نسیمه محمدي که د ژور خپګان له ګواښ سره د مخ‌کېدونکو خلکو  له ډلې یاست، دا احتمال ډېر دی چې د ټولنیزو محدودیتونو  له امله ناروغ شئ. که څه هم په «ژور خپګان» بېلابېل نومونه اېښودل شوي، خو دا ناروغي نوې نه ده او د تاریخي متونو پر بنسټ، له ډېرې پخوا څخه له انسان سره مله ده او پېړۍ وخت ته اړتیا وه، چې خُلقي بدلون، چې شخص یې له ژونده ایسته، د … نور ولولئ
افغانستان

د ولسي جرګې مشر په لوړ قیمت ځان او کورنۍ لپاره بهرنی تابعیت واخیست

راپور: بشر درویش د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمن رحماني په لوړ قیمت د خپل ځان او کورنۍ لپاره تابعیت اخیستی دی. د الجزیزې یوه راپور کې ویل شوي چې ښاغلي رحماني په د نړۍ په ښکلي هیواد (قبرس) کې د ۲.۵ میلیونه ډالرو په قیمت تابعیت ترلاسه کړی دی. ویل شوي دا طلايي تابعیت نومول شوی او هر چاته نه ورکول کیږي. خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې نوموړي په ۲۰۱۷م … نور ولولئ
رسنۍ

يو چينايي زده کوونکې خپل مور او پلار د انګلستان د سفر پخاطر وژلي

خبريال: مدثر دعوت یو زده کوونکې هغه وخت خپل پلار او مور ووژله کله چې دی د انګستان د سفر څخه منع کړ. د هوانګ ميونګ مور په هغه پوهنتون کې پروفيسوره وه چې ده پکښې زده کړې کولې او پلار يې مدافع وکيل وو. په انګلستان کې د کرونا وېروس له امله د قرنطين تر پايته رسېدو وروسته هوانګ غوښتل چې بيرته انګلستان ته ولاړ سي خو مور او پلار يې منع کړی وو. … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

که وخت مو ملتیا نه کوله، تاسو یې ملتیا وکړئ

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ کله چې مجبور یې نو ګټه ترې واخله. ما هغه ځوان ته – چې په شکر ناورغۍ اخته و، چای یې پرته له بورې څښه او د خپل وضعیت په خاطر یې افسوس کاوه – داسې ویل: “ایا تل تاسف کوې او د چای څښلو پر وخت کې خپه کېږې؛ ایا دا تریخوالی په خوږوالی بدلېږي؟” هغه وویل: “نه.” نو ما ورته وویل چې مجبوره یې ګټه ور څخه واخله. مطلب مې … نور ولولئ
سپورټ

هغه چټک توپ اچوونکی چې په ټېسټ لوبو کې یې شپږسوه وېکټې پوره کړې

سپورټ یاران د پاکستان او انګلستان ترمنځ درېیمه ټېسټ لوبه د جېمز انډرسن لپاره له لاسته‌راوړنو ډکه وه. جېمز انډرسن د پاکستان خلاف درېیمه ټېسټ لوبه کې ۵ وېکټې واخیستې او له دې سره یې د خپلو ټېسټ لوبو وېکټو شمېر شپږسوو ته ورساوه. هغه په نړۍ کې څلورم توپ اچوونکی دی، چې یاد نوملړ ته رسېږي. د ټېسټ وېکټو برخه کې لومړی مقام د سریلانکا موتیا مورالي تارن دی، هغه په ټېسټ لوبو کې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د راشدخان او نوین الحق ماتې، خو د مجیب الرحمن بریا

سپورټ یاران د سي پي ایل سوداګریزو کرکټ لوبو ۱۱ مه او ۱۲ مه لوبې تېره شپه د څلورو لوبډلو ترمنځ ترسره شوې. لومړۍ لوبه کې د راشدخان دې اړوند لوبډله باربادوس ټراېډېنټس له سېنټ کېټس او نیویس پېټرېټس لوبډلې سره مخ شوه. باربادوس لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو سره ۱۵۱ منډې وکړې او نیویس پېټرېټس لوبډلې ته یې ۱۵۲ منډې هدف ورکړ. راشدخان په ۴ توپونو یوه منډه جوړه … نور ولولئ
رسنۍ

د ورزش او سېنما اړيکه: سرېش رينا د سوشانت لپاره د عدالت غوښتنه کړې

خبريال: مدثر دعوت سرېش رينا د سوشانت سينګ راجپوټ لپاره د عدالت غوښتنه کړې او وايي چې تاسو به تل زموږ په زړونو کې اوسئ. د هندوستان کريکټ پخواني لوبغاړي سرېش رينا د باليووډ سېنما د مړ سوي اداکار سوشانت سينګ راجپوټ لپاره احساساتي ياداښت ليکلی او ويلي يې دي چې د باليووډ وتلی لوبغاړی يو رښتنی الهام دی او هغه به تل د خلکو په زړونو کې ژوندی وي. د سوشانت مړی چې د … نور ولولئ