ځوانان او زده کړې

د ټولنیزو رسنیو ډېره کارونه د ژور خپګان او ډار لامل کېږي

د ټولنیزو اړیکو لپاره د ټولنیزو رسنیو ډېره کارونه مو له اندېښنو/ ژور خپګان, وېرې او ډار سره مخ کوي. موږ ټولنیزې رسنۍ د اړیکو په پار کاروو؛ خو ډېره کارونه یې د ذهني روغتیا لپاره زیانونه لري. په دې موضوع د بریتانیې “رائل سوسایټي آف پبلک هلت ” له تېرو څو کلونو راهیسې د بېلابېلو څېړنو راپورونه له خلکو سره شریک کړي دي. د ۲۰۱۷ز په ” ډی ایکانومسټ ” ورځپاڼه کې خپرې شوې … نور ولولئ
په زړه پورې

د فیسبوک مشر: خیر دی ماسک واغوندئ، کرونا بیا چټکه خپریږي

راپور: بشر درویش د فیسبوک کمپنۍ مشر مارک زوکربرګ له خلکو غوښتي چې ماسک واغوندي او ځان وژغوري. نوموړي له خلکو هیله کړې چې په دې کار سره به له خپل هیواد سره ښه وکړي. مارک زوکربرګ له خپلې میرمنې سره جوړه عکس داسې مهال ایستلی چې ښکاري دواړو ماسکونه اچولي دي. ښاغلي زوکربرګ لیکلي: «د مهربانۍ له مخې ماسک واغوندئ. کویډ۱۹ بیا چټک خپریږي، او ماسک له خلکو سره مرسته کولی شي چې روغ … نور ولولئ
افغانستان

صالح: طالبان په ډیر ویاړ افغانان وژني او په اړه یې دروغ وايي

راپور: بشر درویش د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په تازه څرګندونو کې ویلي چې طالبان په ډیر ویاړ سره افغانان وژني او په عین حال کې یې په اړه دروغ وايي. نوموړي دا خبرې پر خپل ټویټر د طالبانو وروستیو بریدونو ته په غبرګون کې کړي دي. امرالله صالح وړاندې ویلي د طالبانو موخې او بریدونه افغان ځواکونو خنثا کړي او له منځه وړي دي: «د هغوی بې نومه یرغلګر اوړی مات … نور ولولئ
افغانستان

پارلماني چارو وزیر؛ فساد نه کوم، د وطن د عزت پر لباس ناولی داغ دی

راپور: بشر درویش د افغانستان په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ضیا الحق امرخیل وايي، اداري فساد یو ناولی داغ او د پرمختګ مانع دی. نوموړي دا خبرې په خپل ټویټر لیکلي دي. ښاغلی امرخیل څو اونۍ وړاندې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت ته ور وپيژندل شو. نوموړي پر ټویټر ویلي: «اداري فساد نه یوازې دپرمختګ مانع دی؛بلکې دوطن د عزت پر لباس ناولی داغ هم دی.پر ضد یې جدي مبارزه د … نور ولولئ
افغانستان

هلمند: د املوکو، کېلې، نارنجو او لیمو بڼونو ښه پایله ورکړې

راپور: بشر درویش د هلمند دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت په څېړنیز فارم کې پر یوشمېر نوو نباتاتو څېړنې رواندې دي، چې له دې ډلې د املوکو، کېلې، نارنجو او لیمو نیالګې هم په توافقي ډول تر څېړنې لاندې نیول شوي دي. د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وايي: «هلې ځلې کوو چې په دې ولایت کې د کوکنارو د کرکېلي د مخنیوي په پار بزګرانو ته … نور ولولئ