بریا او پرمختګ

محمدنبي او نوین الحق په سي پي اېل کې د لوبو غوره لوبغاړي شول

سپورټ یاران محمدنبي عیسی خېل چې په سي پي اېل سوداګریزو کرکټ لوبو کې د سېنټ لوشیا زوکس کرکټ لوبډلې سره لوبېږي، له ده سره نجیب الله ځدران او ظاهرخان هم همدې لوبډله کې اخیستل شوي دي. خو د محمدنبي رول په دغې لوبډله کې خورا بارز دی، هغه په دوو پر له پسې لوبو کې دوه ځلې د لوبې غوره لوبغاړي جایزې واخیستې. د جمعې په ماښام هغه وتوانېد چې د راشدخان دې اړوند … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د لومړي کال محصلینو ته ځینې لارښوونې

لیکنه: عایشه حیدري د پوهنتون د لومړي کال محصلین یا هغوی چې نوي د کانکور تر ازموینې وروسته د هېواد یوه پوهنتون ته لار مومي، په لومړیو کې په پوهنتون کې له زده‌کړو زړه‌توري کېږي، مینه او علاقه یې کمېږي. ډېری محصلین ځکه په لومړیو کې له ستونزو سره مخ کېږي، ځکه چې هغوی د پوهنتون چاپیریال سره بلد نه وي. کله چې یوه ښځینه محصله د لومړي ځل لپاره پوهنتون ته ځي، نو د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د «ګنګا» اوبه زهرجنې که روغتیابښونکې؟

‌لیکنه: مهر تاج «ګنګا» یو له هندوستان د مهمو دریابونو څخه دی، چې دغه دریاب د «هومالیا» له غرونو څخه سروکی کوي چې د ۱٧٠۰ میله ډېر اوږده مزله وروسته له بنګال خلیج سره یو ځای سمندر ته بهېږي. ګنګا دریاب د هندوستان د مهمو زراعتي، تولیدي او اقتصادي ښارونو څخه تېریږي، چې ډېره لویه زراعتي سیمه هم خړوبوي. د ملیونونو هندیانو د څښاک اوبه له همدغه ګنګا دریاب څخه دي. خو له بده مرغه … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان کې د جګړې زیاتوالی؛ میلر وايي، طالبان دې تاوتریخوالی کم کړي

راپور: بشر درویش په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قومندان وايي، طالبان باید د سولې پروسې ته دوام ورکولو لپاره تاوتریخوالی کم کړي. قومندان سکاټ میلر د افغانستان شمالي ولایتونو ته د سفر پرمهال وویل طالبان باید روان تاوتریخوالی کم کړي. ده زیاته کړه چې افغان خلک سوله غواړي، او موږ د سولې پروسې لپاره سمه لار غوره کړې ده. د افغان دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخیل چې له نوموړي سره په سفر ملګری … نور ولولئ
افغانستان

نابشپړه شوې اداره: د ملي پخلاینې عالي شورا څو تنه مرستیالان ټاکلي

راپور: بشر درویش د راپورونو پر اساس سرچینو ویلي چې د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا یو شمیر مرستیالان ټاکلي دي. د یادې شورا اړوند یوې سرچینې ویلي چې د سولې وزیر سلام رحیمي، حاجي دین محمد او عطاء الرحمن سلیم او یوه بله ښځه د پخلاینې عالي شورا د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي دي. د طلوع نیوز د راپور له مخې، سرچینې زیاته کړه چې د ملي پخلاینې عالي شورا شپږ مرستیالان … نور ولولئ
افغانستان

د سولې نامعلومه خبرې؛ ناټو یو ځل بیا له افغان حکومت د قوي ملاتړ ژمنه وکړه

راپور: بشر درویش افغان ولسمشر پرون شنبه ماسپښین افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سره وکتل. د راپورونو پر اساس؛ ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماسپښین په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونټیکورو سره وکتل. ارګ ویلي دې ناسته کې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم برخه اخیستې وه. سرچینې ویلي؛ دواړو لورو د سولې پروسې، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړتیا او تجهیز، او د افغان حکومت برنامې، په ځانګړي … نور ولولئ
سیاست

د اماراتو او اسرایل هوکړه لیک؛ پمپيو دواړو هیوادونو ته ورځي

راپور: بشر درویش د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیران د روانې میلادي اګسټ میاشتې په ۲۴مه نیټه اسراییلو ته ځي. د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو به له اسرایل یوه ورځ وروسته پسې متحده عربي اماراتو ته هم سفر وکړي. د امریکايي رسنیو د راپورونو پر اساس د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر د سفر هدف ویل کیږي چې د اسراییل او متحده اماراتو ترمنځ د اړیکو عادي کولو په اړه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

مبارزه؛ بریالی انسان هېڅکله ستونزو ته نه تسلیمېږي

لیکنه: ملیحه ناصري د ژوند په هر پړاو کې انسان له وړو او غټو ستونزو سره لاس و ګرېوان کېږي. ځينې یې له ډبوونکو خړو اوبو وتلی شئ؛ خو ځينې کسان بند پکې پاتې وي. د بریا راز همدا دی چې د هرې ستونزې پر وړاندې خپل ذهني ارامښت ونه بایلو. لومړنی شرط دلته ذهني ارامښت دی. که دا نه وي، د زړه ټکان ډېرېږي، سر درد پیدا کوي، لاس او پښې لړزېږي، رنګ تک … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

مثبت لیدلوری؛ که ونه لوېږئ، پاڅېدلی نشئ

لیکنه: ملیحه ناصري ښايي موږ د ژوند په داسې پړاو کې و اوسو چې د مثبت فکر کولو جرئت یې رانه اخیستی وي. که ځیر شو مثبت‌اندي له کومې مادي/ چاپېریالي ښکارندې سره تړاو نه لري، ښايي ویې لري، خو دا لاره ځينو کسانو موندلي وي، هر څوک یې نشي موندلی. هر څه د انسان په خپل شخصي لیدلوري پورې اړه لري، نو موږ د دې لیدلوري د مثبتې اصلاح لپاره ځينې لارښوونې درته کړې … نور ولولئ
ټیکنالوژي

هغه ناروغۍ چې د مبایل له څپې پیدا کېږي

لیکنه: ملیحه ناصري ځيرک مبایلونه د اسانتیاوو تر څنګ خورا زیانونه هم لري چې د انسان وجود زیانمنوي. د هغو له جملې مو ځينې دلته ښوولي دي: جسمي او رواني ستونزې ځيرک مبایلونه یو ډول شعاوې خپروي چې د انسان پر سترګو، پوستکي، دماغ او ماغزو باندې مستقیم اغېز ښندي. دا اغېز لومړیو کې لږ وي؛ خو د وخت په تېرېدو سره جدي او ګواښوونکې ناروغۍ پیدا کوي. د عصبي برخو روغتیاپالان وايي چې د … نور ولولئ