افغانستان

زلمی خلیلزاد څنګه پر امریکايي جلۍ مئین او ورسره یې واده وکړ؟

افغان الاصله امریکايي زلمی خلیلزاد چې اوس د امریکا له وتلو ډیپلوماټانو ګڼل کیږي په کوچینوالي کې له افغانستانه د زده کړو په موخه امریکا او بیا د امریکا اړوند بیروت پوهنتون ته تللی دی. خلیلزاد د خپل وروستي کتاب (استازی) چې شا او خوا دوه کاله وړاندې لیکل شوی، د خپل ژوند خوږې او ترخې کیسې کړي دي. دا کتاب پښتو ژبې ته لطف الله لطف ژباړلی دی. هلته د خلیلزاد ډیرې کیسې شته، … نور ولولئ
ژوند بڼه

عمران طاهر: ما ډېره هڅه وکړه چې تل د پاکستان لپاره ولوبېږم.

خبريال: مدثر دعوت د سويلي افريقا کريکټ ملي لوبډلي لوبغاړی عمران طاهر وايي ډېره هڅه مې وکړه چې د پاکستان لپاره د تل لپاره ولوبېږم خو و نه سوه. عمران طاهر چې په ۱۹۷۹ز کې د پاکستان په لاهور کې زېږېدلی اوس د ۴۱ کلونو په عمر دی او د سويلي افريقا تابعيت لري. نوموړي د پاکستان لپاره په کورني کريکټ کې لوبي کړي او همدارنګه د پاکستان په ۱۹ کلونو ملي لوبډله کې لوبېدلی … نور ولولئ
سپورټ

نبي، مجیب او راشدخان ته یو بل سرخوږی

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې دریو مخکښو لوبغاړو محمدنبي عیسی خېل، مجیب الرحمن ځدران او راشدخان ارمان ته یو بل سرخوږی جوړ شو. هغه دا چې د هند سترې تجارتي سیالۍ«IPL» او د افغانستان شپږیزه کرکټ لیګ په یوه میاشت کې پیلېږي او درې واړه افغان لوبغاړو ته به سرخوږی جوړ کړي. د افغانستان کرکټ بورډ څو ورځې وړاندې خبر ورکړ، چې د شپږیزه کرکټ لیګ اووم پړاو به د سپټمبر میاشتې … نور ولولئ
کرونا

کورونا وایروس؛ د شدیدو ناروغانو لپاره هیله بښوونکي درمل

ژباړه: نسیمه محمدي د کورونا وایروس نوې درملنه د استشمام له لارې ترسره کېږي. په لومړیو کلینیکي څېړنو کې (د نویو او هیله‌بښونکو درملو یادونه شوې او د بستر شویو ناروغانو په کمښت کې د پام وړ کموالی راغلی دی.) هغه ناروغان چې له SNG001 درمل ترلاسه کړي، ۷۹٪ په شدید حالت لږ اخته او د کوویډ- ۱۹ د هغو ناروغانو په پرتله چې پلاسیبو اخیستي، د بشپړې روغتیا ترلاسه کولو چانس دوه برابره دی. … نور ولولئ
افغانستان

پر ټویټر ډېر تعقیبوونکي افغانان؛ نور سیاسون خو دوه پکې کرکټران دي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د سوشال بیکرز «Social Bakers» په نامه یوه سایټ هغه لس افغانان په ګوته کړي، چې پر ټویټر د هېواد په سطحه تر نورو ټول ډېر پلویان لري. ۱ـ افغان ولسمشر محمد اشرف غني؛ ۲ـ د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی راشدخان ارمان؛ ۳ـ د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله؛ ۴ـ د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح؛ ۵ـ د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي؛ ۶ـ د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

صوفیه جومات کې د اردغان په ګډون زرګونه کسانو لمونځ ادا کړ + انځورونه

لیکنه: محمدصابر حمیدي پرون د جمعې پر ورځ ۸۶ کلونه وروسته په آیا صوفیه جومات کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردغان په ګډون زرګونه کسانو د جمعې لمونځ ادا کړ. صوفیه جومات د ترکیې په استانبول ښار کې موقعیت لري، چې دوه نیم زره کاله مخکې یې ودانۍ جوړه شوې ده. دا ودانۍ لومړی د کلیسا په موخه، بیا جومات شو، بیا په موزیم بدل شو او اوس یو ځلې بیا په جومات … نور ولولئ
سپورټ

په شپږیزه لیګ کې دویم زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی

لیکنه: محمدنسیم حمیدي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغرافغان هغه لوبغاړی دی چې په شپږیزه کرکټ لیګ کې یې تر جاوید احمدي وروسته ډېرې منډې جوړې کړې دي. د افغانستان کرکټ بورډ پر خپلې رسمې فیسبوکپاڼې د اصغرافغان د دې منډو یاودنه کړې، چې په شپږیز کرکټ لیک د زیاتو منډو جوړولو په لوبغاړو کې دویم دي. اصغرافغان په شپږیزه کرکټ لیګ کې تر دې دمه ۳۶ لوبې ترسره کړې دي، چې په دې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

سهارنی فورمول

ژباړه: نجم الرحمن ناصري ۲۰/۲۰/۲۰ فورمول څرنګه چې د زده‌کړې فورمول کې روښانه ښکاري ۲۰ دقیقه ای کڅوړې دلته ځای پر ځای شوي چې باید تاسو هغه تمرین کړئ، چې د تسلط سطحې ته ورسېږئ. دا فورمول د سهار له ۵ بجو تر ۶ بجو پورې باید عملي شي. لومړۍ کڅوړه د سهار له (۵:۰۰) تر (۵:۲۰) تحرک ورزش – د کورتیزول کمېدل – ډېر تمرکز او کار اخیستنه؛ ښه مغز درلودل -BDNF -د خولو … نور ولولئ
افغانستان

د افغانستان نهه نامتو ګوندونه

ژباړه: ملیحه ناصري په افغانستان کې له پخوا راهیسې ګوندونه رغېدلي، خو تر ټولو ډېر چې جوړ شول هغه د شوروي پر وړاندې د جهاد وخت و. دغه ګوندونو کې چې د پخوانۍ شوروي پر وړاندې سره یو شوي وو، ډېری یې د شورویانو تر ماتولو وروسته د خپلمنځيو شخړو له کبله یو د بل پر خلاف سره جګ شول. د نوي سیاسي نظام تر راتګ او د بُن تر کنفرانس وروسته، دوی خپل فعالیتونه … نور ولولئ
خواړه

د چرګې د هګۍ ګټې

ژباړه: عایشه حیدري د چرګانو او د چرګې هګۍ په ټوله نړۍ کې پېژندل شوي خواړه دي، هر چېرې پیدا کېږي، او افغانان هم ورسره بلد دي، ځکه په کلیوالو سیمو کې کورنۍ چرګان ساتي او له غوښې او هګیو څخه یې خپل ورځني خواړه برابروي. دا چې د چرګانو د هګیو موندل اسانه ده او اسانه پخېږي، نو ډېر خلک یې خوښوي او داسې څوک به ونه مومئ چې د چرګانو له هګیو استفاده … نور ولولئ