ټولنیز ژوند

د نړۍ لس ډوله حیرانونکي بوټونه او څپلۍ

ژباړه: عایشه حیدري بوټونه او څپلۍ د جامو یوه اړینه برخه ده او هر انسان که زوړ وي او که ځوان، ښځه وي او که نارینه، د بوټونو او څپلیو په پښو کولو ته اړتیا لري او د نړۍ هېڅ داسې وګړی به ونه مومئ چې پرته له بوټونو او څپلیو څخه ژوند وکړي. د تاریخ په اوږدو کې ډېرو کسانو داسې بوټونو او څپلۍ جوړې کړي او ګټه یې ورڅخه اخیستې چې خورا عجیبه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

مېمله باغ ته سېلانیان ور مات شوي

لیکنه سمیع الله درانی د مېملې یا نېملې باغ، چې په هېواد کې له تاریخي ځایونو بلل کېږي، په دې وروستیو کې د ننګرهار خوګیاڼو ولسوالۍ د مېملې په سیمه کې د امنیت له نسبي ښه‌والي سره دې بڼ ته د سېلانیانو ورتګ زیات شوی دی. هغه کسان چې خوګیاڼو ولسوالۍ ته له ښار او یا هم نورو سیمو او ولایتونو څخه ځي، د مېملې باغ لیدل یې ارمان وي او خامخا د ورتللو هیله … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

له مشهورې، خو بېوزله سندرغاړې سره د افغان حکومت مرسته

خبريال: مدثر دعوت افغان حکومت د پښتو ژبې له مشهورې سندرغاړي زرڅانګې سره نغدي مرسته وکړه. زرڅانګه د هنر هغه نوم دی چې په پښتو ژبه يې ورته په خپل خواږه غږ کلونه کلونه خدمت کړی چې په لر او بر کې بې شمېره مينه‌وال لري. خو د څو کلونو راهيسي زرڅانګه له خپلې بېوزلۍ څخه ځورېږي او په يوه کنډواله کورکې ژوند کوي. که څه هم دې د خپلې ځوانۍ په موسم کې په … نور ولولئ
سپورټ

په انګلستان کې ولې لا هم تفريحي کرکټ ته اجازه نشته؟

خبريال: مدثر دعوت په انګلستان کې لا هم تفريحي کرکټ ته اجازه نشته. انګلستان به د جولای په اتمه نېټه د کورونا وايروس تر بنديزونو وروسته يو ځل بيا د نړيوال کرکټ کوربه وي، خو لا هم په دې هېواد کې بېله رسمي کرکټه نور تفريحي کرکټ ته اجازه نه ده ورکړل شوې. د انګلستان لومړي وزير په يوې مرکې کې د کورني کرکټ د نه پيلېدلو په اړه تشريح ورکړې او د تفريحي کرکټ … نور ولولئ
افغانستان

د افغان، اذربایجان او ترکمن ولسمشرانوګډه غونډه؛ د سوداګریزو بندرونو د معیاري کیدو ژمنې وشوې

راپور: بشر درویش د افغانستان، اذربایجان او ترکمنستان هیوادونو د جمهوررئیسانو ترمنځ درې اړخیزه ناسته د افغان ولسمشر محمداشرف غني په نوښت پرون له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه. ارګ وايي، په دغه ویډیو کنفرانس کې جمهوررئیس غني د اذربایجان جمهوررئیس الهام علي اوف او د ترکمنستان جمهوررئیس قربانقلي بردي محمدوف ته د ښه راغلاست پرمهال له افغانستان سره د اذربایجان او ترکمنستان د هر اړخیزو همکاریو او لاجورد دهلېز د … نور ولولئ
افغانستان

په جمعیت ګوند کې تازه کشمکش؛ ایا د رباني لرې کول به د ګوند د ویش سبب شي؟

ژباړه: نسیمه محمدي د افغانستان د جميعت اسلامي ګوند د مشرتابه پلاوي يو شمېر غړو د ګوند د اجراییه رییس عطا محمد نور په مشرۍ په جوړه شوې غونډه کې اعلان کړه، چې دوی صلاح‌الدین رباني د ګوند له ریاست څخه لرې کړی دى. صلاح‌الدین رباني نېږدې یوه لسیزه د مخه د پلار(برهان‌الدین رباني) تر وژل کېدو وروسته د ګوند مشر وټاکل شو، چې د افغانستان پخوانی ولسمشر او د جميعت ګوند بنسټ ایښودونکی او … نور ولولئ
سپورټ

په IPL کې د ډیویلرز غوره شوې لوبډله؛ یو افغان هم پکې شته!

د سویلې افریقا کرکټ ملې لوبډلې مخکښ توپوهونکې اي بي ډي ویلرز د هندوستان په کورنیو آی پي ایل سیالیو کې خپل د خوښې یوه ۱۱ کسیزه لوبډله ټاکلې. په یاده لوبډله کې د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه سلو توپ اچونکی راشدخان ارمان هم شته، چې د ډيویلرز لخوا غوره شوی. یاده ۱۱ کسیزه لوبډله په دې ډول ده: وریندر سیواګ، روهیت شرما، ویراټ کوهلي، اي بي ډیویلرز، بین سټوکس، ایم ایس ډوني، … نور ولولئ
سپورټ

محمدنبي: راتلونکو جامونو کې به موږ له ډېرو هیوادونو مخکې شو!

د افغانستان  کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نوموتې الراونډر محمدنبي عیسی خېل په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، راتلونکې اسیا او نړیوال جام کې افغان کرکټ ملې لوبډله تر ډېرو لوبډلو ښه ده. محمدنبي د طلوع نیوز سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلې، چي افغان لوبغاړي شل اوریزه سیالیو کې خورا ښه لوبیږي او په همدې موخه افغان کرکټ ملې لوبډله به په اسیا او نړیوال جام کې له ډېرو لوبډلو مخکي تګ وکړي. … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

شهرت (محبوبيت) څه دى؟

ژباړه او زیاتونه: صدیقه پوپلزۍ مشهوره اوسېدل، مینه لرل، منل یا هم ټولنیز ښایست یو له رواني اړتیاوو څخه دي. شهرت لرونکې انسانان څه کوي؟ په هر محفل کې ځانته ملګري پیدا کوي، په اړیکو کې غرور نه کوي، په ډېرې راحتۍ سره خپل حالت نورو ته بیانوي، په هر ځای کې د خوښۍ په لټه کې وي، ډېر وګړي هڅه کوي چې دوی یې ملاتړي اوسي، د ښه اخلاق درلودونکي او میلمه‌پاله دي، په … نور ولولئ
سپورټ

پاکستان او په شل اوریزو لوبو کې یې د مخکې تګ چانس او شاتګ خطر

یاران سپورټس کابو درې کاله پاکستانۍ لوبډله د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو په درجه‌بندۍ کې لومړۍ لوبډله وه، دې لوبډلې د ۲۰۱۷م څخه تر د ۲۰۲۰م تر لومړیو پورې د جدول سر نیولی و. تر پاکستان وړاندې د نیوزیلېنډ لوبډله په شل اوریزو لوبو کې مخکښه وه. د اپرېل میاشت د پاکستان او افغانستان لوبډلو لپاره د شل اوریزو لوبو په درجه‌بندۍ کې د وروسته تګ میاشت وه. په دې میاشت کې … نور ولولئ